
نوراحمد عايل
د ايټاليا د فرهنگي ميراثونو کارپوهان په دې بريالي شول چې د نړۍ د مشهورې تابلو (موناليزا) ،چې ليوناردو داوينچي رسم کړې ده؛ په سترگو کې ددې رنسانسي انځورگرليوناردو داوينچي د نوم دسر تورى او دکورني نوم د سر تورى ومومي.
د ليوناردو داوينچي له دې تابلو څخه ٥٠٠ کلونه تېرېږي ،چې انځور شوې ده؛ خو ٥٠٠ کاله وروسته هم په دې تابلو کې کارپوهان گوري چې په نړۍ کې بې جوړې نقاش (ليوناردو داوينچي) په دې تابلو کې نورې څه کانې او اسرار پټ کړي دي.
خو اوس د ايټاليا د تاريخي، فرهنگي او چاپېريالي ميراثونو د ساتنې او ارزيابي د کمېټې کار پوهانو په څېړنو کې معلومه شوه،چې د موناليزا په سترگو کې د ليوناردو داوينچي دنوم د سر توري وجود لري.
ددې پوهانو په وينا: په عادي سترگو د موناليزا په تابلو کې د داوينچي نوم نه ليدل کېږي خو د انځور په غټېدو په پوره ډول معلومېږي چې د موناليزا په ښۍ سترگه کې (چپ د هغه چا لپاره چې تابلو ته گوري، د LV توري ليدل کېږي چې د ليوناردوداوينچي د نوم د سر توري دي او نوموړي به د لاسليک په توگه ليکل.
دې څېړونکو خبريالانو ته په خبرو کې وويل: موږ ډېر کوچني جزيات تر ازموينې لاندې ونيول ، دا ټولې ازموينې تائيدوي چې دا نښې نشي کولاى يوه تصادف او يا هم يوه تېروتنه وي، بلکې موږ په دې باوريوو، چې خپله ليوناردو داوينچي په قصدي توگه خپل نوم د موناليزا په تابلو کې ليکلى دى.
(د ژوکوند موسکا تابلو) ليوناردو داوينچي په ١٥٠٣ زېږدي کال انځورکړې.
اوس مهال د فرانسې د لوور په موزيم کې ساتل کېږي.