د هندواڼې لپاره ځانگړى يخچال جوړ شو!

 نوراحمد عايل
هندواڼه چې د اوړي د موسم په زړه پورې سبزي ده او د موسم له بدلون وروسته په دې ورځو کې نوې بازار ته راغلې دي:  هغه وخت چې سړه وي ،خوږه وي او مالگه هم پرې لوېدلې وي ډېر خوند کوي. او له جل وهلو څخه مو ساتي .ځينې خلک يې په اشتباه مېوه بولي خو اصلا ً چې  ما پخوا په کتابونو کې لوستي وو  سبزي ده.
په انځور کې د هندواڼې لپاره ځانگړى يخچال وينئ چې يوۀ جاپاني پنځگر(مخترع) جوړ کړى دى.


 دا گرځنده يخچال Marugoto Tamachan نومېږي کولاى شي هندواڼه سړه کړي او هغه ځاى لپاره يې اماده کړي چېرته چې يخچال نه وي. دا گرځنده يخچال د گرځولو ,را گرځولو  لپاره دوه ټايرونه او د لاس نيولو ځاى لري.  په دې سربېره چې هندواڼه يخوي ، داسې سيستم هم پکې نصب شوى دى چې يخ شوي خواړه گرموي او گرم په هماغه حالت گرم ساتي.
دا يخچال ٦،٣ کيلو وزن لري او بيه يې ٢٣٠ امريکايي ډالر ده.