
د خوست شریفو او سوله غوښتونکو ولسونو !
په خوست کې ولایتي اداره په دې موخه پرلپسې هلې ځلې کوي ، چې د خوست په وطن مین ،عزتمند ولس ته داسې یوه ډاډمنه امنیتي اوسولیزه فضا رامنځته کړي ، چې دوی وکولای شي ، په اسانۍ سره پرته له کومې وېرې خپلې ورځنۍ چارې پرمخ بوزي او د ژوندانه له خوږ نعمت څخه سالمه او پرځای استفاده وکړي .
درنو خوست مېشتو!څرنګه چې په امنیتي ځواکونو کې ټول ستاسو اولادونه او دکورنیو غړي هېواد ته په خدمت بوخت دي .دوی ددې خاورې بچیان دي او په ټوله اسلامي ،ملي او افغاني عقیده نظامي ځواکونو ته ورغلي دي، د زړه له کومې غواړي ، چې تاسو او ګران افغانستان ته خدمت وکړي او د ټولو هغو کسانو مخه ونیسي ، چې د افغان مسلمان ولس پرضد وژونکي او ورانوونکي شوم پلانونه جوړوي او بیا یې د افغانانو په سپېڅلي خاوره کې د وېجاړتیا لپاره تطبیقوي .
تاسو یې عملاً وینۍ، چې دا ډول کسان زموږ قومي مشران، دیني عالمان ،ځوانان او بې وسه مظلومې تورسرئ په ډېر بې رحمانه ډول سره په شهادت رسوي او ترڅنګ یې د افغان ولس د نېکمرغه ژوند د له منځه وړلو په نیت ښوونځي،روغتیايي مرکزونه ، سړکونه ، پلونه او د خلکو عامه شتمنۍ د اور او ماین په لمبو سوزوي.
د دې لپاره چې په خوست کې ستاسو د آرمانونو سره سم امنیتي وضعیت کې لا ټينګښت راغلی وي، د پورتنیو ناوړعملونوڅخه د عاملینو لاسونه لنډ شوي وي ، نو په خوست کې د ګډې همغږئ مرکز په لاندې برخو کې یو شمېر مواد له تصویب وروسته له ټولو رسنیو څخه په دې ډول اعلانوي :
· ټولو هغو کسانو ته په کلکه خبرداری ورکول کیږي ، چې په خپلو دوکانونو او یا هم کورونوکې د وسلوالو ځواکونو یونیفورم لري ، په راتلونکو 48 ساعتونو کې یې امنیتي ځواکونو ته وسپاري ،که بیا هم له دې وروسته په کوم ځای کې وموندل شول ، عاملین به یې پرته له ځنډه ونیول شي او له سختې قانوني سزا سره به مخ شي .ځکه چې نظامي یونیفورم باید یوازې هغه څوک ولري ،چې په همدې لیکو کې دندې لري .
· ټول موټر چلوونکي او د نورو وسایطو لرونکي باید پرته له پېژندګلوئ څخه څوک په خپلو وسایطو کې خوست ښار ته داخل نه کړي،که د دې اعلامیې سره ، سره بیا هم چا مشکوک کسان د خپلو وسایطو څخه په استفادې سره ولېږدول ، دوی په جرم کې سم دم شریک ګڼل کیږي او بیا به د هېڅ راز شکایت حق نه لري.
· د موټرو ټول خاوندان د خپلو وسایطو څخه په سالم ډول سره پاملرنه وکړي ، که احیاناً له دوی څخه خپل وسایط ورکیږي ،نو موړی مکلف ګڼل کیږي ، چې د خپل موټر ټول مشخصات امنیتي ځواکونو ته په عاجل ډول سره ورکړي ، ترڅو له موټر څخه یې بل څوک ناوړه ګټه پورته نه کړي ، که دموټرڅښتن خپل موټر بل چا ته په واک کې ورکړ او ورڅخه په ناامنیو او یا بریدونو کې کار واخېستل شو، ټول مسوولیت به د موټر د څښتن په غاړه وي .
· که چېرې څوک ځانمرګیوبریدکوونکو، ماین خښوونکو، سړي تښتوونکو او یا هم نورو ورانکارو کسانو ته د شپې ځای ورکړي ، د دوی سره د لارښوونې ترڅنګ د یوې او بلې لارې په ځانګړي توګه په مالي برخه کې مرستې وکړي ،دوی هم په یاد جرم کې په ښکاره توګه شریک ګڼل کیږي او له سختې سزا سره به مخ شي.
· هغه څوک چې په ښار کې کرایي دوکانونه ، مارکېټونه ، سرایونه او کورونه لري، باید د ورکوونکي کس څخه بشپړ مشخصات او تضمین واخلي او د دې قرارداد یوه ، یوه کاپي امنیه قوماندانۍ او ښاروالۍ ته وسپاري او هغه خلک چې غواړي په دې کې د بېلابېلو کاروبارونو لپاره دفترونه پرانېزي ، دوی باید قانوني جواز ولري او د کاروبار اهداف په واضېح ډول سره څرګند شوي وي .
· د ټېلېفون هغه سیم کارتونه چې په قانوني ډول سره ثبت او رجسترد ونه لري ، باید ټول خلک یې له خرڅولو او اخېستلو کلکه ډډه وکړي .که بیا یې هم هر چېرې پلورونکي وموندل شول ، دمخابراتو د قانون مطابق به ورسره سخت قانوني چلند کیږي ، دغه راز ټول ټېلېفون لرونکي کسان دې خبر وي ، چې د خپلو ټېلېفونونو څخه پرځای روا ګټه پورته کړي ، که د هر چا له ټېلېفون څخه څوک تهدید او مشوش شي، آدرس یې پيداکېدونکی دی ، په هېڅ صورت به یې د سپارش او شکایت حق ونه اورېدل شي .
· په وادونو او نورو هر ډول پروګرامونو کې د هوایي ډزو کول په کلکه منع دي ، ځکه په دې سره شوني ده ، چې زیات شمېر بې ګناه خلک په وینو ولمبیږي ، که هر چېرې څوک هوایي ډزې وکړي ،امنیتي ځواکونه دنده لر ي، چې بې له ځنډه یې ونیسي ،سلاح یې ضبط کړي او عاملین یې د قانون منګولو ته وسپاري.
درنو خوستمېشتو ! هرچېرې چې هغه کسان ووینئ ،یا یې په اړه مالومات ولرۍ، چې د ولس سوکالي له منځه وړي ، بې ګناه خلک په سرو وینو لمبوي ، سړکونه ، پلونه ، جوماتونه ، مدرسې ، ښوونځي او نورې عام المنفعه پروژې په بمونو الوزوي ، د انسانانو او موټرونو اختطاف کوي، نو په دې برخه کې له تاسو څخه هیله او غوښتنه کوو، چې د خپلو امنیتي ځواکونو سره په دې اړه مالومات شریک کړئ ، ترڅو په دې سره موږ او تاسو په ګډه توګه دخپل اسلام ،مظلوم ولس او وطن په وړاندې اسلامي او ملي وجیبه پرځای کړي وي .
په درنښت
د یوه سوکاله او پرمختللي افغانستان په هیله
ورځ :دریم
نېټه :۱۳۹۰/۳/۲