پکتيا کې دوه ښوونځی ګټی اخيستنې ته وړاندې شول

(دوشنبه د غویی ۱۹ مه ) سلاکار وزیر او پکتیا والی  ډګر جنرال جمعه خان همدرد په داسی حال کی چی د پوهنی ریس محراب الدین شفق هم ورسره وو دوه ښوونځی د پټۍ په پری کولو سره  ګټنی اخیستنی ته وړاندی کړل
دا دوه منځنی ښوونځی دی چی  دسید کرم په ولسوالۍ  کی یو یی د انجونو او بل د هلکانو لپاره  جوړ شوی دی
نوموړی ښوونځی په شپږ جریبه ځمکه کی په پاخه او اساسی ډول جوړ شوی چی هر یو یی اته اداری او څلور تدریسی خونی لری
په نوموړو ښوونځیو ۳۲۸۰۰۰ امریکایی ډالره مصرف راغلئ چی په ګردیز کی میشت د بیا رغاونی ټیم لخوا یی پیسی ورکړل شوی دی
د پکتیا والی د پرانیستی پر مهال یو ځل بیا پر ټولو پکتیا والو غږ وکړ چی خپل او لادونه ښوونځیو ته ولیږی تر څو را تلوونکۍ یی روښانه شی
دا په داسی حال کی ده چی په پکتیا کی ۲۷۵ ښوونځی ټول فعال دی او هیڅ کوم ښوونځی تړلي نشته
روح الله سمون