
د روان لمریز کال د ثور میاشتې په ۲۱مه نېټه دخوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د ۲۱۱۰۰۰ دوه لکه یوولس زرو امریکایي ډالرو په مالي لګښت د مشکوڼ سیمې د ۶کیلومترو سړک جوړولو چارې د خوست والي عبدالجبارنعیمي له خوا د بېلچې په وهلو او د چیني بلډوزر په واسطه د خاورو په هوارولو رسماً پیل شوې، چې ورسره د دې ولایت د ولایتي شورا ریس مرادخان منګل ، د ۲۰۳تندر قول اردو د لومړئ پلي لېوا درستیزوال بریدجنرال رازمحمداوریاخېل ، د مخابراتو ریس ګل حبیب شاه،د سیمې ولسوال جمال ناصرواحدي ،د سیمې امنیتي ځواکونو،د نادرشاه کوټ ولسوالۍ قومي مشرانو، دیني علمااکرامو ، د سیمه ایزه شورا غړو ،په خوست کې د امریکامتحده ایالاتو د بیارغونې د ډلې مشر سټېف ډېل او ورسره نورو مسوولینو ګډون درلود.
خوست والي عبدالجبارنعیمي یادې ولسوالۍ ته د مشکوڼ سیمې ته د تلونکي 6کیلومترو په اوږدوالي د سړک د جوړولو چارې چې د یوه خصوصي شرکت له لوري د ۲۱۱۰۰۰ دوو لکو یوولس زرو امریکایي ډالرو په لګښت د 2 دوو میاشتو په موده کې سرته رسیږي ،پرانېسته وکړه .چې په لنډ وخت کې به سیمه وال ترې د تګ راتګ په برخه کې ګټه واخلي .
هغه مراسم چې په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د پروژو د پرانېستنې او د ولایتي ادارې د رهبرئ د ورتګ په ویاړ برابر شوي وو، په کې په سلګونو قومي مشرانو، دیني علمااکرامو، د سیمه ایزې شورا غړو،ځوانانو او ولسوالۍ اداري چارواکو برخه اخېستي وه .
په پیل کې د یادې ولسوالۍ نوي ولسوال جمال ناصر واحدي د خوست والي په ورتګ خوښي وښوده، چې له ولسوالۍ یې په داسې حال کې لیدنه کوي ، چې د خلکو د اسانتیاوو لپاره د بیارغونې په برخه کې عملي پروژې پرانېزي .
نوموړي په دې ولسوالۍ کې امنیتي وضعیت ډاډمن وباله او خلک یې د دولت طرفدار او سوله غوښتونکي یاد کړل .چې هر وخت یې د ولسوالۍ له ادارې سره پوره همکاري کړي .
وروسته قومي مشر حاجي ناظم ځدراڼ ،حاجي جمعه نور ، غنچه ګل او نورو مشرانو د خپلې سیمې په اړه ستونزې ، غوښتنې او وړاندیزونه د ولایتي ادارې رهبرئ ته په ګوته کړل ، چې د حل په برخه کې یې ترې غوښتنه وکړه .
قومي مشرانو زیاتوله ، د نادرشاه کوټ خلک له جنګ څخه نفرت لري او د سولې غوښتونکي دي .په همدې اړه یې یو ځل بیا کړي ژمنه تازه کړه ، چې دسولې عالي شورا سره به خپلې هلې ځلې درېغ نه کړي.
دغه راز دوی په دې خوښي وښودله ، چې په سیمه کې یې ګڼ شمېر په لکونو ډالره ټولګټې پروژې تر کار لاندې دي ، خو هیله یې څرګنده کړه ،چې دا لړئ په همدې بڼه روانه وساتل شي .
