
دغه پروژه چې د امریکامتحده ایالاتو د ADT موسسې په مالي مرسته څلور میاشتې وړاندې د دې ولایت د شېخ زایدپوهنتون د زراعت پوهنځي ، په مرکز او بېلابېلو ولسوالیوکې شپږو لېسو او همداشان د زراعت ریاست د کارکوونکو لپاره د عملي زده کړې په موخه پلي شوي وه، چې د شېخ زایدپوهنتون د زراعت پوهنځي د استادانو او د ADT موسسې له لوري ګڼ شمېر محصلینو، د زراعت ریاست ۱۲۰ تنو مامورینو او د ښوونځيو لسګونو زده کوونکو ته په کې عملي زده کړې ورکړل شوې .
له همدې امله د شېخ زاید پوهنتون د زراعت په پوهنځي کې مراسم نیول شوي وو، چې په کې خوست والي عبدالجبارنعیمي ، دشېخ زایدپوهنتون ریس دوکتور ګل حسن ولېزي ،په جنوب ختیځ زون کې د اېتلافي ځواکونو قوماندان ټونر،د امریکامتحده ایالاتونو د ADT ټيم مسوولینو،د پوهنې ریس انجنیربخت نور بختیار،د خوست د امنیت امر سمونوال محمدیعقوب ، د شېخ زایدپوهنتون استادانو او محصلینو ګډون درلود.
په سرکې د قرآن پاک مبارک آیتونه تلاوت شول .
ورپسې د شېخ زایدپوهنتون ریس دوکتور ګل حسن ولېزي دپروګرام په اړه خبرې وکړې .
ولېزي وویل دغه پروګرام د خوست د ولایتي ادارې په غوښتنه د ADT په مالي مرسته پیل شوی وو، چې د څلورو میاشتو په اوږدو کې یې ۱۲۰ تنه د زراعت د ترویج مامورین ، لسګونه زده کوونکي او محصلین وروزل شول .ده وویل دا وخت شېخ زاید پوهنتون د ولایتي ادارې د ښې پاملرنې له امله په دې توانېدلی ، چې د پام وړ پروژې راجلب او پلي کړي .نوموړي د همدې له امله د خوست د ولایتي ادارې څخه مننه وکړه ، چې پوهنتون ته یې د نورو پروژو ترڅنګ د لمریزو څراغونو دنصبېدلو پروژه هم ورکړي ، چې د بشپړېدو وروسته یې دشپې له خوا دټول پوهنتون احاطه روښانه کړي ده .
ګل حسن ولېزي د یوه بل سمینار له جوړېدو هم یادونه وکړه ، چې په نږدې ورځو کې به د پوهنتون په داخل کې دایر شي او له پلازمېنې کابل څخه به هم په کې یو شمېر استادان ونډه واخلي ، د ده په خبره چې سمینارونه ، ورکشاپونه او کورسونه د پوهنتون په تدریسي پرمختګ کې اغېزناک تمامیږي .
د شنو زراعتي خونو او عملي زده کړو د پروژې پلي کوونکي انجنیرمحمدرحیم د پروژې په اړه مالومات وړاندې کړل .ده وویل دغه پروژه چې شاوخوا څلورمیاشتې وړاندې پیل شوي وه ، دا مهال په بشپړ ډول پای ته رسېدلي .چې په کې دریو ارګانونو د شېخ زایدپوهنتون ، د پوهنې او زراعت ریاستونو ونډه لرله .
انجنیرمحمدرحیم زیاته کړه ، د زراعت پوهنځي محصلینو، د زراعت مامورینو او زده کوونکو ته یې ټولې زده کړې د کمپیوټر او پروجکټور له لارې ورکړي او ښې لاسته راوړنې لري .
نوموړي وویل په پوهنتون سربېره یې په مرکز او د ځينو ولسوالیو په 6 لېسو کې شنې زراعتي خونې جوړې کړي ، د عملي زده کړو ترڅنګ یې روزل شویوکسانو ته تخمونه هم ورکړل شوي ، چې په همدې خونو کې کرل کیږي .
خوست والي عبدالجبارنعیمي د خپلو خبرو په لړ کې په فکري رغونه ټينګار وکړ ، چې په کار ده ، د پوهنتون مشرتابه او استادان ورته زیاته پاملرنه وکړي .که چېرې ذهنونه جوړ شي ، له شک پرته به ټولې شته ناخوالې پای ته ورسیږي .
نوموړي وویل د پوهنتون څخه په هر ځل لیدو باندې نوي هیلې احساسوي ، داسې هیلې چې د افغانستان په راتلونکي زیات مثبت تاثیرات لري او د هېواد څرګند پرمختګ په کې نغښتی دی .ده وویل په بشپړه شوي پروژه کې چې هر څه زده شوي وي ، په کار ده ، چې د پوهنتون څخه یې بهر نورو خلکو ته هم انتقال کړي او په دې زده کړو کې شامل شي او هغه څه چې جوړ شوي یا جوړیږي ، باید پالنه یې وشي .
