د نيواکگرو تهديدونه او خپل منځي کشمکشونه

پرديس
 د کابل لاس پوڅى حکومت چي د خپل ژوند وروستۍ ورځي شپې سبا کوي په خپلو کي سره اړم دي، د حکومت پروني لوړ پوړي واکمن لکه د کرزي لومړى مرستيال احمد ضياء مسعود او د بهرنيو چارو وزير عبد الله عبد الله، د امنيت رئيس امر الله صالح او داسي نور ښاغلي!! چي تر پرون پوري د حکومت تر نامه لاندي د يرغلگرو په چوپړ بوخت وو له ټولو ناروا امتيازاتو برخمن وو، د شوراى نظار د داخلي رقابتونو له کبله، له واکه گوښه فهيم خان او ملگرو ئې ځايونه اشغال کړل. له همدغه ځايه وه چي د محرومۍ احساسات ئې را و پاريدل، له لاسه ورکړو امتيازاتو دى ته و هڅول چي د کرزي او د هغه د کاري ټيم په هکله خصمانه دريځ غوره او د اپوزيسيون په شکل او بڼه را ميدان ته شي، که مسايلو ته لږ په دقت سره وکتل شي د اپوزيسيون کليمه په خوله راوړل هيڅ ځاى نه لري، يو له بل سره خو له په خوله کيدل او پړه په يو بل اچول هسې بې محتوا او بې معنى خبري دي همدا اوس، اوس اپوزيسيون هم د ارگ نشينانو غوندې د يرغلگرو لخوا اکماليږي، پيسې او ټنگې له همدې لارې لاسته راوړي.
اپوزيسيون خو هغه چا ته ويل کيداى شي چي د کرزي له اساسي او بنيادي پاليسۍ سره په ضد او ټکر کي واقع وي حال دا چي دواړه خواوي د يرغلگرو په خدمت او چوپړ کي ولاړي دي، د امريکايي او ناټو وحشي فوځيانو لخوا په نيمو شپو په کورونو ورننوتل واړه او زاړه په شهادت رسول، عامه او ډليزې وژنې، د شهداو له پاکو جسدونو سره غير انساني کړنې تل ددې ښاغلو لخوا يو روا او په ځاى عمل گڼل شوى په طول د دولسو کلونو کي کله هم د عامه مظلومو افغانو په وژنه د دوى تندى غوندي ندي کونځې شوي بلکې  په وار، وار سره له اشغالگرو ځواکو څخه د شدت عمل غوښتنه کړې ده، له ټولو نه جالبه دا چي : 
عبد الله عبدالله د شمال ټلوالى مشر د کرزي په هغه خبره چي هغه ويلي وو(امريکايان د خپلو ځانگړو اهدافو او مقاصدو د سر ته رسولو په خاطر افغانستان ته راغلي...) سخت په غوسه، په خپل توند غبرگون سره ئې وويل کرزى نبايد د امريکايانو په هکله داسي خبرې وکړي ځکه داسي غير مسئولانه خبرې د نه کرزي په گټه دي او نه هم زمونږ.
همدا رنگه د کرزي دوياند پدې خبره چي (امريکايي او ناټو ځواکونه يوازې ولسي خلک وژني او کورونه بمباردوي) احمد ضياء مسعود د کرزي مخکنى لومړى مرستيال را وپاريده او سخت غبرگون ئې وښود او ويې ويل د کرزي سرنوشت به د ډاکتر نجيب غوندي وي، دا يو دوه خبرې د نمونې په شکل يادې شوې، گنې د شمال ټلوالى څرگندونې په همدي محور را څرخي.
