له بامه غورځيدل

يو سړی د بام پر سر بيده و، نيمه شپه وه چې په لټ راوښتلو خو له بامه ﻻندې کوڅې ته وغورځيد. د غورځيدو سره له خوبه راويښ شو او په دې وخت کې يې ګاونډيان راووتل او ترې ويې پوښتل، څه پېښ شوي؟
ده ځواب ورکړ، چې والله زه هم اوس راورسيدم او ﻻ خبر نه يم !