لنډيز:
اردو ژبه د هندوستاني ژبې د یوې پارسي شوي بڼې په توګه پېژندل شوې، چې په پاکستان کې د ملي ژبې مقام لري او د ملي یووالي لپاره په پاکستان هېواد کې مهمه بلل شوې ده. د دې ژبې د ودې لپاره رسمي هڅې د پاکستان د جوړېدو په لومړیو کلونو کې پیل شوي، چې په تعلیمي نصاب، دولتي اسنادو او ملي کلتوري پروګرامونو کې د اردو ارولو ته لومړیتوب ورکړی.
پاکستان کې اردو د لومړنیو او منځنیو ښوونځیو تدریسي ژبه ده، خو لوړو زده کړو کې انګلیسي ژبه غلبه ده، چې دې وضعیت د اردو د موقف کمزوري کېدو ته لار هواره کړې. سره له دې اردو د کلتوري پرمختګ لپاره د ډرامو، فلمونو او موسیقۍ له لارې خپل اغېز ته دوام ورکړی.
په سیاسي کچه اردو د ملي یووالي نښه ګڼل شوې، خو د سیمه ییزو ژبو؛ لکه پنجابي په څېر محدودیتونو یې د خلکو ترمنځ شخړې راپارولې دي. اردو د پاکستاني رسنیو اصلي ژبه ده او د ادبي فستیوالونو، نړیوالو کانفرانسونو له لارې د دې ژبې نړیوال شهرت ته وده ورکول کېږي.
د تعلیمي او کلتوري برخو ترڅنګ، د اردو ژبې پرمختګ ته لا زیاتو هڅو او اغېزناکه پالیسۍ ته اړتیا ده، څو دا ژبه د ټولنې ټولو طبقو لپاره په ټولو کچو کې عملي کړي.
سریزه:
د پاکستان ژبنۍ پالیسي په څوژبنیو هېوادونو کې د ژبنیو اړیکو او فرهنګونو په مدیریت کې ځانګړی رول لري. پاکستان، چې په کې بېلا بېلې ژبې او کلتورونه شتون لري، د ژبني یووالي او هویت ساتنې لپاره یې یو ځانګړی چوکاټ ټاکلی دی. اردو، چې د پاکستان ملي ژبه ده، د هېواد د ټولو خلکو ترمنځ د ارتباطاتو او تفاهم لپاره یو مهم وسیله ګڼل کیږي. د دې ژبې د پراختیا او ساتنې لپاره د حکومت لخوا بېلابېل اقدامات ترسره شوي دي، چې د اردو په اړه د ژبنۍ پالیسي په چوکاټ کې له دې اقداماتو څخه زیات ذکر شوی دی.
په دې مقاله کې د پاکستان ژبنۍ پالیسي د اردو ژبې په اړه څېړل شوې، چې د ملي ژبې په توګه د اردو رول، د تعلیم، حکومت، ادبیاتو او فرهنګ په برخو کې د دې ژبې پرمختګ او پراختیا ته څنګه پام شوی دی. دا مقاله د اردو ژبې د ملي ژبې په توګه د اهمیت په اړه معلومات وړاندې کوي او هغه اړینې هڅې تشریح کوي، چې د اردو ژبې د ساتنې او پیاوړتیا لپاره په پاکستان کې اخیستل شوي دي.
د یادې څېړنې اصلي موخې عبارت دي له:
۱ ـ د ملي ژبې په توګه اردو ژبې د اهمیت څېړنه
۲ ـ د اردو ژبې د پرمختګ لپاره د حکومت لخوا شوې هڅې او او د اردو د پرمختګ لپاره د پاکستان پالیسي
کلیدي کلیمې: اردو، پاکستان، ژبنۍ پالیسي، علمي مراکز، ادبیات، کلتور، تعلیم، مورنۍ ژبه، حکومت.
اردو ژبه د هند و آریایي ژبو له ډلې ده، چې په پراخه کچه په جنوبي اسیا کې پرې خبرې کېږي. دا ژبه د پاکستان ملي ژبه او منځګړې ژبه ده. په هند کې اردو د قانون تر ملاتړ لاندې اتمه ژبه ده، چې حیثیت، فعالیت او کلتوري میراث یې د هند د اساسي قانون له لوري په رسمیت پېژندل شوی او هم د هند په څو ایالتونو کې رسمي ژبه ده. په نیپال کې اردو یوه رسمي سیمه يیزه لهجه ګڼل کېږي.
