ناپيژندلي موسکا

دډيرپخوا نه مې د توريو سره لوبې خوښې وې .يو يوټکی به مې د هر ځای څخه رااخېستلو او کلمې به مې ترې جوړولې.کله به مې په مرغلين تار کې دمرغلرو په څير وپيلې او په غاړه به مې کړلې .کله به مې د وچ ګﻻب په شان ايرې کړې او د باد څپو ته به مې وروسپارلې .کله به مې د اوښکو سمندر کې ﻻهو کړې،او کله به مې د غوسې نه په لمبو کې وسوځولې . يوه ورځ کله چې مې ستا د زړه د محل څخه ځيني توري  راپټ کړل، په لړزيدلي پښومې رامنډه  کړه،د شپې په چوپتيا کې هغه وخت چې ستورو او سپوږمۍ د يو بل سره خواله کوله،په ريږديدلو ﻻسو مې غوټه راوسپړله . خو کله چې مې توري سره ونښبول نو داسې يو څه ترې جوړ شول، چې په لوستويې زما په شونډو ناپيژندلي موسکا خوره شوه .                 زه تاسره مينه لرم او زما مينه توري ندي چې غلا شي!!!