
راځه،
چې د زړه له لارې دې د روح به وزرونو، د خیال
جزیرې ته والوزوم.
ته پوهېږې،
هلته
د الفاظو پر ځای احساس غږېږي. هلته ماضي او راتلونکي نه وي. هلته (زما) او (ستا)
په نوم د ویش ټکي څوک نه پېژني. هلته زما او ستا تر منځ بریدونه نه ټاکل کېږي. بس هلته
به یوازې (موږ) اوسو، لکه د طاووس دوې بڼکې، چې د غزلونو په دیوان کې اوسي.