غايبانه واده


وریدلی به مو وی چی د فلانی پاچا ، پیر ، خان، ملک، او امیر د فلانی سیمی خلکو غایبانه جنازه وکړه او په جنازه کی په سوونو نه بلکی په زرونو خلکو برخه اخستی وه د جنازی په مراسمو کی یی د سیمی دینی عالم پوره دوه ګړی خبری او ویناوی وکړی او د مرحوم په تیر ژوند یی پوره رڼا واچوله او مرحوم یی ددی وړ وباله چی دده  د خدمتونو په بدل کی لازم وګڼل شول چی د مرحوم غایبانه جنازه  ادا شی ، زه د داسی څو غایبانه جنازو شاهد یم چی یوه د پاکستان د ترور شوی ولسمشر جنرال ضیاءالحق جنازه وه او بله پدی نیژدی ورځو کی د پنډی خلکو د اسامه بن لادن غایبانه جنازه وکړله د غایبانه جنازی شرعی بنسټ که وګورو نو په نبوی سنتو کی یی لار او درک شته او هغه ځکه چی د نبی کریم صلی الله علیه وسلم د اسلام په لومړنیو وختونو کی د حبشی په پاچا نجاشی باندی غایبانه جنازه اداء کړی وه او دا ځکه چی نجاشی د اسلام ددین سره مخالفت نه وو کړی او په پټه یی اسلام قبول کړی وو، او د نبی کریم صلی الله علیه وسلم د استازی سره یی بد رویه نوه کړی. نو کله چی نجاشی مړ کیږی نو سرور کاینات لازم بولی چی د نجاشی غایبانه جنازه وکړی، او په غایبانه جنازه کی خو مړی ته د بښلو ددعا لاسه پورته ګیږی نوره خو خاتمه پټه وی که خدای بښی او که نه ، او بله دا چی د مړی شتوالی هم ضروری نوی ځکه د لمونځ نوم غایبانه نومول شویدی.
 راځو دیته چی کله مو د غایبانه واده خبره اوریدلی  او که نه ؟ او تاسو به هم پدی سوچ او اند کی یاست چی غایبانه واده یعنی څه؟ ایا واده هم غایبانه کيږی ؟ خو زه په خبل ژوند کی د څو غایبانه ودونو شاهد یم او دا خبره واقعیت هم لری خو زه نه غواړم چی د خلکو نومونه واخلم خو غواړم چی د ټولنی او وخت  دا ناخوالی ستاسو مخی ته ګیږدم ، د پیښور پاکستان د وښو پل خبره می کوله ۲۰۰۴ کال وه چی د یوه واده بلنلیک می تر لاس کړ په سبا یی د څو نورو دوستانو سر یو ځای د واده ځای ته لاړو، د یوه ساعت وروسته ورسیدو د دود او رواج له مخی د بلوونکی له خوا راته تود هرکلی وویل شو او د خاصو میلمنو ځای ته بوتلل شو، شیبه وروسته ډوډی راوړل شوه او مونږ یی خوړولو ته وبلل شو، د ډوډی د خوړلو په اوږدو کی د واده واله ورور انار ګل می تر څنګ کښناست او یو ځل بیا یی زمونږ د راتګ څخه مننه وکړه ، ددی لپاره چی زه ورسره خبری غبرګی کړم نو پوښتنه می تری وکړه چی ناوی مو راوړی ده ؟ انار ګل راته وویل هو ناوی خو ډیره لری وه د افغانستان په شمال کی وه ناوی مو دوی ورځی مخکی راوړی ښه په سنت طریقه می کار رانیولی دی ، ما ورته په ځواب کی وویل ښه ډیره ښه... خدای دی اجر درکړی ښه  کار مو کړی دی، ددی څخه وروسته می وپوښتل ځونډی ګل چیرته دی (د واده ځلمی) ورور یی را ته وویل هغه خو په لندن کی دی ما  ژر ورغبرګه کړه په لندن کی ؟ په لندن کی اوس د واده په ورځ ! هلته څه کوی ؟ ولی واده ته ندی راغلی ؟  وروو یی راته وویل نه واله هغه بیچاره خو دری کاله مخکی لندن ته تللی دی تر اوسه یی ویزه ، هغه د کډوالئ اسناد ندی ورکړی، نو ځونډی ونه شو کولای چی په خپل واده کی برخه واخلی ، نو سم دلاسه ما تری پوښتنه وکړه چی واده به مو نه کاوه کله چی ځونډی راغلی وو بیا به مو د واده سرسشته نیوله وه، انار ګل راته وویل وروره اوس هم ډیر وخت د ځونډی کوژده د پلار په کور کیناسته د پښتو وطن دی خلکو نور پیغور راکولو چی د واده وسه نلری دری کاله وړاندی د سدو اکا لور دځونډی په نامه کړی ده او تر اوسه پوری د پلار په کور ناسته ده  نو ځکه دیته اړ شو چی خپله حیا او ناموس تر کوره کړو خدای مهربان دی ځونډی به هم خدای راولی او مونږ به خپله حیا او ناموس تر کوره کړی وی!!!!.
