
په خوست کې د ملکي هوايي ډګر په اړه د شويو اجراعاتو په تړاو خوست والي عبدالجبار نعيمي مطبوعاتي کنفرانس ورکړ ، نوموړي پدې ټينګار وکړ چې په لنډ راتلونکي کې به يې د جوړونې چارې پيل شي .
د خوست والي عبدالجبار نعيمي د هوايي ډګر په اړه د شويو اجراعاتو په تړاو مطبوعاتي کنفرانس کې لمړی د خوست په ستراتيژيک موقعيت خبرې وکړې چې د افغانستان په جنوب کې پروت او د ګاونډي هيواد پاکستان سره سرحدی پوله لري .
نوموړي وويل چې خوست د افغانستان د مهمو ولايتونو شميرل کيږي او زياتره خلک يې په نورو هيوادونو کې په تجارت بوخت دي چې لوړې سرمايي په کار اچولي دي .
ده وويل چې پدې ولايت کې د ملی تجارانو ، حايجيانو ، ځوانانو او د خوست هرفرد غوښتنه داده چې د پرمختلي اسانتياوو درلوندونکی ژوند ولري .
ښاغلي نعيمي وويل چې په خوست کې د جوړيدونکي ملکي هوايي ډګر منظوري افغان ولسمشر محترم حامد کرزي په ١٣٨٧ کال کې ورکړي خو پدې ولايت تردې مهاله پرې عملا کار ندی شوی .
ده وويل پدې موده کې څو ځلې په مليونونو ډالره بوديجه دې ولايت د يادې پروژې د پلي کولو په موخه راغلي چې د غاصبينو لخوا يې د جوړيدو مخه نيول شوي ده .
خوست والي عبدالجبار نعيمي مطبوعاتي کنفرانس کې د دې خبرې پخلی وکړ چې د هوايي ډګر ځمکه د وړاندې د اسماعيل خيلو مندوزيو او تڼيو ولسواليو ترمنځ د سيګۍپه دښته کې تثبيت شوي ده .
نعيمي زياتوله چې پدې ځمکه کې وړاندې د بادامو دولتي باع جوړ شوی چې د غاصبينو لخوا يې ونې لنډې شوي او پرځای ودانۍ جوړي کړي چې داعمل په حقيقت د خوست خلکو په حق تيری دی همداشان ځينو کسانو پدې ځمکه کې د شحصي ګټې په خاطر پير او پلور کړی .
خوست والي په لنډ وخت کې د يادې بنسټيزې پروژې د عملي چارو پيليدلو يادونه وکړه او هغو کسانو ته چې د هوايي ډګر لپاره ځانګړي شوي ځمکه کې غصب کړی جدي خبرداری ورکړ چې ژرترژره يې خوشي کړي .
نوموړي وويل داسې پروژو په پلي کولو کې چې د خوست خلکو اقتصاد ، پرمختګ او سوکالی سبب ګرځي ، د وخت څخه په اسفادې بايد تيز کار وشي ترڅو دغه قيمتي چانس د لاسه ونه وزي .
ده وويل چې د دې لويې بنسټيزې او اقتصادي پروژې په پلي کيدو سره د خوست ولايت په زرګونو کسانو ته د کار زمينه برابريږي ، همداراز علمي کدرونو ته پکې دندې او سوداګرو ته د پانګونې مناسب شرايط مساعديږي چې له مخې به يې دا ولايت په لوړ تجارتي مرکز بدل شي .
د ښاغلي نعيمي په وينا (( هغه توکي چې بهرنيو هيوادونو ته صادريږي او يا له خارج څخه افغانستان واريږي په سمه توګه به ترې ګټه واخيستل شي نوړي د بېلګې په توګه د وچو مېوو يادونه وکړه چې داوخت نړيوالو بازارونو په ليږدولو کې زموږ پر ځای ګاونډيان ترې زياته ګټه پورته کوي )).
خوست والي عبدالجبار نعيمي زياتوله چې ځيني کسان اوس هم په يوه او بله بانه د شحصي ګټې په خاطر خلک د هوايي ډګر پروژې پلي کولو په لاره کې خنډونو جوړولو ته مخه کړي او هڅه کوي د خلکو مادي ګټې لاسته راوړي .
ده وويل چې د هوايي ډګر د لومړنيو چارو ترسره کيدو په موخه دوه مليونه امريکايي ډالر منظور شوي دي او د ځمکې تصفيې لپاره هيئت عملا پدې ولايت په کار پيل کړی .
ښاغلي نعيمي د ژورنالستانو د دې پوښتنې ، که چيرې د پروژې پلي کولو په وړادې څوک د خنډ يا ځند عمل ترسره کړي دولايتي ادارې عکسل عمل به څه وي ، په ځواب کې وويل چې د خوست امنيتي ځواکونو دنده سپارل شوي ترڅو داسې کسان چې د هوايي ډګر په ځمکه کې ستونزه جوړوي د قانون پنجو ته يې وسپاري .
د نوموړي په وينا (( که پدې ځمکه کې کوم دولتي کارکوونکي غصب کړی وي او يا له غاصبينو سره په همکاری تورن وپيژندل شي همداشان عام خلک چې غصب يې کړی وي نو پرته د کوم دليل به عدلي او قضايي ارګانو ته معريفي شي ، له دوی به د دې پوښتنه هم وشي چې پدې ځمکه کې يې ولې نيالګي له منځه وړي او څومره ګټه يې ترې پورته کړي ، حساب کتاب وشي )).
د يادولو وړ ده چې سر د سبا د خوست ولايتي اداره د هغو کسانو پروړاندې جدي عکسل عمل وښايي چې د دې پروژې د پلي کولو په وړاندې کوم ناوړه خرکت کولو ته مخه کړي .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ :شنبه
نېټه :۱۳۹۰/۲/۲۴