
هیله مې وه، چې د ښکلي خیال غوندې ستا د ذهن په ژورو کې واوسم، ترڅو چې ته
مې شتون په رنګونو کې وغږوې، د وجود هستي مې د الفاظو په ښکلا کې ونڅوې، او ژوند
مې د حقیقت په هېنداره کې، دمینې په ګاڼه وپسولې.
خو دريغه، چې تا د زلمي شهید د تاندو ارمانونو په څېر، زما شتون د نشت په
خاموشیو کې ښخ کړ، او زما د وجود په هستۍ دې د وهم لپه واړوله.