شیبه وروسته ډوډی خلاصه شوه انار ګل په لوړ اواز وویل د ټولو دوستانو څخه ډیره  مننه چی زمونږ سره یی په دی خوشالی کی ګډون وکړو او مونږه یی په خپل راتګ خوشاله کړو ، دوستانو مونږ ناوی راوړی ده که څوک په خبل خوښه زمونږ سره  بیګاه ته پاتی کیږی مونږ پری خوشالیږو او که څوک ځی نو زمونږ له خوا ورته اجازه ده تللی شی ، ما او راسره ملګرو یو بل ته وکتل او هوډ مو وکړو چی د انارګل څخه اجازه واخلو او بیرته کورونو ته راشو، انارګل ته مو یوځل بیا د ځونډی د واده مبارکی وویله او اجازه مو تری واخسته، د وښو پل څخه د حیات ا باد په لور راهی شو، د لاری په اوږدو زما ملګری عارف سنګین را څخه وپوښتل ، وروره ځونډی خو مونږ ونه لید چی د واده مبارکی مو ورته ورکړی وه، ما ورته وویل ورورجانه ځونډی خو په لندن کی دی او خپل واده ته نه دی راغلی ، سنګین وویل په لندن کی اوخپل واده ته ندی راغلی دا ولی ؟، ما ورته وویل چی د ځونډی ورور انارګل راته وویل چی ځونډی ته د لندن چارواکو دکډوالئ اسناد ندی ورکړی او تر څو چی ده ته د کډوالئ اسناد ور نه کړی ځونډی نه شی راتللی ، سنګین راته  را غبرګه کړه او وویل وروره دا خو  سم غایبانه واده وو مونږ خو د غایبانه جنازی د ملایانو څخه اوریدلی خو د غایبانه واده مو نه وو اوریدلی د ځونډی واده خو سم غایبانه واده ده ، او بله دا چی د ناوی ټول حقوق یی د پښو لاندی کړل او دا ځکه چی په ټول ژ‎وند کی خو ښځه یوځل ناوی کیږی او هغه هم د خپل خاوند لپاره او که دوهم ځل ناوی شی بیا به پکی دا خوند او څرنګوالی نوی ، نو چی ځونډی نوی ددی ناوی بیچاره خو ټول ارمانونه او هوسونه  د خاورو سره خاوری شول، نو زه د سنګین صیب ټولو خبرو ته ښه غوږ ووم او په ښه غور سره می واوریدی او زه هم د سوچونو دنیا ته ورننوتی ووم سنګین غږ راباندی وکړ او وویل ته خو څه ووایه بالکل کلپ او کلی شوی ، ساه می واخسته ورته مو وویل وروره ستا ټولی نیوکی پر ځای دی او دا هم درسره منم چی داسی ودونو ته بل څه نوم نه شو ورکولی یواځی  او یواځی غایبانه واده ورته ویلی شو ،  خو زه یواځی دومره وایم چی دا ټولی ناخوالی چی نن یی زه او ته ګورو دا ټولی زمونږ د ټولنی د بی وسی او ناچاری ترجمانی کوی  او دا ځکه چی که د ځونډی اقتصادی حالت ښه وه نو ځونډی به لندن ته د سختو او بی مروته مزدوریو لکه د پیزا ویش ، لیف لیټی کول ، د سپیو وینځل او داسی نورو سختو کارونو  لپاره نه تلو، بله دا چی زمونږ په هیواد کی خو بیخی د کاروبار درک نه لګی نو ځکه مو ځلمی او تنکی ځوانان دیته اړ شی چی  پردیو هیوادونو ته مخ کړی تر څو د ژوندی پاتی کیدلو لپاره  دځا ن او کورنی لپاره څه وګټی او بله دا چی که ستا او زما د هیواد دا روان ناورین همداسی اوږد شی نو دا خو یو غایبانه واده ده ، د داسی لسګونو او سل ګونو غایبانه ودونو شاهدان به زه او ته وه اوسو.