اردو د هندوستاني ژبې پارسي شوې معیاري او راجستر (تنوع لرونکې) ژبې په توګه تعریف شوې ده. اردو او هندي چې د هندوآریایي ژبو له ډلې دي، د سانسکرت او پراکریت څخه اخیستل شوې، د لغتونو ګډه ټولګه، ورته آوازپوهنه (فونولوژي)، نحوه او ګرامر لري، چې دواړه ژبې د عامیانه تکلم پرمهال یو له بل سره د پوهېدو وړ دي. لکه څنګه چې رسمي اردو ادبي، سیاسي او تخنیکي لغتونه له پارسي څخه اخلي، رسمي هندي دا اړخونه له سنسکرت څخه اخلی، چې په پایله کې د رسمیت د لاملونو د زیاتېدو له امله د دواړو ژبو پوهاوی له یوې او بلې سره په پراخه کچه کمېږي.
په ۱۸۳۸ ز کال کې د ختیځ هند د بریتانوي کمپنۍ د واکمنۍ پرمهال، اردو د دې کمپنۍ له لوري په شمالي هند کې د پارسي ځایناستې وټاکل شوه. پارسي تر دې مهاله د هندي اسلامي سترواکیو د درباري ژبې په توګه کارول کېده. د اروپا د استعمار په دوره کې دیني، ټولنیز او سیاسي لاملونه را منځته شول، چې د اردو او هندي تر منځ د توپیر ملاتړ یې کاوه او د هندي- اردو ژبو تر منځ د بحث د راپورته کېدو لامل شوه.
په اتلسمه پېړۍ کې اردو یوه ادبي ژبه شوه او دوه ورته معیاري بڼې یې په ډیلي او لکنهو کې رامنځته شوې. په ۱۹۴۷ ز کال کې د هند له تجزیې څخه وروسته، درېیمه بڼه یې د پاکستان په کراچۍ ښار کې را څرګنده شوه.
له ۲۰۲۱ ز کال را په دې خوا په نړۍ کې اردو یو ویشتمه لویه تکلمي ژبه وه، چې نږدې ۱۶.۹ میلیونه مورني تکلم کوونکي یې درلودل. د ایتنولوګ د ۲۰۱۸ ز کال د اټکلونو پر بنسټ: اردو په نړۍ کې لسمه پراخه تکلمي ژبه ده، چې د دویمي ژبې په توګه د تکلم کوونکو په ګډون یې ټول تکلم کوونکي ۲۳۰ میلیونه وګړي دي.
د هندي په څېر، اردو هم د هندوستاني ژبې یوه بڼه ده. ځیني ژبپوهان وړاندیز کوي چې د اردو لومړنۍ بڼې د منځنیو پېړیو (له شپږمې پېړۍ څخه تر دیارلسمې پېړۍ پورې) د مخکینۍ شاراسیني ژبې د اپبرمشا له بڼې څخه تکامل وکړ. شاراسیني د هند و آریایي له منځنیو ژبو نه ده چې د نورو عصري هند آریایي ژبو مور هم ده.
هغه ژبه چې اوس د اردو په نوم یادېږي، له دیارلسمې پېړۍ څخه د اتلسمې پېړۍ تر پایه پورې د هندي، هنداوی، هندوستاني، دهلوي، لاهوري او لشکري په نامه یادېده. د اتلسمې پېړۍ په لومړیو کې د اورنګزېب د واکمنۍ په پای کې یوه عامه ژبه د ډیلي په شاوخوا کې په خپرېدو شوه، چې د (زبان اردو) په نامه یادېده اونوم یې د ترکي کلیمې اوردو (پوځ) یا اوردا څخه اخیستل شوی و.
په لومړي ځل د اردو ژبې نوم د ۱۷۸۰ ز کال په شاوخوا کې د شاعر غلام همداني مصحفي له خوا وړاندې شو. د ادبي ژبې په توګه اردو درباري او اشرافي بڼه خپله کړه. په داسې حال کې، چې اردو د هندو-آريايي د ځايي هندي ژبې کارېدلی ګرامر او اساسي لغتونه وساتل، د نستعليق د لیک سيسټم يې خپل کړ، چې د پارسي خطاطۍ په توګه را منځ ته شوی و.
د اردو ژبې د رسمي کولو هڅې:
د پاکستان د تعلیم وزیر فضل الرحمن په ۱۹۴۷ کې د تعلیمي نصاب د اصلاح او اسلامي فلسفې د پراختیا لپاره یوه غونډه جوړه کړه. په دې غونډه کې د اردو د رسمي ژبې په توګه د اعلان پرېکړه وشوه او وړاندیز وشو، چې بنګالي دې له رسمي اسنادو څخه لرې شي، چې دا پرېکړه د ختیځ پاکستان غړو په ځانګړې توګه د "تمدن مجلس" غړو له سخت مخالفت سره مخ شوه، چې وروسته بیا د هغوی لخوا ددې پریکړې خلاف سختې مظاهرې هم وشوې.