له پيښو، واقعاتو او سياسي کړو وړو سره اشنا کسان د يادو شوو مسئلو په اوريدو سره دې نتيجې نه رسي چي د يرغلگرو تر جلب لاندې ځغليدونکو کسانو په منځ کي د اپوزيسيون کليمه اصلاً ځاى نه لري ټول د نيواکگرو په خدمت او چوپړ کي واقع دي د مزدورۍ او غلامۍ ځغل دى چي يو له بله څخه مخکي کيدل غواړي، د اپوزيسيون کليمې په خوله راوړلو به هلته صدق پيدا کړى وو، چي يو لورى د اشغالگرو پلوى او بل لورى په مخالفت کي ور سره ولاړ وى نن چي دواړه خواوې کرزى سره له خپلو ملگرو او د شمال ائتلاف چي ډبل عبدالله ئې ځان مشرگڼي تر يوه جغ لاندې د وحشي يرغلگرو په خدمت کي واقع او ولاړ دي، يو لورى هم نه د ملت په درد غمجن شوى او نه ئې هم د چا او ښکه ور پاکه کړي ده، بلکې تل ئې د وحشي ځواکونو له وحشت، دهشت او درندگۍ څخه پلوي کړى، د اسلام او افغانانو خلاف د ځناور صفته ځواکونو له وحشيانه او غير انساني کړو وړو څخه ملاتړ کړى دى د افغان غيور او مجاهد ملت جهاد او مجاهد ته يې د دښمن په سترگه کتلي دي.
کيداى شي د گټو په سريو له بل سره مخالف وي هغه هم د نيواکگرو تر سرپرستۍ او موجوديت لاندې، د بهرنيو ځواکونو په اشغال کي دواړه خواوې سره هم نظر او د يو بل په څنگ کي ولاړ د امريکا او ناټو د ملي فوځ دنده په صداقت سره سر ته ورسوله، له ډالري امتيازاتو مساوي برخمن وو، نن چي د مادي امتيازاتو، تو له يو څه سره ښکته، پورته شوي د اپوزيسيون خبرې سر را اوچت کړي دى.
کرزي ته هم پدې خبره ځان پوهول ضروري دى او هغه دا چي د ناز وخت دى تير شوى اواوه دى په يو مخيزه توگه شړيدلى ده، فساد د خپل وروستي حد ته رسيدلى، خپل سري ده د چا چي څه زړه غواړي هماغه کوي، شرام و قانون څوک نه پيژني، هر واکمن په چور او تالان سر دى، ډالر او فاميلونه دي چي بهرنيو هېوادونو ته ليږدول کيږي، همدا روان جنايات دي چي دغلاوو، اختلاسونو او رشوتونو مسابقې ته ئې شدت او قوت وربښلى دى نور څه چي تعليمي ما حول ئې له نه جبران کيدونکي بدى ورځې سره مخ کړي دي د نمونې په توگه د لوړو زده کړو وزارت يادولى شو چي د کانکور د آزموينې سوالونه څه خرڅ او څه هم د توکميزى ناولې پديدې په اساس خپل نظر و او هم مسلکه کسانو ته ورکړل شول. د غزني ولايت له خواجه ميرى، جاغوريو ولسواليو نه نيولى و دايکندي او غور ولاياتو پورې ورسيدل، ددې موضوع له رسوا کيدو سره سم د لوړو زده کړو د وزارت آى ټي (IT) څانگې مشر سليم ساعى (اهل تشيع) چي د کانکور په رسوا او له شرمه ډکه برنامه کي لاس درلود له هېواده وتښتېده.
په يوه هېواد کي چي د معارف دا بد حال وي د نورو ارگانونو او ادارو وضع او حالت به لا څه وي، د شرم په سر دا بله شرميدنه کله چي د لوړو زده کړو وزير، د استيضاح په غرض ولسي جرگې ته ور غوښتل کيږي يو شمير وکيلانو ته د بهرنيو هېوادونو برسونه د رشوت په توگه وړاندې کوي که تر څو وکولاى شي د هغوى د اعتراض خوله پدې توگه سره وربنده کړي.