سنګین ته که هر څومره ما د ځونډی د نا چاری او بی وسئ دلایل مخی ته کیښودل ده راسره و نه منل او راته وویل وروره دا کوم دود او کومه انانه ده چی ناوی دی دلته او ناوک دی په لندن کی وی او واده دی هم تر سره شی او دا دی هم معلومه نوی چی ناوک یوکال وروسته راځی او که لس کاله وروسته ، زما او د سنګین بحث  لا خلاص نوو چی په کرځنده تلیفون را ته زنګ راغی او زما د یو بل دوست  حنیف د موټر د ټکر خبر یی راکړ زه او سنګین دواړه د روغتون په لور په بیړه روان شو او زمونږ بحث پاتی ته ورسید.
څو کاله وروسته خدای می دی غاړه نه بندوی څلور او یا پنځه کاله به کیدل چی انار ګل می د شکردری ولسوالی په انګړ کی ولید د روغ او ناروغ پوښتنه مو سره وکړه ناڅاپه می د ځونډی واده را په یاد شو او پوښتنه می تر وکړه چی ځونډی خو به ښه وی؟ راغلی خو به نه وو؟ انار ګل راته وویل ځونډی خو دری څلور میاشتی مخکی راغلی دی ښه دی خوشاله دی ، ما تری پوښتنه وکړه چی د واده وروسته یی دا اول ځل راتګ وو انار ګل راته وویل هو واله د هغه بیچاره خو د کډوالئ داسناد موضوع وه کله چی د لندن حکومت ده ته دکډوالئ اسناد ورکړل نو دده پښی خلاصی شوی او راغی نو اوس دلته دی او ساعت یی تیر دی ، پوښتنه می تری وکړه چی بیرته خو به نه ځی انار ګل راته وویل وروره ولی نه بیرته روان وو خو میرمنی یی دده د لندن دحکومت د کډوالئ ټول اسناد سوزولی دی او اوس انار ګل د یوی ستونزی سره مخ شوی دی ځکه چی ددی اسنادو کاپی هم ورسره نشته او د لندن حکومت یی اوس د کډوال په ټوګه نه منی، ده ته په ځواب کی ما وویل چی ځونډی ته وه وایه چی ددی میرمنی ډیر حقوق ځونډی د پښو لاندی کړی دی او نور بس د ه د لندن نه دی تیر شی او په خپل هیواد کی خواری او مزدوری وکړی او پښتانه وای چی : د کور ګټی که د لاهور ګټی ، او شکر دی اوسمهال زمونږ په هیواد کی هم ښه کاروبار پیداکیږی همدلته دی کوښښ وکړی او زیار دی وباسی، انار ګل راته وویل وروره ګل خبری دی وکړی خو د ځونډی خیالات ډیر لوړ او اوچت دی هغه اوس نه غواړی چی د خاور او خټو په کوټی کی ژوند وکړی هغه د لندن د ژوند ډیر ټوصیف کوی او وای چی په هر قیمت کیږی زه بیرته ځم ، ما ورته وویل چی خدای دی دده انصاف روزی کړی پوره  اته کال وشول چی ده کوژده  او واده کړی دی او ټول ټال یی د خپلی میرمنی  سره څلور میاشتی ګډ ژوند وکړ او اوس بیرته روان دی ، د ځونډی میرمن خو زه هیڅ نه ملامت ووم چی دی د ځونډی د کډوالی ټول اسناد سوزولی دی او دا ددی حق هم دی او ښه کار یی هم کړی دی  مونږ لا خبری خلاصی کړی نوی چی د ولسوالی ساتونکی غږ کړ انار ګل دی راشی او خپله تذکره دی د ولسوال صیب څخه واخلی انارګل په بیړه ورمنډه کړه او زمونږ خبری په همدی ځای کی وشکیدی.
درنو  لوستونکو په پورتنی کیسه کی می د خپلی افغانی ټولنی یو دردونکی حالت انځور کړیدی او د بیلګی په ټوګه می ستاسو سره شریک کړ، خو زه په دی بارو لرم چی زمونږ افغانی ټولنه دا داسی سلګونو دردونکو حالاتو شاهده ده او زه په پوره ډاډ دا ویلی شم چی زمونږ هر کلی او هره کوڅه به د داسی کیسو څخه په امن نوی  ،  خو زه د داسی ستونزو د حل لپاره دا لاندی وړاندیزونه کوم او هیله لرم چی زمونږ ټول هیوادوال یی را سره ومنی تر څو وکولای شو چی دی ستونزو ته د پای ټکی ګیږدو او ځان ور څخه خلاص کړو.
وړاندیزونه:
·         د هر څه د مخه د افغانستان په حکومتی چار واکو دا غږ کوم چی د هیواد په دننه کی د خپلو خلکو لپاره د کار او کسب زمینه برابره کړی تر څو بهر ته د افغانانو غیری قانونی بهیر ودریږی او افغانان په کور دننه د یوی کپی حلالی روزی خاوندان شی.
 