مشرانو په خپلو خبرو کې په یاده ولسوالۍ کې د نورو کارونو ترڅنګ د ۳۰ بستریز روغتون لپاره د ودانۍ پر جوړېدا خوښي څرګندوله ،د دوی په وینا چې دغه روغتون به د کالونو ، کالونو لپاره د دوی د روغتیا ضامن وي .همداشان دوی په یاده ولسوالۍ کې د لویو ویالو، استنادي دېوالونو، د بادیزې برېښنا،بندونو او ښوونځيو ته د ودانیو جوړولو غوښتنې درلودې .
د خوست ولایتي شورا ریس مرادخان منګل د خپلو خبرو په لړ کې وویل چې د علم په حاصلولو او سوله کې عزت او پرمختګ نغښتی دی .نو په کار ده ، چې ټول قومونه په ګډه سره د سولې په راوستلو او د علم په زده کړه کې هلې ځلې وکړو.ده وویل هر وګړی باید د وطن او خلکو سره د مینې احساس ولري .ترڅو په دې سره ملي یوالي ټينګښت ومومي او له هر ډول ناخوالو خلاص شو.
په خوست کې د ملي اردو درستیزوال بریدجنرال رازمحمداوریاخېل په خپلو خبرو کې د ملي اردو سرتېري او افسران دوطن بچیان وبلل ، چې د سر په قربانۍ به د خپلو ولسونو ساتنه کوي .
نوموړي وویل افغان ملي پوځ د اسلام د مبین دین ، ملي ارزښتونو او دودونو په چوکاټ کې خپلې دندې د ملي دفاع وزارت او په دې ولایت کې د ولایتي ادارې د رهبرئ په لارښوونه مخ ته وړي .چې موخه یې یوازې د امنیت ټينګښت او د خلکو سوکالي ده .
خوست والي عبدالجبارنعیمي وویل ،د خوښۍ ځای دی ،چې دا وخت د نادرشاه کوټ په ولسوالۍ کې د بیارغونې په برخه کې د لکونو امریکایي ډالرو په لګښت مهمې پروژې تر کار لاندې دي .له دې ښکاره څرګندیږي ، چې د سیمې خلک د پرمختګ پلوي دي او نور نه غواړي ، چې له بیارغونې اوسولیز ژوندانه څخه محروم وي .
ښاغلي نعیمي وویل په هغه سیمو کې چې خلک له خپلو دولتي ارګانونو سره همکار وي ، نو امنیت یې خوندي کېدلای شي .چې تر څنګ یې د بیارغونې کارونو ته ښه زمینه برابریږي او اوسېدونکي یې د پرمختګ لوري ته ګام اخلي .
ده زیاتوله ، دا مهال په دې ولسوالۍ کې د ملي پولیسو لپاره د امنیه قوماندانۍ ،د حیواني کلینیک ، ۳۰ بستریز روغتون او د زني خېلو په شمبوات سیمه کې د ښوونځي لپاره د ودانیو جوړولو پروژې پرته له ستونزو پرمخ روانې دي ، چې ډېر ژر به یې چارې بشپړې او ګټې اخېستنې ته به وسپارل شي .
همداشان د سیمې د اوسېدونکو د غوښتنو پر بنیاد د 6 شپږو استنادي دېوالونو چارې چې څلور دېوالونه یې ۵۰ متره ، پنځم یې ۴۰ او شپږم یې هم ۳۰ متره اوږدوالی لري ، چې د لکونو ډالرو په لګښت د جوړېدو په حال کې دي .
خوست والي د خپلو خبرو په لړ کې وویل، که چېرې خپل امنیت او یوالی په همدې بڼه خوندي وساتو ،نو همېشه به له ټولګټو پروژو د پرانېستلو شاهدان ووسو.ده د بېلګې په ډول د نورو روانو پروژو ترڅنګ د یادې ولسوالۍ د مشکوڼ سیمې ته د غځېدلي ۶ کیلومترو سړک د جوړولو په نیت د پرانېستلو یادونه وکړه .چې له دې وړاندې په یاده سیمه کې داسې تېرېدونکي سړک شتون نه درلود، چې خلک یې له ګټې اخېستنې برخمن شوي وای .