هو! دا هم د  د ځوان نسل په سر يو سخت دردآوره او تباه کن گوزار چي د يرغلگرو په آخور د ولاړو څېرو لخوا وارديږي، تاسف څه چي هر با درده انسان ته پدې هکله ژړا پکار ده که نور هم زمونږ مسلمان ملت د اپوزيسيون او غير اپوزيسيون خبرو ته غوږ ږدي لويه گناه او لدې مظلوم ملت سره ستره جفا ده، کرزي خپل ورکړل شوي ماموريت سر ته ورساوه د هغه خبرې د اوريدو ړندې د يرغلگرو له څنگه څخه د رابيليدو  د غم سندرې دي چي زمزمه کوي يې زمونږ د با ايمانه او قهرمان ملت په وړاندې مزدوران منحيث کول مزدوران دي، هره څېره چي را وړاندې کيږي هغه به خامخا د خپلو بادارانو په چوپړ او خدمت کي ولاړه وي، دا لاندې باندې کيدل د موټو پرزى دي چي استعماليږي دوى به د ناولو استعمارچيانو په چوپړ کي واقع د هغوى غوښتنې به پوره کوي، همدا ئې اساسي دنده او وظيفه ده، زمونږ د قهرمان ملت روان جهاد د يوه سپيڅلي هدف په خاطر پيل شوى او انشاءالله خپلې مطلوبې نتيجې ته رسيدونکى دى او هغه دا چي له هېواد څخه د يرغلگرو ځواکونو ايستل د پرديو پلاس د تپل شوي نظام پر ځاى الهي نظام پياده کول او عملي کول غواړي، هغه خبره چي په پوره ډاډ او اطمنان سره کولى شوو هغه دا چي حکومت، د حکومت په نامه له منځه تللى، اداري نظام فلج، هر څه شړيدلي دي، خپل سري ده، په دولتي او شخصي شتمنيو تالان گډ دي، په فوځي او پوليسي ليکو کي نا اميدي او بې باوري ددې سبب گرځيدلى چي له جهادي ځواکونو سره په ارتباط ټينگولو مشر دى، ځينې فوځيان او پوليس په دي اند دي چي خپلې وسلې په يرغلگرو وچلوي د غازي او يا شهيد لوړ مقام تر لاسه کړي چي بيلگې او نمونې يې په ښکاره توگه سره را څرگنديږي که تېره اونۍ د ميدان وردگ ولايت په مرکز ميدان کي غازي فوځيانو ٢٥ تنه امريکايي فوځيان د خپلو جناياتو په سزا ورسول دا دى په پدې نږدې څو ورځو کي د پکتيکا ولايت يوه زړور غازي عسکر د شپږو (٦) تنو امريکائي فوځيانو سينې غلبيل، غلبيل کړى، همدا رنگه په ملکي ساحه کي په مرکزي سميو کي مجبور اوسيدونکي مامورين په غوڅ اکثريت له مجاهدينو سره په ارتباط  کي دي.
واقعيتونه او حقايق ددې گواهي ورکوي چي د استعمار په چوپړ کي پراته کسان د ملت لخوا رټل شوى څېرې دي چي په رنگ بدلولو سره، خپله توره او کرغيړنه بڼه نشي بدلولى، ځانونوته چي هر نوم ور کړي ملت ئې د هماغه جنايت پيشه هېواد پلورونکو په نامه پيژني، دوى خپله هم پدې پوهيږي چي د ملت په منځ کي د پښې ايښودلو ځاى نه لري،تکيه گا يې اشغالگر ځواکونه دي، دوى غوره او بهتره دا ده چي د خپلې هېواد دښمنې غلامۍ توجيه کول دې پريږدي، دخپلو تېروتنو په اعتراف کولو سره په هر شکل چي وي د جهادي ځواکونو غيږي ته چي د ملت غيږ  ده پناه راوړي او همدا ئې د بري او خلاصون لارده .