·         ټول افغانان په خاصه توګه تنکی ځوانان د بهر د تللو پر ځای باید د هیواد په دننه کی پاتی ، پوهنی او زده کړی ته مخه کړی پدی اقدام سره به یی د یو اړخه تعلیم کړی وی او د بل اړخه به یی د خپل هیواد چوپړ کړی وی ، او په بهر کی به د سختو او بی مروته کارونوڅخه هم خلاص شوی وی.
 
·         هغه ځوانان چی غواړی چی هرومرو بهر ته لاړشی نو دوی دی بیا دیته زړه نه ښه کوی چی کوژده او یا واده وکړی او د دوی کورنئ دی هم د دوی د واده اقدام نه کوی ، کله چی دا ځوانان ښه په خپلو پښو ودریدل او د ګډ ژوند لپاره  ورته ښه زمینه برابره شی بیا دی کوژده او واده وکړی، که چیری داسی وشی نو یو خو به یی  د چا حقوق نوی د پښو لاندی کړی او هم  به یی  ازار نه وی اخستی او بله دا چی ددی ځوانانو فکر او خیال به هم چیرته بند  شوی نوی او  بس خپل کار ته به یی فکر وی.
 
·         هغه ورونه چی بهر ته تللی دی او کوربه هیوادنو تر اوسه پوری د کډوالۍ اسناد ندی ورکړی او دلته یی په هیواد  کی میرمن او کوچنیان تر شا پریښی دی هیله ورڅخه کوم چی  پخپلو بچیانو رحم وکړی او  څومره ژر کیدای شی خپل پلارنی هیواد ته راستانه شی پدی اقدام سر به یی د خپلی میرمنی او پچیانو حق ورکړی وی او د حقوقو د  غاصبینو د ټولګی څخه به وتلی وی او خپلو بچیا نو ته به یی سالمه تربیه هم ورکړی وی.
 
·         ټولو والیدینو ته وړاندیز کوم او ورته وایم چی د زړه ټوټی مو د سختو کارونو لپاره په غیری قانونی توګه  بهر ته می لیږی دا کړنه ستاسو د اولادنو استعدادونه وژنی او ستاسی اولادونه هر قانونی او غیری قانونی کار ته لاس اچوی ان تر دی پوری چی د مذهب او عقیدی تر پولو هم ها خوا اړوی، نو کچیری تاسو  د خپلو بچیانو بهر ته د لیږلو مخه ونیسی او لیږل ودروی پدی سره  به تاسو د خپلو اولادونو د بی لاری مخه نیولی وی او  خپل لوی مسوولیت به مو سرته رسولی وی.
 
·         په اخر کی د ټولو افغانانو ورونو څخه هیله کوم چی ددی کیسی د لوستلو وروسته  خپل لاسونه د کایناتو د څښتن په دربار کی لپه کړی او د زړه له کومی ورڅخه وغواړی چی نور مونږ ټول افغانان ددی ناخوالوڅخه  خلاص کړی او په کور دننه مو د یو کپی ډوډی خاوندان کړی، رب العزته مونږه ټولو ته هوسا او سر لوړی ژوند را . امین او ثم امین.
     
لیکوال : عبدالرحمن الفت (محمودي)
نیټه : ۱۸/۰۵/۲۰۱۱  برابره ۲۸/۰۲/۱۳۹۰