مامې داخپل قبر په سترګو ولیدقبر ،زمادسفر نوې بیړۍدوچې ځمکې سمندرکې غږوي دمساپرو دمساپرې شپیلۍاو قبر کښونکيستړي ستړي رانه پښو ځنې څپلۍوباسي.* * *بربنډې پښې، سپینې جامې پرغاړهزهمې دخپلې جنازې پر سر ولاړ یمدملا غږ ته مې غوږنیولیچې بلوي مې پر ګناه دثوابونو څراغزه ورته سرې سترګې ژړیږموایم درواغديملا مه یې وایه!* * *له کور او کلي نه مې ساندې خیږيادې دزوی چیغې وهيبچیان دادا بیرته له خدایه غواړيدچا په خوله کې چیرته نشته چې شاعر مړ شویاودلته زما په جنازه کېیو شاعرخپلې میر منې سره ناڅي اوسندرې بولي |