په ۱۹۶۱ کې عبدالحق د پاکستان د جوړولو پر پروسه کې د اردو په بنسټ د ملت جوړونې ملاتړ وکړ. هغه ویلي و، چې اردو په هېڅ سیمې، درجې یا ایډیولوژۍ پورې تړاو نلري او د پاکستان ټولنې د یووالي لپاره لازمي ده.
د پاکستان ژبني جوړښت:
پاکستان یوه څوژبنۍ هېواد دی، چې د 1947 کال د برطانوي هند د وېش له امله د نړۍ په نقشه کې را څرګند شو. د ایتھنولوګ په وینا: د فردي ژبو شمېر په پآکستان هېواد کې 73 ده، خو که چیرې د یو ډول ژبې مختلفې بڼې جلا حساب نه کړو؛ نو ټولې ژبې 66 ته راټیټیږي.
د پاکستان دولت له لوري د ژبې پالیسۍ په اړه هیڅ ځانګړی سند نه دی خپور شوی. خو د هېواد د اساسي قانون (1973) تعلیمي پالیسۍ اسناد، پنځه کلن پرمختیایي پلانونه او ځینې راپورونه داسې تګلارې لري، چې د ژبې پالیسي په اړه رسمي لیدلوري بیانوي.
په اساسي قانون کې د اردو ژبې اړوند لاندې موارد ذکر شوي:
الف: د پاکستان ملي ژبه اردو ده او هڅې باید د دې لپاره وشي، چې په رسمي او نورو چارو کې د پنځو کلنو په موده کې اردو ژبه وکارول شي.
ب: د (الف) مادې سره سم انګلیسي ژبه ممکن تر هغه پورې په رسمي مقاصدو کې وکارول شي، تر څو ترتیبات د اردو ژبې د پر ځای کولو لپاره ترسره کیږي.
ج: د ملي ژبې موقف ته په زیان نه، یوه ولایتي اسمبلی کولای شي له قانون سره سم د یوې ولایتي ژبې د تدریس، ودې او کارولو تدابیر په ملي ژبې سربېره وټاکي.
د پاکستان دولت له لوري د ژبې پالیسۍ په اړه هیڅ ځانګړی سند نه دی خپور شوی، خو د هېواد د اساسي قانون (1973) تعلیمي پالیسۍ اسناد، پنځه کلن پرمختیایي پلانونه او ځینې راپورونه داسې تګلارې لري، چې د ژبې پالیسي په اړه رسمي لیدلوري بیانوي.
د ژبو په برخه کې د پاکستان د حکومت موخې:
د ژبو په برخه کې د پاکستان د حکومتونو څرګندې موخې عصري کول او ملي یووالی و. یوه پټه موخه هم وه، چې اشرافي امتیاز همدارنګه په ځواکمنو او ګټورو وظیفو کې د لاسرسي ساتنه وه. انګلیسي ژبې د لومړۍ او درېیمې موخې ملاتړ کوي، په داسې حال کې چې اردو د دویمې موخې ملاتړ کوي. لومړی: د عصري کولو په ګټه انګلیسي توجیه شوه، ځکه چې دا د ساینس او ټیکنالوژۍ ژبه وه.
دویم: د پاکستاني ملتپالنې په ګټه اردو توجیه شوه، ځکه چې دې ژبې د بېلوونکو تمایلاتو په وړاندې یووالی رامنځته کاوه.
د مورنۍ ژبې په اړه د پاکستان د تعلیم پالیسي:
په ۲۰۰۹ کال کې کله چې د تعلیم په اړه وروستی مهم راپور خپور شو؛ نو هغه کې ویل شوي، چې اردو د ۶۵٪ ښوونځیو تدریسي ژبه ده، سندهي د ۱۵.۵٪، انګلیسي د ۱۰.۴٪، پښتو، عربي، بلوچي او نورې ژبې د ۹.۵٪ ښوونځیو تدریسي ژبه ده.
دوی غوښتل، چې د ژبو وضعیت او په ښوونیز سیسټم کې یې د ژبو ځای د هېواد د ژبني او سیاسي تاریخ په توګه وپېژندل شي.
