مهارت په هر کار کې لرل اړين دی ځکه چې بې مهارته انسان هیچ کله نه شي کولي ځان يو هدف ته ورسوي . ژوند او مهارت دوه داسې الفاظ دی چې بو د بل سره ډیره نيږدي اړيکه لري ژوند کول پرته له مهارت څخه ناشونې ده ته يوازې د مړې په څېر ژوند کوي هیچ کله هم د خوښې احساس لاس نه درکوي هميشه د تيارو سره لاس او ګريوان کېدل دی . ژوند د مهارت په درلودو سره پرمختګ کوي د ځان ژغورلو لپاره مهارت ضروت ده هر څه په ژوند کې پر مهارت پورې تړلي دی.
مهارت خپله په يو کار کې ځان برلاسې ته ويل کيږي یوازې ته په دې کار کې ښه هنر ولرئ نورو ستا نه اوچت نه وي هر څه ستا په لاس کې وي ته کامياب بلل کيږي . مهارت يو خدايي استعداد دی په ټولو کې دا ځانګړنه نه وي لږو ته په ډالۍ کې مهيا کيږي په کمو وګړو کې دا شان استعدادونه موجود وي دا ډول انسانان فوق العاده فکر څخه برخمن وي چې ځانګړنې يې خاص دی.
په ډېر برخو کې له مهارت څخه ګټه اخستل کيږي د بيلګې په توګه د پخلي ځانګړې مهارت يا په وياندويي کې ځانګړي مهارت ښې بيلګي دی همدا راز دې ورته نورې بيلګې هم شتون لري چې توجه ورته اړينه ده ، ترڅو ځان د برياليو کسانو په قطار کې وشما رو.
وروستي