
د خامني او احمدي نژاد تر منځ شخړه د استخباراتو د وزیر پر سر را پورته شوه.
هیڅخبره نده هر څومره چې ښکته
پورته شی، ایرانی ولسمشر محمود احمدي نژاد نور مخ په ډوبیدو دي. د ستر
مذهبي مشر علي خامني سره د اړیکو له ترینګلتیا
لږ وروسته احمدي نژاد د روغې جوړې په
موخه په اونیزې مذهبي ناسته کې راښکاره
شو، په داسې حال کې یې انځورونه اخستل شوي دي چې
د مشر په مخ کې د مننونکي په څیر په ګونډو دی. خو په هغه
یرغلونه پیل شوی دي.
لهخامني راتاو محافظه کاران
کوښښ کوی چې له نوموړي دباور رایه بېرته واخلي . راتلونکې پارلماني ټاکنې ښه زمینه ده ،چې د
هغه نږدې ملاتړو ته دا وخت ورنه کړي چې په پارلمان کې غوڅ اکثریت تر لاسه کړي. د
احمدی نژاد ملاتړي اوږد مهالې موخې لري، چې په راتلونکې ۱۲۱۳ز کې احمدي نژاد ګټونکی شي، خو د ایران دودیزمحافظه کاران او ملایان چې د خامني ملاتړ ورسره دی هڅه کوي چې موخې ته د
رسیدو مخه یې ونیسي.
د واک پر سر شخړو هغه وخت سر
را وټوکوه کله چې احمدي نژاد د استخباراتو د وزیر حیدر مصلحي له دندې د ګوښه کیدو پرېکړه وکړه. خامني ولسمشر ته یوه اونۍ وخت ورکړ چې وزیر پر
دنده کړه یا استعفا ورکړه.که داسې شي چې وزیر بېرته په خپله دنده وګماري یا خپله
استعفا ورکړي.
خامنی دا بې ساری پل ددی
لپاره پورته نه کړ چې خپل واک وساتي، بلکه نوموړی غواړي د ټولو هغو ملایی بنسټونو ډاډمنتوب
خوندي کړي، چې احمدی نژاد یې له پخوا څخه دکاواکه کېدو لپاره هڅې کولې .
روانه اونۍ رسنۍ د احمدي
نژاد په کیسه راټولې وې ، مشهور ایراني کاریکاتور انځورګر د احمدی نژاد
غمیزې ته ښه پام ور اړولی و. د سې شنبې په
ورځ یې ولسمشر داسې انځور
کړې و لکه غومبسه چې د خامني غوږ ته بنږیږی.په سبا
چهارشنبه خامنی د غومبسې نېښ غوڅ کړی، بی زیانه یې ګڼي، او یا آن چې د مرګ کندې ته
یې لیږي.
د محافظه کارانو غبرګون :
د غومبسې په څیر نه، احمدي
نژاد تر اوسه
دومره کمزوری شوې نه دی ، محافظه کاران په پارلمان کې خپل وس کوي ،چې د هغه د بخت
ستوری تت کړي. دوي له ولسمشر څخه غواړي چې
پارلمان ته راشي او د دوي پوښتنو ته ځواب ووایي، چې ایا نوموړی د واک د سمبالولو اهل دی؟ دغه کړنه د رسمي مواخذې د اوریدو غونډې ته ورته ده.
دی مشهور محافظه کار سیاسی د
ولسمشر احمدی نژاد کړنې وغندلې، هغه یې تورن کړ چې خپل ملاتړي هیروي. احمدي نژاد او خاتمي دواړه، واک ته د سیاسي ګوندونو په مرسته او ملاتړ ورسېدل، خو د ټاکنو له ګټلو وروسته یې خپل ملاتړي
هیر کړل.
باهنور او نورو د احمدی نژاد
مفکوره هم تر ګذار لاندی راوسته. دا یوه منحرفه ډله ده، زه فکر نه کوم چې دوي دی
د اسلامي قانون منونکي وي. باهنور زیاتوي:
ددوي ډیری صوفي ډلو سره تړاو لري،چې د
شیعه ملایانو له انده شاته غورځولی شوی ډلی دي.
باهنور او نور محافظه کاران
په دی کلک باوري دي چې احمدي نژاد غواړي ملایان د سیاست له ډګره وباسي، او د ملایانو
هغه واک ته د پای ټکی کیږدي چې د ایات الله خمیني د اسلامي اوښتون له برکته رامنځ
ته شوی .
ایا د احمدی نژاد وخت پوره شوی؟
په رژیم کې ډېری محافظه کاران
له احمدی نژاد څخه تنګ شوي،
خامنی سره د ده له وروستی ټکر څخه
داسې انګیري چې دی او دده پلویان به یې له امله شل او شوټ شي.
د سې شنبې په ورځ، د نیوکو د
مخنيوي په موخه احمدي نژاد په ناببره توګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا سره د اتومی
پروګرام پر سر د خبرو اترو هڅه وکړه، هغه چې له څو میاشتو په ټپه ولاړې وې . همدارنګه احمدی نژاد او نورو رسمي چارواکو
لکه د بهرنیو چارو وزیر، د اتومي پروګرام
مشر د مئ په نهمه اعلان کړه چې ایران به د
اروپایی ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ د مشر لیک ته په راتلونکې میاشت کې ځواب ووایې.
. دولتي رسنیو هم د اتومي خبرو اترو د معقولیت په اړه پوښتنې راپورته کړي. راجا نیوز وېبپاڼه چې د احمدي ی
نژاد د نږدې ملاتړو ځنې وه،
اوس یې دده پر ضد خوله پرانیستی ده، د
استخباراتو د وزیر پر سر یې ورسره اړیکې
ترینګلی شوی دي . د مئ په لسمه نېټه
یې د ( د ایران د اتومي وسلو د دوسیو
وروستی دریځ به څه وي؟) تر سرلیک لاندی یوه له خندا ډکه لیکنه خپره، او
داتومي پروګرام پر سر د
خبرو اترو د موخې پوښتنه یې پورته
کړه.
لیکنه نه پرتله کیدونکي توپیرونه
په ګوته کوي چې د ایران او P5+1 ( برطانیه، چین،
فرانس، روسیه او امریکا + جرمنی) ترمنځ
دي. دوي غواړي چې یو جوړجاړي ته ورسیږي، خو نه، په منځني ختیځ کې له بدلونونو سره سره د اتومي وسلو پر
سر د خبرو اترو په مخ کې خنډونه په خپل ځای پراته دي.
د اوس لپاره خو احمدي نژاد د
دی جوګه نه ښکاري چې خامنی سره کوم جوړجاړي ته ورسیږی، هغه څوک چې د ده اوږد مهاله
ملاتړی و، نور نه غواړي چې د ده
نافرماني وزغمي. د ایران پارلمان غواړي چې د پوښتنو او ګرویږنو لپاره یې را کش کړي او په رسنیو کې یې پرې ملنډې ووهي هغه ښایې په پارلمان کې پاتې دوه کاله
د ګوډې
مرغاوې په څیر تیر کړي.