اوس مهال په پاکستان کې د انګلیسي ژبې موقف د اردو ژبې لخوا ننګول شوی، خو بلخوا بیا د اردو ژبې موقف د قومپالانو لخوا ننګول شوی. اردو د پاکستان د لږ برخې خلکو ژبه ده په داسې حال کې، چې د هېواد تر ټولو زیاته ویونکې ژبه، لکه: پنجابي په سیمه ایزه ژبه بدله شوې او په هیڅ یوه رسمي برخه کې لکه: ښوونځي، محکمې، اداره، پوځ، او نورکې نه کارول کیږي.
په پاکستان کې د لومړیو کلونو (۱۹۴۷–۱۹۷۱) پر مهال د ژبې د ښوونې تګلارې په اړه د پام وړ لیکنې د قومي یا پاکستاني ملتپالو له خوا وې، چې غوښتل یې خپلې ژبې یې د ملي ژبو په توګه ومنل شي او په ښوونځیو کې تدریس شي. د اردو پلویانو بیا د انګلیسي مخالفت کاوه، ځکه چې دا د اشرافي ښوونځیو، لوړو زده کړو او غوره وظیفو ژبه وه.
طارق رحمان په خپلو څېړنو کې ویلي، چې ژبه د پاکستان په سیاسي او ټولنیزو چارو کې مهم رول لوبوي. اردو د ټیټې منځنۍ طبقې لپاره د پیژندنې نښه ګرځېدلې، په داسې حال کې چې لوړ پوړي او شتمن خلک انګلیسي زده کوي او غوره امکانات ترلاسه کوي.
د د یوې سروې له مخې د تر ټولو بې وزله قشر ماشومانو لوړ شمېر په دولتي ښوونځیو کې (۸۷٪) شامل دي، په داسې حال کې چې یوازې ۹٪ ماشومان په خصوصي سکټور ښوونځیو کې شامل دي. له بلې خوا د تر ټولو بډایه قشر د ماشومانو لوړ شمېر په خصوصي ښوونځیو کې(۶۱٪) شامل دي او تر ټولو کم سلنه ماشومان په دولتي ښوونځیو کې (۳۸٪) شامل دي.
دې وضعیت ته وخت په وخت ننګونې شوې دي او په ۲۰۱۵ کال کې د پاکستان سترې محکمې یو امر وکړ، چې د ټولو رسمي کارونو لپاره دې اردو وکارول شي. د محکمې دا امر یوازې د دولت د رسمي ارګانونو لکه: مقننه، قضائیه او اداره باندې تطبیق شو،خو په خصوصي سکتور باندې، چې د اشرافو د زده کړو کنټرول هم په لاس کې لري تطبیق نه شو.
د پاکستان حکومت او او نور علمي اشخاص وایي، چې اردو ژبه باید د پاکستان د ټولو سیمو په تعلیمي سیستم کې په رښتینې توګه شامله شي، ترڅو د مختلفو ژبنیو ټولنو ترمنځ اړیکې پراخه شي او د هېواد د سولې او پرمختګ لامل شي.
په پاکستان کې اردو د ابتدایي ښوونې او لوړې زده کړو لپاره یوه مهمه ژبه ده. د حکومت له خوا د ښوونې او روزنې په برخه کې اردو د تدریس ژبه ده، که څه هم په ځانګړو تعلیمې ادارو کې لکه پوهنتونونو کې انګلیسي هم په تدریس کې مهمه ژبه ده.
د اردو ژبې په اړه د تعلیمي پالیسۍ د مهمو اسنادو لنډیز:
په (۱۹۴۷) کال د پاکستان تعلیمي کنفرانس :
د پاکستان د ملي ژبې په توګه سپارښتنه شوې او وړاندیز شوی، چې اردو په ټولو ښوونځیو کې اجباري مضمون شي.
مشورتي بورډ او نور اړوند راپورونه: (۱۹۴۸–۱۹۵۷)
د مشورتي بورډ او فرعي کمیټو راپورونو وړاندیز وکړ، چې په لومړیو پنځو کلونو کې دې تدریس د مورنیو ژبو له لارې وشي. په عملي توګه اردو تر ۱۲ ټولګي پورې د غیر ساینسي مضامینو لپاره د تدریس او ازموینې اختیاري ژبه وټاکل شوه، په داسې حال کې چې ساینس په انګلیسي کې تدریس کېده.
د (۱۹۵۹) ایوب خان د تعلیمي پالیسۍ :
که مورنۍ ژبې لا دمخه د تدریس لپاره کارېږي؛ نو استعمال یې دې روان پاتې شي. په سند کې باید اردو له ۶ ټولګي څخه د سندي ځای ونیسي. انګلیسي باید له ۶ څخه تر ۱۲ ټولګي پورې اجباري مضمون وي. په انګلیسي میډیم ښوونځیو کې دې اردو یا بنګالي اجباري تدریس شي.
