
( چهار شنبه د غویی ۲۸مه ) په پکتیا کی سږ کال ۲۶۸۵۴۴ مثمر او غیر مثمر نیالګی په مختلو ولسوالیو او مرکز کی ایښودل شوی چی ۳۳۶۷ جریبه ځمکه یی پوښلی ده
دا خبری نن د کرهنی ریاست مرستیال د ولایت مقام د پی ډی سی یا ولایتی پرمختیایی غونډی ته وکړی
نوموړی وویل چی ۲۹ جریبه ځمکه په پټان ، ۲۰ جریبه په څمکنیو ، ۵۵ جریبه په احمد خیلو ، ۱۱۰ جریبه په اریوب ځاځیو ، ۱۴ جریبه په میرزکه ، ۳۰۴ جریبه په سیدکرم ، ۶۴۷ جریبه په احمد ابا ، ۵۰۲ جریبه په زرمت ، ۱۱۰ جریبه په وزی ځدراڼ او ۱۳۵۷ جریبه په مرکز ګردیز کی باغونه جوړل شوی دی
د دی نیالګیو په ورکړه کی ( ای ، ډی ، ټی ) د پکتیا بیا رغاونی ټیم چی د کرهنی په برخه کی کار کوی مرسته کړی ده
همدا رنګه د پی ډی سی غونډی ته سلاکار وزیر او د پکتیا والی ډګر جنرال جمعه خان همدرد په خپلو خبروکی د پکتیا امنیتی وضعیت ښه و ارزاوه او وی ویل چی د کار زمینه ښه برابره ده او له ډونر اجنسیو یی وغوښتل تر څو خپلی د بیا رغاونی پروژی چټکی کړی
په غونډه کی د مچلغو د بند قراردادی تر کلکو پوښتنو راغی چی ولی یی د بند کار تراوسه په رسمی بڼه نه دی پیل کړی نوموړی ته د پکتیا والی ښاغلی همدرد لخوا خبرداري ورکړل شو که په یوه میاشت کی دننه خپل کارپه رسمی بڼه پیل نکړی نو قانونی چلند به ورسره وشی .
روح الله سمون