
د خوست ولایتي ادارې د رهبرۍ ، ولایتي شورا،د بېلابېلو ملکي اونظامي ادارو
مسوولینو، ولسوالانواو د دې ولایت دیني علمااکرامو او قومي مشرانو له لوري د ګډې
ترسره شوي ناستې جدي پرېکړه :
د خوست شریفو ، د سولې او بیارغونې غوښتونکو خلکو ،خویندو او وروڼو !
څرنګه چې په خوست کې د ملکي هوایي
ډګر جوړونه د دې ولایت د ولسونو او په به بهرنیو هېوادونو کې د خوستیو مسافرینو
یوازېنۍ غوښتنه وه او د کالونو ، کالونو
راهیسې یې دهمدې لویې اقتصادي پروژې د پلي
کولو په تمه وو، چې نن یې له نېکه مرغه د ولایتي ادارې دځانګړو هلو ځلو په پایله
کې د هېواد ولسمشر ښاغلي حامدکرزي له رسمي منظورۍ رالېږلو له امله د دوی دا غوښتنه
پر ځای شوه .
دا هوایي ډګر چې د خوست لومړنۍ بنسټيزه اړتیا وه ، د اسماعیل خېلو او
مندوزیو ولسوالۍ اړوند د سېګۍ په دښته کې جوړیږي ، چې لومړني کارونه یې عملاً
پیل شوي دي .
په دې ګډه غونډه کې پرېکړه وشوه ، چې هوایي ډګر چارې په لوړ معیار ، د نقشې مطابق او د خوست د خلکو د پخوانیو غوښتنو سره سم پرته
له ځنډه سرته ورسیږي . هغه چاچې په دې
ځمکه کې غصب کړی او یا یې هم د غصب په موخه کار پیل کړی وي ، د دې اعلامیې په
واسطه جدي خبر ورکول کیږي ، چې د خوست د پرمختګ او سیالۍ په خاطر یې ژر تر ژره
پرېږدي. کنه نو د دولتي ځواکونو له لوري به بې له ځنډه ونیول شي او بیا به یې
شکایت ونه منل شي .
همداشان دخوست ولایت ټولو مرکزي او د ولسوالیو مسوولینو ته جدي دنده سپارل
شوي ،چې په هره سیمه کې غصب شوي ځمکې او غاصبین دولت ته د لېست له مخې په ګوته کړي
، ترڅو نور په دې ولایت کې د غصب مخه په
ټوله معنا ونیول شي او غصب شوي ځمکې بېرته د آبادۍ په موخه دولت ته وسپارل شي .
همداشان پرېکړه وشوه، چې د ملکي هوایي ډګر په وړاندې هر څوک چې د خپلو شخصي
ګټو لپاره خنډونه جوړوي ، بې له ځنډه دې ونیول
شي .
دغه راز په ټولو هغو خلکو غږ کوو، چې په یوه او بل نوم یې ددې ځمکې د غصب
هڅې پیل کړي ، چې د دې ناروا عمل څخه د
خوست د ملي ګټو په خاطر لاس واخلي .دا چې د دې ځمکې هغه ټول مالومات د یوې بشپړې
دوسیې په بڼه راټول شوي ، چې د دولت ملکیت
دی . نو په دې اړه له ټولو ولسونو غوښتنه
کوو، چې د خوست د مظلوم ولس دغه لویه
اساسي پروژه د چا د شخصي ګټو قرباني نه کړي ، په خپله راووځي ، د دې ولسي پروژې
په پلي کولو کې له دولت سره اوږه په اوږه مرسته وکړي .ترڅو خوست هم د آبادۍ او
پرمختګ په برخه کې د سیالۍ میدان ته راووځي .
یادونه ! بیا هم که هر چا په دې
پروسه کې د ستونزو جوړولو هڅه وکړه ، نو ولایتي ادارې کلک هوډ کړی ، چې دخوست د
پرمختګ او د ولسونو د سوکالۍ په خاطر به د خنډ جوړونکو کسانو په وړاندې بېړني
ګامونه اخلي او د سختې سزا په موخه به یې د قانون منګولو ته وسپاري .
په
درنښت
د
خوست ولایت مقام
نېټه :۱۳۹۰/۲/۱۴
ورځ :چهارشنبه