د ضیاالحق تعلیمي پالیسۍ (۱۹۷۹):
انګلیسي منځني ښوونځي باید اردو یا یوه تائید شوې ولایتي ژبه د تدریس او ازموینې لپاره وکاروي. انګلیسي به د مضمون په توګه له ۶ ټولګي وروسته تدریس شي.
په علمي مراکزو کې د اردو په اړه د پاکستان پالیسي:
اردو ژبه د پاکستان په کلتور او ادب کې مرکزي رول لري، خو د لوړو زده کړو کمیسیون (HEC)د اردو د اهمیت په کمولو سره دا ژبه د پوهنتونونو په لېسانس پروګرام کې اختیاري مضمون ګرځولی او دا پرېکړه د ۲۰۱۵ کال د سترې محکمې له هغه امر سره په ټکر کې ده، چې د اردو د ملي او رسمي ژبې په توګه د پلي کېدو غوښتنه یې کړې وه.
دوی وایي چې اروپایي هېوادونه، هند، بنګلهدېش او ایران لا هم اردو ته ارزښت ورکوي، خو په پاکستان کې HEC د دې ژبې ودې او پراختیا ته جدي نه ښکاري. که څه هم د منځني ښوونځي په کچه اردو یوه لازمي موضوع ده، خو بلخوا په لوړو زده کړو کې یې حیثیت کمزوری شوی دی.
اردو لا هم د منځني ښوونځي په کچه یوه لازمي موضوع ده او د پاکستان هنرونو شورا کلني کانفرانسونه د اردو ژبې د ودې لپاره جوړوي، د HEC لخوا په پوهنتونونو کې اردو اختیاري مضمون ګرځول شوی او د اردو د ملي او رسمي ژبې په توګه د پلي کولو لپاره هڅې کمزوري ښکاري. د دې ترڅنګ هلته د اردو ژبې د ودې لپاره د واضح او موثرې پالیسۍ نشتوالی هم لیدل کېږي.
په ۲۰۰۵ کال کې پرېکړه وشوه، چې د اردو ژبې لپاره باید لاندې اقدامات ترسره شي:
۱ـ ټولې حکومتي غونډې، فعالیتونه، پروګرامونه، او اړیکې باید په اردو کې ترسره شي.
۲ـ د ټول مهمو ملي اسنادو اردو ژباړې ضروري دي.
۳ـ هغه رسمي اسناد چې د عامه، نیمه عامه، او خصوصي پوهنتونونو پورې اړه لري باید په خپله ژبه ولیکل شي.
۴ـ د مختلفو مضامینو کتابونه باید په اردو وژباړل شي (د تخنیکي اصطلاحاتو سره چې په بریکټ کې د انګلیسي په توګه پاتې شي).
۵ـ ټولې ادبیات او هغه مضامین، چې په ځانګړې توګه هغه په ساینس او ټیکنالوژۍ پورې اړه لري، باید په اردو وژباړل شي؛ نو له همدې امله باید د ژباړې دفترونه جوړ شي.
۶ـ پوهنتونونه باید د ژباړې د مطالعاتو کورسونه وړاندې کړي
د پاکستان حکومت د ازدو ژبې د رسمي کولو لپاره دا دلیل وړاندې کاوه: هغه هېوادونه چې خپلو اتباعو ته خپله مورنی ژبه تدریس کوي، د ټیکنالوژۍ، اقتصاد او ساینس په برخو کې پرمختګ کوي.
په کلتوري برخه کې د اردو په اړه د پاکستان پالیسي:
د اردو ژبې د کلتوري پرمختګ لپاره د پاکستان حکومت ګڼ ګامونه اخیستي دي. دا هڅې په ځانګړي ډول د اردو ادب، موسیقۍ، تیاتر، او فلمونو جوړولو په برخه کې دي. د اردو ژبې ادبي فستیوالونه، کنفرانسونه او د ادب نړیوالې ورځې نمانځل همدارنګه د کلاسیکي ادب خپرونې او د معاصرو ادبي کارونو هڅونه، د دې برخې مهمې کړنې دي.
