
د يو شمېر ولسوالانو د تبدیلېدلو په اړه د ولایت مقام اعلامیه
لکه څرنګه چې د۱۳۸۹ کال راهیسې د خوست ولایتي ادارې رهبرئ د خلکو د غوښتنو سره سم هوډ کړی ، چې په ټولو ادارو کې به داسې بدلونونه رامنځته کوي ، چې له امله به یې د خوست شریف ولس ته لازم او ضروري خدمات وړاندې کیږي .دغه راز ولایتي ادارې رهبري همېش په دې ټينګار لري ، چې زموږ ټولې ادارې باید یوازې ولس ته دخدمت کولو روحیه ولري او شپه ورځ د خلکو ته د سوکاله او پرمختللي ژوند په موخه هر ډول قربانۍ ورکړي .
همدې ټکي ته په پام سره مودخوست ولایت د شپږو ولسوالیو په مشرتابه مسوولینو کې د چارو د بهبود او لا پرمختګ په خاطر بدلونونه راوستل.ترڅو هر یو ولسوال د خپلو ترلاسه شویو تجربو له مخې ولس ته د ورسپارل شویو مسوولیتونو په اساس ښه او مواثر خدمات عرضه کړي .
هغه ولسوالان چې له یوې ولسوالۍ څخه بلې ولسوالۍ ته تبدیل شوي په لاندې توګه ښودل کیږي.
- ولي شاه همت چې پخوا د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوال وو، اوس مهال د ګربزو ولسوالۍ ته د ولسوال په توګه معرفي شو.
- دولت خان قیومي چې د تڼیو ولسوال وو، دی د صبریو ولسوالۍ ته وروپېژندل شو.
- محمداکبرځدراڼ چې د څو کالونو راهیسې د ګربزو ولسوال وو، نوموړی د اسماعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ ته د ولسوال په توګه معرفي شو.
- زرمعید چې د صبریو ولسوال وو، اوسمهال د موساخېلو ولسوال وټاکل شو.
- سېداحمدوفا چې د دوه منده شمل ولسوال وو، اوسمهال د تڼیو د ولسوال په توګه وګمارل شو.
- حسېن جان شېرزوی د دوه منده شمل ولسوالۍ ته د ولسوال په توګه وروپېژندل شو.
دوی ټولو ته په کلکه دنده وسپارل شوه ، چې په هره سیمه کې د دیني عالمانو، قومي مشرانو، د سیمه ایزه شوراګانو او اوسېدونکو سره د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د هغې ټاکل شوي پالېسې له مخې چلند غوره کړي ، چې په کې خلکو ته د ډاډمن امنیت د ټينګښت او پرمختللي ژوندانه د زمینې برابرول دي او همېش باید له خپلو دیني ، ولسي او ملي ګټو څخه مدافع ووسیږي .
په درنښت
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ :پنځم
نېټه :۱۳۹۰/۲/۲۸