
مطبوعاتی اعلامیـــــــه
نیټه : 30/02/1390
پکتیا – افغانستان
د پکتیا ولایت مقام د تیری پنج شنبی شپی پیښه چی په پکتیا ولایت کی د سړک جوړونی په یوه کمپنۍ بريد شوی وو تر ټولو زړه بوږنوونکی پیښه ګڼی او دا پیښه په کلکو الفاظو غندی او محکوموی یی
د ولایت مقام مشرتابه هغه ډلی چی هیواد کی د رغاونی او بیارغاونی د پروژو خنډ ګرځی د هیواد اصلی او قسم خوړلی دښمنان بولی او ددوی دغه عمل په هیڅ ډول د توجه وړ نه بولی ځکه په دی پیښه کی ټول افغانان او په خاصه توکه عادی کاریګر شهیدان شوی چی د یو ګولی ډوډی د پیدا کولو په لټه کی وو
پنج شنبه شاوخوا دوه بجی د شپی د هیواد د دښمنانو لخوا د سړک جوړونی په یوه کمپنۍ وسله وال برید وشو چی د سړک جوړونی کمپنۍ له متقابلی حملی سره مخ شول ، په دغه دوه ساعته وسله واله نښته کی د یادی کمپنۍ ۳۵ کارکوونکی وژل شوی ، ۲۸ تنه یی ټپیان او یو شمیر وسیایط یی هم له منځه وړی دی
په دغه اخ و ډب کی وسله والو مخالفینو ته هم مرګ ژوبله اوښتی چی د لمړنیو معلوماتو له مخی اته تنه وسله وال مخالفین هم وژل شوی دی
د سرک جوړونی دغه کمپنۍ ګلاسکی سکای نومیږی چی دمګړۍ یی له وزی ځدراڼ ولسوالۍ څخه تر سید کرم ولسوالۍ پوری پر ۳۵ کیلومتره سړک کار کاوه چی بودجه یی په پکتیا کی میشت د بیا رغاونی ډلی لخوا ورکول کیږی
که څه هم دغه سیمه له مرکز کردیز څخه لری پرته سیمه ده د ولایت مقام سیمی ته پلاوی لیږلۍ ترڅو د پیښی څرنګوالی معلوم او په اړه یی تحقیقات وکړی
د پکتیا ولایت مشرتابه دغه پیښه یو ځل بیا محکوموی د پیښی قربانیاتو ته فردوس جنت ، ټپیانو ته عاجله شفا او کورنیو ته یی د الله پاک له دربار څخه د زغم غوښتونکی دی ♯♯♯
د لا زیاتو معلوماتو لپاره ۰۷۰۵۵۶۰۵۶۰
روح الله سمون
د پکتیا ولایت ویاند