په خوست کې کانټينري موټرونو ته قانوني  اسناد ورکول کيږي .

 دا څرګندونې د روان لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۸ مه نېټه د خوست ولایت مقام د غونډو او کنفرانسونو په تالار کې د خوست د والي ویاند مبارزمحمدځدراڼ د بېلابېلو رسنیو مسوولینو او خبریالانو په وړاندې د یوې مطبوعاتي ناستې پرمهال په ډاګه کړې .
ځدراڼ وویل ، څو میاشتې وړاندې په پلازمېنه کابل کې د وزیرانو شورا پرېکړه کړي وه ، چې په ټول هېواد کې باید هغه موټر ونیول شي ،چې د نورو هېوادونو څخه د پرزې په نوم راغلي او بیا یې بېرته د موټرو په شکل ترمیم کړي دي او وروسته له نیول کېدو دې یاد موټر د پخوا په څېر پرزه شي .
ویاند وویل که څه هم چې دغه پرېکړه د هېواد په ځینو ولایتونو کې تطبیق شوه ، خو دوی په کې پراخې هلې ځلې پيل کړې ، ترڅو په دې ولایت کې شته بې اسنادو موټرو ته  بېرته د حل یوه لاره پيدا کړي .
مبارزمحمدځدراڼ زیاته کړه، چې د ولایتي ادارې رهبرئ  ځکه په دې لاره کې نه ستړي کېدونکي هلې ځلې وکړې ، چې په خوست کې  دغه کانټينري موټر اکثره له بې وزله طبقې سره وو او دوی د نرخ کموالي ته په پام سره  د خپلو مشکلاتو د هواري په موخه اخېستي وو.
د مقام ویاندوی د خپلو خبرو په لړ کې وویل ، چې دڅو میاشتو په اوږدو کې د خوست والي ښاغلي عبدالجبارنعیمي په وار ، وار مرکز کابل کې د کابینې له وزیرانو څخه رسمي غوښتنې کړي ، چې د کانټينري موټرو په قانوني کېدلو کې دې د خوست له ولس سره خپله لورینه په اثبات ورسوي .
چې په دې وروستیو اخرو میاشتو کې یې کابل ته د څوارلس کسیز پلاوي په لاس هم په دې برخه کې ځانګړي پېشنهادونه او غوښتنې ورکړي وې ، چې له وزیرانو او حتا د افغانستان له ولسمشر حامدکرزي سره یې مطرح کړي او  دخوست  د اوسېدونکو سره د شته بې اسنادو موټرونو لپاره قانوني اسناد ورکړل شي .
چې د ده په خبره بالاخره د د ډېرو هلو ځلو وروسته د ولایتي ادارې په نوښت د وزیرانو شورا د دویم ځل لپاره  د یوې مصوبې له مخې پرېکړه وکړه ، چې د ۶ میاشتو په موده کې دې په خوست کې شته کانټينري موټرونه محصول او قانوني اسناد دې ورکړل شي .
د والي ویاند مبارزمحمدځدراڼ په دې اړه په خوست کې د یوه ځانګړي کمیسون دجوړونې خبر ورکړ، چې د خوست ولایت د مستوفیت ترمشرئ لاندې به په نږدې ورځو کې عملي کار پيل کړي .چې د ګمرک ریاست، ملي امنیت ، امنیه قومانداني او د ټرافیکو مدیریت به یې د کمیسون غړي وي .
نوموړي د دې کار په ترسره کولو سره د خوست ولسونه ته مبارکي ووېله او هیله یې وښوده ، چې د موټرو څښتنان  د ۶ میاشتو په موده کې موجوده موټرونو ته قانوني سندونه ترلاسه کړي .
همداشان دولایت د مقام ویاند مبارزمحمدځدراڼ د مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې د دې ولایت د ګمرک په عوایدو کې د زیاتو لوړېدلو یادونه وکړه .
ده وویل د ۱۳۸۹لمریزکال د  ولایتي ادارې  رهبرئ  ارزو وه ، چې د خوست د ګمرک عواید د پام وړ زیات شي .ده زیاته کړه ، په هر هېواد کې د عوایدو د لاسته راوړلو په برخه کې ګمرکات مهمې سرچینې بلل کیږي .چې له امله یې د یاد مملکت د اقتصادي پرمختګ په پياوړتیا  او د ټولنیزو ستونزو په له منځه وړلو کې مهم رول لوبوي .
چې له همدې امله د ۱۳۸۹ کال راهیسې ولایتي ادارې جدي هلې ځلې کړي ، پیل کړي ، چې د ګمرک د عوایدو لپاره داسې یوچوکاټ رامنځته شي، چې له مخې یې دټولو ضایعاتو مخه ونیول شي ، په چارو او اجرااتو کې شفافیت رامنځته شي او ترڅنګ یې د عوایدو ګراف پورته ولاړ شي .
ده د خوست ولسونو ته د زیري په ډول وویل چې د ۱۳۹۰ کال د حمل په لومړنۍ میاشت کې د خوست د ګمرک عواید ۷۲ ملیونه افغانۍ او د ثور میاشتې په ۲۶ ورځو کې( ۸۸۳۹۷۱۱۰ ) اته اتیا ملیونه ، درې لکه ، اوه نوي زره ، یوسلو لس افغانۍ عواید تر لاسه شوي د ي، چې دخوست په تاریخ کې ساری نه لري .
ځدراڼ په خپلو خبرو کې دا دې خوست د ولایتي ادارې ، ولس او د افغانستان د نظام لپاره لویه لاسته راوړنه او افتخار وباله .
نوموړي د ګمرک د عوایدو د لوړوالي لاملونه په ادارو کې د اصلاحاتو د سمون راوستل، د مکافاتو او مجازاتو د سېستم رواجول ،دضایعاتو مخنیوی او نورې لارې چارې په ګوته کړې .
ده زیاتوله ، نورې هم هلې ځلې روانې دي ، چې په دې برخه کې لازیات پرمختګ وکړي  او په دې کې له ټولو ولسونوپه ځانګړي توګه د ملي سوداګرو هیله لري ، چې د ګمرک په چوکاټ کې ورسره په ټولو اصولي  او قانوني لارو چارو کې بشپړه همکاري وکړي .
دیادونې وړ ده ، چې د تېر یو کال راهیسې په ټولو ادارو کې د عوایدو ګراف لوړ تللی ، چې لامل یې په ادارو  کې د قانون تطبیق  او په چارو کې د  سمون راوستل دي .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ :پنځم
نېټه :۱۳۹۰/۲/۲۸