
دخوست ولایت مقام په میاشتنۍ پرمختیايي یا پي ډي سي غونډه کې ۲۳بېلابېلې وړاندیز شوي پروژې په تصویب ورسېدې .
په دغو پروژو کې د ښوونځيو لپاره د ودانیو ، استنادي دېوالونو ، د ویالو او
سربندونو جوړول همداشان د کرهڼې او مالدارۍ په برخه کې مهم پروګرامونه شامل دي ،
چې شاوخوا یو سلویوشپېته ملیونه ، یو لک ، نهه اویا زره ،پنځه سوه اونوي (
۱۶۱۱۷۹۵۹۷) افغانیو لګښت لري ،وروسته له هر اړخیز بحث څخه د جوړولو په موخه په
تصویب ورسېدې .
دغه میاشتنۍ پرمختیایي غونډه چې د خوست والي عبدالجبارنعیمي په مشرئ
دایېریږي ، د ولایتي شورا استازي ، په دې
ولایت کې د بېلابېلو ادارو مسوولین او په خوست کې د مرستندویه ټولنو مسوولین برخه
اخلي .ترڅو د ولایت په کچه د بیارغینزې پروژې وڅېړي او د پنډ له منظورئ لپاره یې
ممکنې لارې چارې وسنجوي ، چې د غونډې په لړ کې دبیارغونې د پنځه کلن ستراتیژیک
پلان په چوکاټ کې د اهمیت له مخې مهمې
پروژې په تصویب رسیږي .
د اجنډا سره سم خوست والي عبدالجبارنیعمي د دې ولایت په عمومي وضعیت خبرې
وکړې .چې دا وخت په هره برخه کې مثبت تغیرات رامنځته شوي دي .
ده د امنیتي وضعې په تړاو وویل چې په دې ولایت کې نظامي ځواکونه په غښتلي
او قوي مرال سره خپلې دندې پرمخ وړي او د خلکو بشپړ ملاتړ یې خپل کړی دی .همداشان
د سولې پیل شوي پروسې ولایتي دفتر پرانېسته وشوه ، ترڅو د سولې پروسې عملي کار په
خوست ولایت کې پیل شي .
ښاغلي نعیمي وویل په لنډ وخت کې د هغو ریاستونو لپاره چې انکشافي بودجه نه
لري ، باید یو بشپړ راپور ترتیب او په پلازمېنه کابل کې اړونده ادارو ته ولېږل شي
، ځکه هر ریاست باید خلکو ته وړ خدمات وړاندې
کړي او د مرکزي ادارو څخه خپله بودجه په وخت سره راولېږدوي .ترڅو د خلکو
غوښتنو ته سم ځواب ووایي .
د خوست والي عبدالجبارنعیمي د غونډې له برخوالو وغوښتل ، چې په روان کال کې
د غصب شویو ځمکو د خلاصون لپاره ګړنډۍ هڅې وکړي او ټولې دولتي ځمکې باید بېرته
دولت ته وسپارل شي .ترڅو په دې ولایت کې د بیارغونې لړۍ په راتلونکي کې د کوم خنډ
اوځنډ سره مخ نه شي .
د نوموړي په وینا دا مهال د زیاتو پروژو د پلي کولو لپاره کافي بودجه شته ،
د بېلګې په توګه یې د نشه یي توکیو پرضد دمبارزې وزارت سره څو ملیونه ډالرو یادونه
وکړه .ده وویل سره ددې چې یاد وزارت غواړي ، چې دغه بودجه په خوست کې په مصرف
ورسوي ، خو په دې ولایت کې د بیارغونې لپاره مناسبې ځمکې غصب شوي دي .چې په کار ده
، ټول ملکي او نظامي چارواکي د غصب سره مبارزه د پخوا څخه هم ګړندۍ کړي .
ښاغلي نعیمي زیاتوله ، له بل پلوه په روان کال کې دبیارغونې پروژو کیفیت ته
په سمه توګه پاملرنه وشي او د ټولو هغو
کسانو مخه ونیول شي ، چې
قراردادونه په دویم او دریم لاس پلوري .چې په دې سره د پروژو څرنګوالي ته دروند
زیان اوړي او له بل پلوه دولت او مرستندویه ټولنې له بدنامۍ سره مخ کوي .
