هغه غر، هغه سيورى


داستاد روهي په مړينه:

ـ
ډک جام مــــــۍ له منــــــــګولــــــــــــــو د جانان ونړېده
يو ستــــــــــــــورى له لمنــــــــــــې د اســــمان ونړېده
دا شـــــــپې به دکيســــــــــــــو دزمانې راته څوک راوړي
اى عــــــــــــــشقه چــــــــــــــــې رباب د ادم خان نړېده
يوشين قامت چې ړنګ دى اويوشين سيورى چې نه شته
يو ګـــــــــــټ مې له دې غـــــــــــــره نه د افغان ونړېده
حيران يم د غـــــــــزل شبنم به خـــــدايه چېرته تم شي
زموږ چــــــــــې د شعــــــــــــــــــــــرونو سايبان ونړېده
ځولــــــــــــــۍ به څنګه ړنگه د پښــــــــــتو دابۍ نه وي
يو غر غوندې روهـــــــــــي د روهســــــــــــــــتان ونړېده

د ١٣٧٥ل کال غبرګولى