پسرلي شو، پسرلى شو
پسرلى مې مساپر پر کاله راغى
پسرلى مې چې کري
ګلابي حورې
پسرلى مې چې دخداى
له مهربانو سترګو ووري
پسرلى شو، پسرلى شو
هره لوېشته د وطن مې
دنرګس ډکه کمڅۍ شوه
هره لښته مې دکلي
تکه شنه د جنت څانګه
غنمي وږمې په زلفو
غرنۍ کوترې راغلې
د هوسيو لوڼې ناڅي
د شنو دښتو پېغلتوب ته
پسرلى شو، پسرلى شو
د لمر سرې تورې يې ښکل کړې
لمبوي درڼا ناوې
غوڅوي دشپې رګونه
کري دښتو داسمان کې
د انځرو شنه باغونه
سپوږمۍ سپين رباب اخيستى
راڼه ستوري نڅاګر شول
پسرلى شو، پسرلى شو
تودوي مې سړې مينې
زوړ خمار پر عقل ولم
سدمې اخلي د تاک وينې
ګناهکار ساقي ته ناست يم
راکوي جنتي ((پينې))
هره پاڼه د هر ګل مې
دې ياغي سرته پګړۍ شوه
هر يوکاڼى مې ګلاب شو
هره پرخه مې غوټۍ شوه
وروستي