
د روان لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۶ مه نېټه له خوست ولایت څخه په افغانستان کې لوړپوړي بهرني او کورني ګډ پلاوي لیدنه وکړه ، چې په کې د افغانستان د ملي دفاع وزارت لوی درستیز جنرال شېرمحمدکریمي ، د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال لو ی پاسوال عبدالرحمن رحمان ، د سیمه ایزه ارګانونو د خپلواکې ادارې استازي ،په افغانستان کې د ایساف مرستیال رادرېګېز او همدارنګه د افغانستان لپاره داېتلاف ځواکونو نوي ټاکل شوي عمومي قوماندان ډګرجنرال جان آلېن ګډون درلود.
هغه مراسم چې له همدې امله جوړ شوي وو، د خوست والي عبدالجبارنعیمي ترڅنګ امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالحکیم اسحاقزي ، دملي اردو د پلي لېوا قوماندان ډګرمحمدناصرهدایت ، د ولایتي شورا مرستیال سېدکریم خان خاکسار او د همدې شورا غړي شفیق مجاهد، د ولایتي ادارو ریسانواو ژورنالستانو برخه اخېستي وه .
په سر کې خوست والي عبدالجبارنعیمي راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او په دې یې خوښي څرګنده کړه ، چې د ۱۳۸۹کال راهیسې خوست ولایت په بېلابېلو وختونو کې د بې شمېره کورنیو او بهرنیو لوړپوړو چارواکو کوربه توب کوي ، چې له شک پرته دا د خوست په بیارغونه ، امنیت ، یوالي او پرمختګ مثبت اغېز کوي .
ښاغلي نعیمي راغلي پلاوي ته د خوست ولایت په اقتصادي ، امنیتي ، کولتوري ، قومي او نورو ټولنیزو برخو کې مالومات ورکړل .چې د تېر یوه کال راهیسې په کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته شوي دي .
نوموړي په دې ټينګار وکړ، چې دولت هغه وخت ښې لاسته راوړنې لرلئ شي ، چې کارکوونکي او مسوولین یې ورسپارل شوي دندې په صداقت او شفافیت سره سرته ورسوي او د ولسونو زړونه خپل کړي.چې له نېکه مرغه دتېر یوه کال راهیسې د بېلابېلو لارو څخه په استفادې په ادارو کې تر ډېره بریده سمون راغلی او خلک یې په دې ډاډمن کړي ، چې دافغانستان د اسلامي جمهوري دولت چارواکي او مامورین د ولس بچیان دي او غواړي ، چې دزړه له کومې خدمت وکړي .
خوست والي عبدالجبارنعیمي راغلي پلاوي ته دخوست د هراړخیز پرمختګ او د لا ډاډمن امنیت د ټينګښت په خاطر یو لړ وړاندیزونه وکړل .
په وړاندیزونو کې خوست ولایت ته د بیارغونې په برخه کې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه شامله وه، چې دبیارغونې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان په چوکاټ کې داسې پروژې پلي شي ،چې واقعاً د ولسونو لپاره اقتصادي او حیاتي ارزښت ولري .
دغه راز ښاغلي نعیمي په دې هم ټينګار وکړ، چې په دې ولایت کې دې ټولو ملکي او نظامي ارګانونو ته د اکمال او تجهیز په برخه کې لا زیاته توجه وشي ، ترڅو په خوست کې امنیتي وضعیت لا ټينګښت ومومي او په ټول افغانستان ېې مثبت اغېز پرېوزي .
همداشان د دوی ترمنځ په خوست کې ټول وروستي پرمختګونه ، وړاندیزونه اوغوښتنې په آزاده فضا کې تبادله شوې ، چې راغلي پلاوي یې د هر ډول مرستو کولو ژمنې وکړې .
وروسته خوست والي عبدالجبارنعیمي او د راغلي پلاوي مشران د ژورنالستانو په وړاندې راڅرګند شول .