د اردو ژبې په فلمونو، ډرامو، او موسیقۍ کې پرمختګ د دې ژبې کلتوري پرمختیا لپاره مهم ګڼل کېږي. پاکستاني ډرامې، چې زیاتره په اردو ژبه جوړېږي، نه یوازې په کور دننه په پاکستان کې بلکې په نړیواله کچه هم شهرت لري. په اردو ژبه میوزیک د دې ژبې د کلتوري میراث یو بل مهم اړخ دی. د فلمونو تولید او د دې ژبې په میډیا کې رسمي استعمال د اردو د ودې لپاره یو اغېزمن ګام دی، چې د پاکستان حکومت یې ترسره کوي.
نړیوال اردو کانفرانس:
نړیوال اردو کانفرانس د پاکستان د کلتوري پرمختګ یو له مخکښو پروګرامونو څخه دی. دا کانفرنس په کال کې یو ځل د کراچۍ د آرټس کونسل په کوربتوب ترسره کېږي، چې په کې لیکوالان، شاعران، ژبپوهان او د ادب نور پوهان برخه اخلي. د دې کانفرنس موخه د اردو ادب ژوندي ساتل او د دې ژبې کلتوري اړخونه عام کول دي. کانفرانس کې په بېلابېلو موضوعاتو علمي مقالې وړاندې کېږي، ادبي نندارې ترسره کېږي او د نوو کتابونو پرانېستې هم پکې کېږي.
د اردو ډرامې او فلمونه:
په اردو ژبه کې ډرامې او فلمونه د دې ژبې د کلتوري او ادبي ودې لپاره خورا اغېزناک دي. په اردو ژبه کې د ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو پر بنسټ ډرامې د خلکو د ورځني ژوند د انعکاس ترڅنګ د دې ژبې د ژوندي ساتلو لپاره ځانګړی ځای لري. د پاکستان ډرامې، لکه: د پی ټي وي کلاسیکې ډرامې د دې ژبې ادبي او کلتوري محتوا غښتلې کړې ده.
فلمونه، ډرامې، او موسیقي:
اردو ژبه د پاکستان په فلمي صنعت کې مهم ځای لري، چې له اوږدې مودې راهیسې د دې ژبې د پراختیا لپاره رول لوبوي. په اردو ډرامو کې د ټولنیزو موضوعاتو انعکاس او په فلمونو کې د دې ژبې ادبي اړخ د کلتوري پیغام رسونې لپاره اغېزمن ثابت شوی دی. د اردو موسیقي هم د دې ژبې د ښایست او شاعرانه محتوا په عامولو کې ځانګړی ځای لري.
په رسنیو کې د اردو په اړه د پاکستان ژبنۍ پالیسي:
اردو ژبه د پاکستان په ټولو دولتي او شخصي تلویزیوني چینلونو، راډیو ګانو، او ورځپاڼو کې د لومړي ژبې په توګه وکارول کیږي. دغه کار د اردو په پراختیا کې مرسته کوي او خلک د دې ژبې کارولو ته هڅوي.
۱. په تلویزیوني چینلونو کې اردو ژبه:
په پاکستان کې اردو ژبه د ټولو لویو دولتي او شخصي تلویزیوني چینلونو لپاره بنسټیزه ژبه ده. د پاکستان ټي وي (PTV) چې د دولتي چینل په توګه فعالیت کوي، خپلې ټولې خپرونې په اردو ژبه ترسره کوي. د دې ترڅنګ خصوصي چینلونه؛ لکه: جیو، ای آر وائي، سما، دنیا او ... هم اردو ژبه د خپرونو لپاره د اصلي ژبې په توګه کاروي. د دې پالیسۍ موخه د دې ژبې د عامولو ترڅنګ د خلکو کلتوري پیوستون پیاوړی کول هم دي.
۲. په راډیوګانو کې اردو ژبه:
پاکستان براډکاسټنګ کارپوریشن (PBC) د اردو ژبې د پراختیا لپاره د دولتي راډیو (ریډیو پاکستان) له لارې د دې ژبې خپرونې ترسره کوي. په دې راډیوګانو کې د اردو د ادب، تاریخ، او معاصر سیاست په اړه پروګرامونه وړاندې کېږي، چې د دې ژبې عامولو کې مهم رول لري. سربېره پر دې په پاکستان کې شخصي راډیو چینلونه هم په اردو ژبه خپل پروګرامونه خپروي.
۳. په ورځپاڼو کې اردو ژبه:
اردو ژبه د پاکستان د ډېری ورځپاڼو اصلي ژبه ده. مشهوره ورځپاڼې لکه "جنګ"، "نوای وقت" او "ایکسپریس" په اردو ژبه خپرېږي، چې د خلکو لپاره د معلوماتو رسونې یوه مهمه سرچینه ده. دغه ورځپاڼې د دې ژبې د لیکلو دود ژوندي ساتلو کې ځانګړی رول لري.
