
يوه ورځ به د خړې هديرې له منځه، يوه اشنا او ګلورینه وږمه، تا ځان ته
وروکاږي. حیران به شې، چې له دې تورو خاورو دا خوږه څپه څنګه راپورته شوه؟
کاش،
چې هغه وخت تا زما غږ اورېدای شوای، ما به ویلي وای: دا وږمه چې ستا تر سږمو
رسېدلې، بل څه نه دي، ستا هغه ګلورینې خبرې دي، چې ما دخپل زړه په خونه کې خوندي
کړې وې. اوس، چې زړه خاورې کېږي نو، زه ستا ګلورینې خبرې له خاورې کېدو راژغورم او
دخپل روح په شان یې دهديرې په خاموشۍ کې تلپاتې کوم.