ورپسې د زرعت ریس سېدالرحمن زیارمل د پروژې د مرکزي باغ د احاطې پر موضوع
مالومات وړاندې کړل .چې دا مهال د هر لوري د حیواناتو تر تهدید لاندې دی .د غونډې
برخوالو هم د دغه باغ د احاطې جوړول مهم وبلل .همداشان د زرعت لېسې او تخنیکوم
لپاره د ځمکو تعینولو په هکله بحث وشو، څو یوه د سلګونو جریبو څخه برخمنه پراخه
ساحه ورته په نښه شي او په اساسي بڼه یې د ودانیو جوړولو چارې پیل شي .
د ناستې په دویمه برخه کې په تېره غونډه کې ریسانو ته د ورسپارل شویو دندو،
د حکومتدارۍ سکټور د فعالولو او د ټولنیز خوندیتوب د سکټوري کمېټې د فعالیتونو د
ګړندي کولو په نیت لازم تصمیمونه ونیول شول .
د نشه یي توکیو پرضد د مبارزې ریس میرناګل تڼیوال د هغې بودجې په مصرف
رسولو لپاره چې نشه یي توکیو پرضد دمبارزې له لوري د کوکنارو د کرکیلې د مخنیوي په
ترڅ کې خوست ولایت ته ځانګړي شوي، ۱۳ نوي بېلابېلې ترتیب کړي پروژې وړاندې کړې .په
دغو پروژو کې د ازادۍ مېنې په ساحه کې د انجونو اوهلکانو په خاطر د دوو ښوونځیو لپاره د ودانیو او د عبدالحۍ
حبیبي لېسې لپاره د یوه بل نوي تعمیر پر جوړولو سربېره دخوست ولایت په بېلابېلو
سیمو کې د خلکو په غوښتنه د ویالو، سربندونو او استنادي دېوالونو جوړول او همداشان
د تڼیو ولسوالۍ د نریزیې په سیمه کې د اوبو ذخیره کولو او برېښنا په موخه د یوه
قوي بند جوړول شامل ول .چې دوه ملیونه ، شپږ لکه پنځه اویازره ( ۲۶۷۵۰۰۰) امریکایي
ډالر لګښت لري ، د پي ډي سي د غونډې په ترڅ کې په تصویب ورسېدې .چې ډېر ژر به یې
کار پيل شي .
د غونډې په وروستۍ برخه کې هم دنویو پشنهاد شویوپروژو چې د کرهڼې سکتور په
پياوړ تیا کې يې مهم رول درلود، بحث وشو.په دې پروژو کې د متون د کجیرې کلي ، د
لکڼو د بيګالۍ او د ډډوالو د لخنخېلوپه سیمو کې د استنادي دېوالونو همداراز د
پنزانیې د سیفوند او ویالې استنادي دېوالونو سربېره د کرهڼې او مالدارۍ د ریاست د
غنمو د ذخیره کولو بوجۍ د کمپوست یا سرې
جوړولو، خصوصي مالدارۍ او د کورنیو چرګانو د ساتلو لپاره روزینز ورکشاپونه همداشان
دلمر په واسطه د مېوې وچونې دستګاه سره د بلدیت په خاطر ټرېنېنګ شامل دي .چې د
(۴۰۸۰۴۵۹۷)څلوېښت ملیونه ، اته لکه ، څلورزره ، پنځه سوه اوه نوي افغانۍ لګښت لري ، وروسته له بحث څخه په تصویب
ورسېدې .
د یادولو وړ ده ، چې په دې غونډه کې په مجموعي ډول د (۱۶۱۱۷۹۵۹۷) یو سلو یو
شپېته ملیونو، یو لک ، نهه اویازره ،پنځه سوه اوه نوي افغانیو په لګښت بېلابېلې پروژې د خوست ولایت
په مرکز او ولسوالیو کې په تصویب ورسېدې ، چې له ګڼو پروژو لپاره یې له وړاندې څخه
بودجه تیاره او منظوره شوي ده .
د ولایت مقام مطبوعاتي دفتر
ورځ :پنځم
نېټه :۱۳۹۰/۲/۱۴