خوست والي عبدالجبارنعیمي له سیمه والو سره ژمنه وکړه ،چې په اتفاق سره دې دخلکو په خوښه دوه نورې مهمې پروژې هم په ګوته کړي ، چې ولایتي اداره یې په عملي کولو کې هڅې وکړي .
نوموړي د خپلو خبرو په وروستۍ برخه کې له دوی وغوښتل ،چې په خپله سیمه کې د هغو کسانو مخه ونیسي ،چې د افغانانو عامه شتمنۍ ورانوي ، د هېوادوالو مشران ، عالمان او کدرونه له منځه وړي .ده وویل دا کارونه هغه څوک کوي ، چې نه غواړي افغانان له ښه ژوند او پرمختګ څخه برخمن شي .
له هغې وروسته خوست والي او ورسره پلاوي د مشکوڼ سړک جوړولو ځای ته ولاړل او د سړک پرانېسته یې د چارۍ په وهلو او د چین داره بلډوزر په واسطه د خاورې په هوارولو سره د جوړولو چارې رسماً پیل کړې .
د سیمې خلک د دې سړک پر پرانېستلو زیات خوښ وو، چې د ډېرې مودې راهیسې د تګ راتګ پروخت کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو.په همدې مناسبت ګڼ شمېر مشران او ځوانان د سړک جوړولو د پرانېستو مراسمو ته ورغلي وو .
خوست والي عبدالجبارنعیمي او ورسره تللي پلاوي په دې ولسوالۍ کې د بیارغنیزو روانو پروژو له چارو لیدنه وکړه او د قراردادیانو سره یې په دې اړه خبرې وکړې، چې کارونه یې په ښه کیفیت او ټاکل شوي موده کې پای ته ورسوي .ترڅو ولس ترې په وخت سره لازمه ګټه پورته کړي .
ده وویل هر قراردادي باید په ملي احساس ولاړ کارونه مخ ته یوسي او چارې یې په داسې اساسي شکل سرته ورسوي ، چې تر ډېره عمره دوام وکړي .
په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې دا مهال څه دپاسه دوو ملیونو امریکايي ډالرو په لګښت بېلابېلې ټولګټوپروژو چارې روانې دي .
ښاغلي نعیمي او ورسره پلاوي لومړئ په دې ولسوالۍ کې د جوړېدونکي ۳۰ بستریز روغتون له ودانیو لیدنه وکړه ،چې خوست ته د کوکنارو د نه کرلو له امله د نشه یي توکیو پرضدد مبارزې وزارت له لوري رالېږل شوي امتیازي (845745) اته لکه ، پنځه څلوېښت زره ،اوه سوه ،پنځه څلوېښتو امریکایي ډالرو په لګښت جوړیږي .ده په خپلو خبرو کې د روغتیا برخه ډېره اړینه وبلله ،چې په دې برخه کې باید زیات کار وشي ، ترڅو د سیمه والو روغتیایي ستونزو ته په وخت سره ځواب ووایي .
همداشان نوموړي هلته د حیواني کلینک لپاره د جوړېدونکي ودانۍ چارې له نږدې ولیدې .ددغه حیواني کلینیک تعمیرچې د زرعت وزارت په انکشافي بودجه د(742322) امریکایي ډالرو په لګښت جوړیږي ، چارې یې تر ډېره بریده مخکې تللي دي .
د یادولو وړ ده ، چې د دې سړک د جوړولو چارې په داسې حال کې پیل شوې ، چې یوه ورځ وړاندې د شېخ زایدپوهنتون په احاطه کې د (187200) امریکایي ډالرو په لګښت د78پایو لمریزو څراغونو بشپړه شوي پروژه ګټې اخېستنې ته وسپارل شوه .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ :څلورم
نېټه :۱۳۹۰/۲/۲۱