دپور ورکولونوي طريقه

يوۀ سړي چاته پور ورکړی و ، چې هرڅومره هڅه يې چې وکړه خپل پوروړی په ﻻس نه ورتلو. باﻻخره يوه ورځ يې خپل پوروړی ګيرکړ . پوروړي ته يې وويل :
_ ګوره ،نيم پور درته بښم خودانيم خوراکړه !
پوروړي ورته وويل :
- اوس يې نه لرم بيا به يې درکړم !
_ نورپور به څه وخت اوڅنګه راکړې ؟ پوروړي ورته وويل :
_ لکه دانورمې چې درکړ ، پاتې به هم همداسې درکړم .