
د روان لمریز کال د ثور میاشتې په ۱۹ مه نېټه د هوايي ډګر د لومړنیو عملي
چارو په خاطر ټاکل شوي کمیسیون چې د خوست ولایتي شورا ، د ځینو اړونده ادارو
مسوولین او ولسوالان او همداشان له مرکز
کابل څخه د تصفیې راغلی هیت په کې غړیتوب
لري .
کمیسیون خوست والي عبدالجبارنعیمي ته د خپلو ورسپارل شویو چارو په مناسبت
ترتیب کړی راپور د پخوانیو لازمو اسنادو
سره یو ځای د نقشې له مخې وړاندې کړ .د دې راپور څخه په روښانه توګه په ډاګه شوه
،چې د هوایي ډګر لپاره په ګوته شوي ځمکه دولتي ملکیت دی او پخوا پرې د بادامو ونې کېنول شوي وې چې هغه وخت د دولت له لوري د ژورو څاه ګانو په واسطه خړوبېدلې .
دا چې د خوست خلکو تل له ولایتي ادارې د ملکي هوايي ډګر د جوړېدو غوښتنه کړي، ترڅو د اقتصادي پیاوړتیا ترڅنګ په
بهرنیو هېوادونو کې په سلګونو زره خوستي مسافرین
له ګڼو اسانتیاوو برخمن شي .
په دې اړه د خوست قومي مشرانو او دولایتي ادارې مسوولینو په پلازمېنه کابل
کې په وار، وار زیاتې غوښتنې کړي ، چې په
خوست کې دې هوایي ډګر جوړ شي .
همداشان د خوست والي عبدالجبارنعیمي
دې ولایت د راتګ په لومړئ ورځ هم په ډېر ټينګار سره دینی علماکرامو ، قومي مشرانو
، د بیلا بیلو ټولنو مسولینو او د خوست عامو خلکو د نورو پروژو دمنظورېدو ترڅنګ دهوایي
ډګر پروژې د منظوری او پلي کدو غوښتنه کړي .
ښاغلي نعیمي وویل چې د خوست پرمختګ او د خلکو زیاتو غوښتنو پربنیاد یې
د ملکي هوایي ډاګر پروژې منظوری په
برخه تلاش کړی او دا غوښتنه یې د څوار لس
کسیز ګډ پلاوي د لارې په پلازمینه کابل کې د ترانسپور وزارت سره شریکه کړي .
ده وویل چې د خوست ولایتي ادارې د هڅو په پایله کې د هیواد ولسمشر ښاغلي
حامد کرزي د ولایت مقام رهبری په غوښتنه د خوست په ولایت کې ملکي هوایي ډاګر منظور
او خانګړي بودیجه یې ورته بیله کړه چې داکار يې د خاصې لورینې له مخې کړی باید
خوستوال یې قدردانی وکړي .
والي عبدالجبار نعیمی وویل ، پدې لویه بنسټیزه پروژه د خوستوالو ګټې نغښتي
او د دوی ښه راتلونکی ورپورې تړاو لري نو
د ټاکل شوي کمیسیون له غړیو یې
وغوښتل چې پدې لاره کې نه ستړې کیدونکي هلې ځلې وکړي ترڅو د دې ولایت د هر فرد
ارمان پوره شي .
ښاغلي نعیمي وویل هغه کسان چې د شخصي ګټو په خاطر د ولس ملي ګټې ترپښو
لاندې کوي بايد ونیول شي او د قانون پنجو ته وسپارل شي او له بل لوري ژرتر ژره بايد دهوایي ډګر ځمکه تخلیه شي ترڅو پکې عملاً کار پیل شي .
خوست والي عبدالجبار نعیمي وویل هغه تن چې د هوايي ډګر په ځمکه کې یې سلګونه
جریبه ځمکه غصب کړي، د هوايي ډګر لپاره
ټاکل شوي کمیسیون ته یې په داخل د ۲۴
ساعتونو کې بېرته پرېښودلو
اطمنان ورکړي .
همداشان پریکړه وشوه چې پدې ځمکه
کې ټول هغه کسان چې په غصب کې لاس لري او یایي همکاري کوي باید ونیول شي ، کچیرې کوم
داسې څوک پیداشي ، چې په امنیتي ځواکونو کې دنده لري او د هوایي ډګر په ځمکه کې یې
تصرف کړی وي او یا یې هم د بل چا همکاري کړي وي ، بایددندې یې تعلیق او نظامي
څارنوالئ ته د بشپړو تحقیقاتو په موخه
ولیږل شي ، همداشان که د دولتي د ملکي ادارو کسان په کې لاس یا هم همکاري ولري ، نو
بې له ځنډه دې د استناف محکمې ته
وروپیژندل شي .
دغه راز په ناسته کې په دې ټینګار وشو،چې ټول نظامي او ملکي چارواکي د خپل
مسوولیت له مخې په دې لاره کې هېڅ ډول غفلت ونه کړي ، که هر څوک د هوایي ډګر د لویې ملي پروژې په وړاندې سستي
او خنډ رامنځته کړي ، دا دې خوست د پرمختګ دښمن دی او دښمن هغه څوک دی ، چې باید د
قانون منګولو ته وسپارل شي .
دیادونې وړ ده ، چې همدې ناستې ته د خوست ولایت د استناف څارنوالۍ ریس او د
نظامي څارنوالۍ مسوولین هم په دې خاطر ورغوښتل شوي وو، چې د هوايي ډګر په ځمکه کې
داخل یا هم همکار کسان ژر تر ژره د قانون
منګولو ته وسپاري .ترڅو له دوی وپوښتل شي ، چې د چا په دستور او د څه لپاره یې د
دولت ځمکه غصب کړي او دا مهال د یوې لویې اقتصادي پروژې د پلي کولو په وړاندې خنډ
شوي دي .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ :دویم
نېټه :۱۳۹۰/۲/۱۹