ده وویل خوست له ډېرې حاصلخیزې ځمکې او باراني موسمونو برخمن ولایت دی .خو دکرهڼې په برخه کې یوازې دظرفیت لوړولو ، منظم پلان او ګډ کارکولو ته اړتیا لري .
ښاغلي نعیمي په خپلو خبرو کې د کرهڼې د پیاوړتیا په اړه لنډمهاله او اوږدمهاله پلانونه مهم وبلل.
ده وویل په لنډمهاله پروګرامونو کې باید شته امکانات د ښه کیفیت ترڅنګ وساتل شي او خپل افغاني مارکېټ ولري .چې له بده مرغه اوسمهال زموږ زیات شمېر خپل حاصلات په کم قېمت سره د نورو هېوادونو څخه په پرادیو نومونو صادریږي .
ده زیاته کړه ، په اوږدمهاله پروګرام کې ذخېروي لوی بندونه شامل دي ، چې دجوړولو لپاره به یې پوره هلې ځلې وکړي .نوموړي د امریکامتحده ایالاتو د ADT او په خوست کې د اېتلافي ځواکونو څخه د ټولو شویو مرستو مننه وکړه ، خو له دوی یې وغوښتل چې د نورو برخو ترڅنګ د شېخ زایدپوهنتون او معارف په تقویه کې ورسره لا زیاتې مرستې وکړي .ده وویل سهار یې له موټر ولیدل ،چې سلګونه زده کوونکي په سره ګرمۍ کې زده کړې کوي ، د دوی په دې لیدلو زیات خوښ شوم، چې سره لمرته یې هم خپلو زده کړو ته په پوره لېوالتیا سره دوام ورکړی ،خو نوموړي دځان مسوولیت وباله چې ښوونځي ته یې وداني جوړه کړي .
دغه رازښاغلي نعیمي په دې وروستیو کې د یو شمېرنورو ادارو ترڅنګ د پوهنې ریاست کارونه هم وستایل چې د پخوا په پرتله یې زیات پرمختګ او ښه والی کړی .خو له مسوولینو یې وغوښتل چې د پوهنې بهیر پیاوړتیا ته لا زیاته پاملرنه وکړي .
خوست والي عبدالجبارنعیمي د پوهنتون مسوولینو ته سپارښتنه وکړه ، چې د محصلینو د زده کړو د سویې لوړولو په خاطر له بېلابېلو لارو کار واخلي، دوی ته کورسونه ، سمینارونه ، ورکشاپونه او حتا د عملي کار کولو په نیت زمینه برابره کړي .ترڅو له فراغت وروسته په کار کولو کې له ستونزو سره مخ نه وي.
وروسته له پروګرام څخه خوست والي عبدالجبارنعیمي د دشېخ زایدپوهنتون ریس دوکتورګل حسن ولېزي، د پوهنې ریس انجنیربخت نوربختیار،په جنوب ختیځ زون کې د اېتلافي ځواکونو قوماندان ټونر،د امریکامتحده ایالاتونو د ADT ټيم مسوولینو، د خوست د امنیت امر سمونوال محمدیعقوب ، د شېخ زایدپوهنتون استادانو او محصلینو په ملتیا د پوهنتون د ستونزو مالومولو په موخه د پوهنتون له بېلابېلو برخو څخه لیدنه کتنه وکړه .
دغه راز یادو مسوولینو د محصلینو سره د دوی د ستونزو او غوښتنو په تړاو وغږېدل .خوست والي عبدالجبارنعیمي محصلینو ته سپارښتنه وکړه، چې یوازې د علم زده کړه کولای شي، چې انسان د پرمختګ پړاوونو ته ورسوي ، نو له دې طلایي چانس څخه ګټه پورته کړئ .خو له دوی یې غوښتنه وکړه ، چې د زده کړې پرمهال له سیاست ، قوم پرستئ او نورو داسې حرکاتو څخه چې د تعلیم مخه ډب کوي ، ځانونه وژغوري .
ښاغلي نعیمي په پوهنتون کې د بدخشان، فاریاب ، هرات ، مزار او د افغانستان د نورو ولایتونو څخه د راغلو محصلینو سره د خبرو وروسته دشېخ زاید پوهنتون د هېواد په کچه دملي یوالي سمبول یاد کړ، د پوهنتون له استادانو او محصلینویې وغوښتل چې د هرډول ناوړه تبلیغاتو مخه ونیسي او پرې نږدي ، چې پوهنتون د ناوړه تبلیغاتوله امله بدنام شي .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ :څلورم
نېټه :۱۳۹۰/۳/۴