په رسنیو کې د اردو ژبې د ودې لپاره د پاکستان حکومت هڅې نه یوازې د دې ژبې فرهنګي ځواکمنتیا زیاتوي، بلکې د ټولنې د مختلفو برخو د یوځای کولو لپاره هم مهمې بلل کېږي. د دې ژبې عامېدل د دې ژبې د زدهکړې لپاره خلک هڅوي او د کلتوري پیغام رسونې یوه اغېزمنه وسیله جوړوي .( Dawn News: Role of Urdu in Pakistani Media)
د اردو ژبې ادب ته وده ورکول:
د اردو ژبې د ادبي پراختیا لپاره د حکومت بېلابېلې هڅې شوي دي. اردو ادب نه یوازې د ژبې د ښایسته کولو لپاره مهم دی، بلکې د دې ژبې د کلتوري ارزښتونو د پرځای کولو لپاره هم بنسټیزه وسیله ده. د اردو ادبیاتو په برخه کې حکومت د مشهور اردو شاعرانو؛ لکه: علامه اقبال، فیض احمد فیض او احمد فراز د آثار خپرولو ته وده ورکړې، چې د اردو ژبې له فرهنګ سره د خلکو اړیکې ته ژوره معنا ورکوي.
د اردو ژبې د ادبي پروګرامونو او سیالیو پراختیا د دې ژبې د ژور فرهنګي ارزښت له پیاوړتیا سره مرسته کوي.
د اردو ژبې د ادبي ټولنو لکه All Pakistan Urdu Conference او Urdu Adabi Board ملاتړ هم د ادب د ژوندیو کولو لپاره د حکومت یوې مهمې هڅې دي.
په ادبي فعالیتونو او جشنونو کې د اردو په اړه د پاکستان ژبنۍ پالیسي:
د اردو ژبې ادبیات؛ لکه: شاعري، ناولونه، او نثر د پاکستان د کلتور مهمه برخه ده. حکومت د اردو ژبې د ادبي فعالیتونو پراختیا ته ځانګړې پاملرنه کړې، د بېلابېلو ادبي میلو او جشنونو له لارې؛ لکه "یومِ اردو" په ترڅ کې اردو ژبې ته وده ورکوي. دا ډول فعالیتونه نه یوازې د اردو ژبې پوهه پراخوي، بلکه د کلتوري هویت د پیاوړتیا لپاره هم مهم دي.
۱ـ شاعري: اردو د شاعرۍ ژبه؛
اردو ژبه د خپلې شاعرانه ښکلا له مخې ځانګړې شهرت لري. کلاسیک شاعران؛ لکه: میر تقی میر، غالب او علامه اقبال د اردو ژبې د ادبي میراث ستوري دي. حکومت د دوی د ادبي کارونو ژوندي ساتلو لپاره په منظم ډول مشاعرې ترسره کوي. په دې غونډو کې ځوان شاعران هم برخه اخلي، چې د اردو ژبې د شاعرانه ودې لپاره ځانګړی رول لري.
۲ـ ناولونه او نثر؛
اردو ناولونه او نثر د پاکستان د ټولنیز ژوند د هندارې په توګه کار کوي. مشهور لیکوالان؛ لکه: سعادت حسن منټو او عصمت چغتائي د اردو ژبې له لارې د ټولنیزو ستونزو او ارزښتونو ژور بیان کړی دی. د اردو د نثر ودې لپاره د پاکستان حکومت د کتابونو خپرولو پروګرامونه پیل کړي او په دې برخه کې حکومت د لیکوالانو ملاتړ کوي.
۳ـ ادبي میلې او جشنونه:
حکومت د اردو ادبیاتو د عامولو لپاره مختلفې ادبي میلې او جشنونه ترسره کوي. د "یومِ اردو" په څېر ورځې نه یوازې د دې ژبې لپاره ځانګړی حیثیت لري، بلکې د خلکو ترمنځ د دې ژبې د اهمیت په اړه پوهاوی هم زیاتوي. په دې جشنونو کې د کتابونو نندارتونونه، شاعرانه غونډې او د ادبي کنفرانسونو هم ترسره کیږي.
د کتابونو خپرولو په برخه کې د اردو په اړه د پاکستان پالیسي:
حکومت د اردو ژبې د ادبي کتابونو، مجلو او نورو کلتوري موادو خپرولو ته هم ډېره پاملرنه کړې. د اردو ژبې کتابونه او مواد د نورو ژبو په پرتله پراخه شوي دي، ترڅو د کلتوري هویت د ساتلو لپاره د خلکو لاسرسی ورته آسانه شي.
