دسحرپه لټه

دلوی خدای په نامه


دسحرپه لټه: دافغانستان قلم ټولنې لخوا داستاد علم ګل سحردادبي خدمتونودلمانځ غونډې په پلمه.
زه هغه مهال دلسم ټولګي زده کونکی وم، زماټولګیوال ذبیح الله به چې ټولګي ته راغلی نوترهرڅه وړاندې به یې راته ویل کماله راډیودنیولې وه مابه ورته ویل کومه راډيو ولې آزادۍ راډیو دژوندپه شېبوکې خپرونه دې وانه وریده ،نوزه به پوه شوم چې څوک یادوي.
ښه ستا مطلب علم ګل سحر دی ،هو، دسحرصیب غږمې ډېرخوښېږي .یره کماله چې یوځلې خومو له نږدې لیدلی وی، چې دی به ځوان وي ،زوړبه وي دابه څنګه سړی وي.
زماهم دذبیح الله غوندې په زړه کې دسحرصیب دڅېرې انځورونه تلل اوراتلل.
شپې اوورځې تېرېدې ددولسم ټولګي نه فارغ شوم دکابل دښوونې اوروزنې پوهنتون کې شامل شوم یوه ورځ مې سهار لمر تلویزیون نیولی وو چې یوشاعرانه موزیک پیل شو دتلویزیون دپردې په یوه څنډه ولیکل شول شاعرعلم ګل سحر لیناشریفي دسحرصیب شعر یوازې ستالپاره په زړه راښکونکي آوازدکلمه کړ، شعرچې خلاص شو دکاکا زوی ته مې وویل دآزادۍ راډیو نه ده درته مالومه هغه راته وویل څه کوې هلته ماویل داشعرهم دعلم ګل سحروو غواړم چې له نږدې یې ووینم . دکاکازوی مې راته وویل دافغان ادبي بهیرته لاړشه هلته هره جمعه راځي .یوه جمعه مې له ډېروستونزوورسته افغان ادبي بهیرپیداکړ،زه نابلدهم وم هرڅوک به چې غږېدل مابه یې خولې ته سترګې نیولې وې چې سحرصیب به څه وخت غږيږي له نېکه مرغه سحرصیب په دې ورځ راغلی وو . دغونډې ویاند دسحرصیب نوم واخیست سټیج ته یې دشعر ویلو لپاره بلنه ورکړه .ماچې کله سحرصیب ولید خیالي انځورونه مې له سره والوتل اوپه رېښتینیوبدل شول.
کله چې غونډه  خلاصه شوه ،نوهڅه مې وکړه چې زه باید دسحرصیب سره خبرې وکړم نږدې ورغلم پرځای ددې چې خپله ځان وروپېژنم نوماورته وویل : آیا ته سحرصیب یې دژوندپه شېبوکې خپرونه هم په آزادۍ راډیوکې وړاندې کوې سحرصیب په ډېره مینه راته ځواب راکړبلې زه خپله سحریم.
زه له ډېرې خوښۍ په جاموکې نه ځایدم سحرصیب هم حیران ووچې دالیونی ګوره ، له ډېروخبرو وروسته مې سحرصیب ته وویل ته هره جمعه بهیرته راځي سحرصیب وویل هو ته هم راځه دلته ډېرشاعران اولیکوالان راځي ډېرڅه به زده کړې.
له دې وروسته به زه هره جمعه دافغان ادبي بهیرته تلم داستادسحراونورواستادانو
شعرونه اوخبرې به مې په غوراوریدلې ،استاد سحربه چې تل ماته زیاته سپارښتنه کوله هغه به راته دا ویل چې تل مطالعه کوه ادبي اوټولنیزکتابونه ډېر لوله دشپواوورځوپه تریدوسره زه اوس سحرصیب ډېروینم تل راته دخپرونوسکریپټونه اصلاح کوي یوڅه چې مااوزماټولوهمکارانوته سحرصیب راکړي دي هغه دسحرصیب مینه اوتشویق دی . زه مې خپلې خبرې نه اوږدوم .
استادعلم ګل سحرهغه شاعراولیکوال دی چې خپلې لیکنې دعام ولس لپاره په ساده اوروانه  ژبه کوي استادترخپلې وسې دپښتوپه ولسي ادب کې په زړه پورې هڅې کړې دي په آخره کې دالله ددرباره ده ته دډېر عمرپه لرلوسره خپل لاسونه لپه کوم .
په پښتنه مینه