د (( کار سړي)) نمانځغونډې انځوريز رېپوټ:

په خوست ولايت کې د هېواد د دووليکوالانو په وياړ د (کار سړي) تر عنوان يو ورځنى سيمينار جوړ شو،  دا سيمينار يانمانځغونډه  چې په خوست کې د پيوستون کولتوري او خپرندويه ټولنې له لخوا جوړ شوی و، د خوست پر فرهنګيانو سربېره د هيواد له ګڼو ولايتونو او كوزې پښتونخوانه هم يوشمېرليكوالان، او د اب مينه وال راغلي وو.    
د سيمنارموخه دا وه چې د فرهنګيانو له هڅو او پرمختګونو څخه خلک خبرشي او په دې برخه كې نورې  ځوانان هم وهڅول شي.


دا نمانځغونډه په خوست كې د پيوستون کلتوري اوخپرندويه ټولنې لخوا د بېنوا ټولنې مشر محمديار يار او د جلال اباد، د ليکوالانواو ژورناليستانو مشراستاد لعل پاچاازمون په وياړ د کار سړي ترعنوان لاندې جوړه شوې وه.

سيمنارته له پکتيا، پکتيکا، ننګرهار، کندهار، كابل، مزارشريف او د هېواد د يو شمېر نورو ولايتونو فرهنګيانواو ژورناليستانو ترڅنګ د كوزې پښتونخوا د پيښور او كويټې نه هم د ادب او فرهنګ مينان او مينه وال راغلي وو.
په همدې مهال د پيوستون ټولنې يوتن غړي الياس وحدت وويل، چي دغه سيمينار يې ځكه جوړ کړى، چې د کار سړيو پرمختګونه او هڅې له نورو هيوادواولو سره شريکې شي، د ده په خبره نوموړي كسان يې ځكه غوره کړي چې يويې د هېواد د يوې برخې او بل يې هم د بلې برخې دى چې د پښتو ادب په برخه كې يې ډېر هڅې كړي دي،

 همدا راز له لغمان نه راغلي اسد دانش وويل چې د دا ډول سيمينارونو جوړېدل به په لر او بر کې کولتوري او ټولنيز توپيرونه له منځه يوسي، نوموړي د همدې سيمنار په وياړ اووه ويشت عنوانه بېلابېلاكتابونه هم چاپ كړي دي، له ننګرهارنه راغلي ضياءالرحمن حسرت وويل چې پخوا به زموږ په ولس كې فرهنګپال مړي نمانځل کېدل خو اوس له نېکه مرغه د ژونديو فرهنګپالو شخصيتونه او هلې ځلې د هغوى په ژوند كې نمانځل کېږي.