دغه اقدامات نه یوازې د اردو ژبې د ساتنې لپاره مهم دي، بلکې د پاکستان د کلتور او ټولنیزې یووالي د ټینګښت لپاره هم مرسته کوي.
پاکستان حکومت د اردو ژبې په پراختیا کې د علمي اثارو برخه کې هم ځینې کلیدي ګامونه اخیستي دي. په دې برخه کې د اردو ژبې پراختیا د تعلیمي نصاب، د اردو ژبې لپاره د کتابونو چاپ او د ادب پراختیا ته ژور پام شوی. حکومت د اردو ژبې د تحصیلي نصاب پراختیا له لارې هڅه کړې چې د یو ملي ژبې په توګه یې حیثیت زیات کړي. همدارنګه، د اردو ژبې په اړه د علمي او تحقیقي کارونو ته تشویق ورکول هم په دې برخه کې مهم دي.
د اردو د ادب پراختیا او د ژبې پر ثقافت ژور تمرکز د دې ژبې پر ژوندیو کولو کې مرسته کوي، چې د ټولنې د مختلفو برخو ترمنځ د اړیکو ټینګښت لپاره هم لاره هواروي. حکومت هڅه کوي چې په اردو ژبه کې معیاري کلتوري او علمي مواد تولید کړي او دې ته د تعلیمي نصاب برخه هم ورکړي. د دې ترڅنګ، د اردو ژبې د کلتور د پراختیا لپاره یې د تحقیق او مستند کارونو هڅې هم پراخې کړې دي.
پایله:
اردو ژبه د پاکستان د ملي ژبې په توګه د هېواد په تعلیمي، کلتوري، ادبي او سیاسي برخو کې مرکزي رول لري. د دې ژبې پراختیا او ودې لپاره د پاکستان حکومت، علمي ادارو او فرهنګي ټولنو ګڼې هڅې کړې دي، خو لا هم د اردو ژبې په وړاندې ګڼې ننګونې شتون لري. د انګلیسي ژبې پراخه کارونه، د ځايي ژبو پلویانو مخالفت او د اردو ژبې د تعلیمي او رسمي موقف په بشپړ پلي کولو کې پاتې راتګ هغه لوی خنډونه دي چې اردو ورسره مخ ده.
سره له دې اردو ژبه د پاکستان د ملي هویت د پیاوړتیا، ملي یووالي او کلتوري میراث د خوندي کولو لپاره یوه مهمه وسیله ده. د دې ژبې رسمي کارونه، تعلیمي پرمختګونه او په رسنیو کې یې پراخه استعمال د دې ژبې د ودې لپاره هڅونکي دي. د پایلې په توګه، د پاکستان دولت او علمي ټولنه باید د اردو ژبې د ودې لپاره ژمنې هڅې وکړي، ترڅو دا ژبه د ملي یووالي او پرمختګ وسیله پاتې شي او د مختلفو ژبنیو او کلتوري ډلو ترمنځ د پُل په توګه کار وکړي.
وړاندیزونه:
۱ـ کوم سیمنارونه، چې د ماسټرۍ او دوکتورا برنامو د محصلینو لخوا برابریږي، باید دا ټول سیمنارونه، چې د څیړنې په اصولو برابر وي سایټونو ته پورته شي، ترڅو نور محصلین هم ترې ګټه واخلي او په راتلونکي کې ورته موضوعاتو ته لاس رسی هم اسان شي.
۲ـ سیمنارونه باید محصلین په خپله خوښه په داسې موضوعاتو واخلي، چې په پښتو ژبه کې تر اوسه ورباندې کار نه وي شوی او که د استادانو لخوا محصلینو ته د سیمنارونو موضوعات ټاکل کیږي باید موضوعات داسې وي، چې تر اوسه پرې څېړنه نه وي ترسره شوې.
ماخذونه:
ـ۱https://ps.wikipedia.org/wiki/
https://www.researchgate.net/publication/225248416 ـ ۲
ـ۳https://tribune.com.pk/story/2498314/hec-skips-urdu-in-undergraduate-policy?amp=1
ـ۴https://ojs.ahss.org.pk/journal/article/view/23/56
ـ ۵https://www.artscouncil.org.pk/index.php/2023/11/30/16-almi-urdu-conference-2023-kicks-off/
ـ۶https://makhz.org.pk/article/pakistani-culture-in-the-context-of-urdu-language-and-criticism
ـ۷https://www.teachingenglish.org.uk/sites/teacheng/files/BC-Academic%20papers-3.Fakhrudddin.pdf
وروستي