ښاغلي نعیمي وویل :له راغلو مسوولینو سره یې د ځانګړي ناستې پرمهال د خوست ولایت په ښه امنیت، اقتصاد، بیارغونه ، د ادارو په پياوړتیا او اکمال او نورو مهمو برخو خبرې وکړې .نوموړي هیله وښوده ،چې دګډ پلاوي راتګ به د خوست دملکي او نظامي ادارو د پياوړتیا ، د بیارغونې د کارونو په ترسره کولو او د ډاډمن امنیت په ټينګښت کې مهم او اغېزناک تمام شي .
دغه راز خوست والي زیاته کړه ،چې د خوست د بیارغونې په راتلونکو پروګرامونو او پلانونو خبرې اترې وشوې ، چې په پلي کېدلو به یې د خوست په اقتصادي پرمختګ ژور مثبت اغېز وشیندي .
د افغانستان د ملي دفاع وزارت لوی درستیز جنرال شېرمحمدکریمي هم په خپلو خبرو کې په دې خوښي وښوده ، چې خوست د ښه پرمختګ او سمون خوا ته روان دی او د ولایتي ادارې د رهبرئ د زیاتو هلو ځلو په پایله کې دتېر کال سره زیات تفاوت لري او هغه پرمختګونه رامنځته شوي دي ، چې ولس یې ډېرې ارزوګانې درلودې .
لوی درستیز زیاتوله ، د دې لپاره یو ځای راغلي دي ، چې په خوست کې هر څه له نږدې وګوري ، هرڅه په موازي ډول مخ ته ولاړ شي او ترڅنګ یې د ولایتي ادارې له رهبرۍ یو شمېر داسې وړاندیزونه یوسي، چې د خوست لپاره دامنیت د لا زیات ټينګښت او اقتصادي پرمختګ سبب وګرځي .
ده د امېد په نامه له پيل شویو عملیاتو هم یادونه وکړه ، ویې ویل ، چې دغه عملیات یوازې پوځي نه دي ، بلکې ترڅنګ یې ټولې ملکي ادارې هم داخلې دي ، چې دوی وکولای شي، د عملیاتو وروسته په سیمو او بانډو کې دولس لپاره مهم خدمات سرته ورسوي .ده وویل خوشبینه دی ، چې د افغانستان د ملکي او نظامي ارګانونو پرمټ او د ولسونو په خاصه همکارۍ به وتوانیږي ، چې په دې هېواد کې ژر تر ژره داسې فضا رامنځته شي ، چې د ورانیو او خفګانونو پرځای جوړونه او خوشالۍ وي .
نوموړي وویل په پلازمېنه کابل کې د اېتلاف ځواکونو په ګډون هره اونۍ د ارزیابۍ ګډه جلسه لرو، چې په دې ناستو کې مو د خوست د ولایتي ادارې وړاندیزونه مادي نظر نیولي او غوښتنو به یې عملي اجراات کوي .ده وویل که څه هم په خوست کې د ولایتي ادارې د ښې رهبرئ لاندې پیاوړي ځواکونه لري او خلک یې هم له دولت او خپل هېواد سره بشپړ همکاره دي ، خو بیا هم خوست د هېواد په کچه ستراتیژیک موقعیت لري ، چې له دې امله د خوست د رهبرئ د غوښتنې سره سم باید په هر لحاظ د دې ولایت ادارې اکمال او تجهیز شي .
له ده وروسته د ایساف ځواکونو مرستیال قوماندان رادرېګېز هم د خپل راتګ په اړه د ژورنالستانو پوښتنو ته ځوابونه وویل او په دې یې ټينګار وکړ، چې له افغانانو سره به تر هغې پورې خپلې هر اړخیزې مرستې جاري ساتي ، ترڅو چې افغان دولت په ټولو امکاناتو سره په خپلو پښو ودریږي .
د یادونې وړ ده ، چې له ډېر وخت وروسته دتېر یوکال راهیسې دې ولایت ته زیات شمېر کورني او بهرني لوړپوړي چارواکي لیدنې کوي او د ولایتي ادارې سره د خوست په هر اړخیز پرمختګ له نږدې څخه خبرې کوي .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ : دریم
نېټه :۱۳۹۰/۲/۲۶