په خوست ولايت كې د چينار په نوم دوديزه او كلنۍ مشاعره وشوه.

دغه مشاعره چې د خوست د والي په كوركې شپې لخوا جوړه شوې وه، د هيواد مركز كابل، ننګرهار، لوګر، وردګ، غزني، پكتيا، پكتيكا او نورو سيمو پر شاعرانو او ادبيانو سربېره پكې د كوزې پښتونخوا يوشمېرشاعرانو، او  د خوست سلګونو شعر مينه والو ګډون كړى ؤ.
 د مشاعرې په پيل كې، د خوست والي عبدالجبارنعيمي راغلو مېلمنو ته د هركلي ويلو ترڅنګ د دغې دوديزې ادبي ميلې په جوړولو خوښي وښوده، ورپسې د خوست سيمې يوشمېر ليكوالانو او شاعرانو وويل، چې د تېرو څو كلونو په اوږدو كې خوست كې د نورو علمي او اقتصادي پرمختياوو ترڅنګ فرهنګي خوځښتونه هم ګړندي روان دي او نننۍ مشاعره يې د كاميابۍ ښه بېلګه ده.
د چينار په نوم دغه دوديزه او كلنۍ مشاعره، چې د ولايت مقام لخوا په خوست كې د شته فرهنګي او ادبي ټولنو په مرسته جوړه شوې وه، د مېلمنو په وينا د هېوادنيو مشاعرو په كتار كې ښه مشاعره وه خو ستونزه يې په دې كې وه چې شاعرانو پكې په ازاد ډول د خپلوخيالاتواظهار نه شو كولاى، خو بيا هم شاعرانو داسې شعرونه وويل چې د ناستو كسانو لخوا په ګرمو ولولواو چكچكوبدرګه كيدل،  د مشاعرې په منځ اوپاى كې د موسقي برخه وه چې د خوست د سيمې هنرمندانو لخوا ښكلې او وطني سندرې پكې زمه زمه شوې.
په دغه كلنۍ مشاعره كې د خوست سلګونو شاعرانو او شعر مينه والو ترڅنګ د كابل، ننګرهار، لوګر، وردګ، غزني، پكتيا، پكتيكااو نورو سيمو پر شاعرانو او ادبيانو سربېره د كوزې پښتونخوا يوشمېر شاعرانو هم ګډون كړى ؤ.