غزل

آمـــیل دسپینو اوښکو د ګریوان په لمن زانګي
سلګۍ سلګۍ ژوندون مې دکاروان په لمن زانګي
شېبې دبې وسۍ داخــــــیال اوفکر رانه وژني
دحسن ښاپېرۍ دبیابان په لــــــــمن زانګي
یم ستړی نورژوندون مې هوسۍ ګړندی ګام شو
نرګس په نرمو پاڼودخــــــــزان په لمن زانګي
روان یم په بل لوري زمونږدکلي ګودرورک دی
داخیال مې همشه دخپل جانان په لمن زانګي
په خـــــړو سپېرو دښتو کې قدم دآشنا ګورم
لمبه دسوي زړه مې دساروان په لمن زانګي
سپوږمۍ دتاګریوان کې مې همش لاسونه بند وي
ستاحسن همیشه دسورپځوان په لمن زانګي
کابل اراکوزیا راډیو