په خوست ولايت كې د ډله يزوځانمرګوبريدونو پايله

 په خوست ولايت كې د ډله يزځانمرګوبريدونو په پايله كې د بريدكوونكوپه ګډون نهه كسان وژل شوي او پېنځه نور ټپيان دي، دغه بريدونه چې د خوست ولايت د ترافيكومديريت پرودانۍ شوي د سهار له څلورو بجو پيل او د ورځې تر دوو بجو پورې يې دوام وكړ،  د خوست والي وايي چې په وژل شويو كې څلور بريدكوونكوي او پېنځه سرتيري دي او په پېنځو ټپيانو كې هم يو ملكي وګړى دى.
وسله والوطالبانو د بريدمسووليت پرغاړه اخيستي او ادعاكوي چې يوه ډله بريدكونكي يې داخل كړي او ګڼ شمېر سرتيري يې وژلي او ټپيان كړي دي
 د يكشنبې په ورځ سهار نږدې څلور بجې د خوست ښار په لوديځه څنډه كې د ترافيكومديريت ته څلور بريدكوونكي چې د سرحدي پوليسو دريشۍ يې پرتن وې، ننوتلي او پر پوليسو يې ډزې پيل كړي كه څه هم په پيل كې د درنو چاودنو اوازونه هم اوريدل كيدل خو د ورځې تر دوو بجو بيا حال حال ډزې كيدې،  په همدې اړه د خوست والي عبدالجبار نعيمي او نظامي چارواكو په يوه خبري ناسته كې وويل چې دوه بريدكوونكي وژل شوي او دوو نور يې چاودنې كړي، د دوى په خبره چې له امله يې درې پوليس او دوه د ملي اردو سرتيري وژل شوي او د يوه ملكي وګړي په ګډون پېنځه سرتيري ټپيان دي.
په پېـښه كې د پروژې باغ يوه وداني چې دا مهال پكې د خوست د ترافيكو مديريت جوړ شوى وو، هم په بشپړ ډول سوځيدلې ده.
د پېښې په ځاى كې يوپوليس وويل چې له ودانۍ نه د بريدوكونكو په ډزو يو بهرنى سرتېرى هم ټپي شوى دى، خوناټوځواكونويې تايدنه دى كړى،  كه څه هم د جګړې پرمهال په خوست ښار كې ګڼه ګوڼه كمه وه او ډيرى دوكانونه تړل شوي وو، خو له دوو بجو وروسته حلات عادي شول او په سړكونو د موټر تګ راتګ هم ترسترګو كيدو.   د وسله والوطالبانو يوتن وياند ذبيح الله مجاهدوايي چې څوتنه بريدكوونكي يې د پوليسو د چټك غبرګون مركز ته داخل كړي او ادعاكوي چې سرتيرو ته يې ګڼه مرګ ژوبله  اړولې ده.