
دټولو صرافانو ، دوکاندارانو او د عامو خلکو د
پام وړ !
تاسو ټول درانه او معزز هېوادوال په دې عملاً خبر
یاست او په ښکاره توګه یې وینئ ، چې نن افغانستان
له باارزښته او له اهمیت څخه ډکه افغاني سکه لري .
چې چا یې دا تصور نه شو کولای ، په افغانانو به بیا هم داسې ورځ راځي ، چې په نړیواله توګه به له پوره
باور او حمایت څخه برخمنه افغاني سکه لري .
نو د دې لپاره چې افغانانو خپله افغاني سکه
عزتمنده او درانه ساتلي وي ، نو د هېواد ولسمشر جلالتماب حامدکرزي رسمي فرمان صادر
کړی دی ، چې باید له دې وروسته د هېواد په
ګوټ ، ګوټ کې هېوادوال هر ډول راکړه ورکړه په افغانیو ترسره کړي .ځکه چې د خپلې
افغانۍ کارول که له یوې خوا د افغانانو ویاړ او عزت دی ، ولې له بل پلوه په افغانیو
راکړه ورکړه زموږ ملي اقتصاد ته رشد او
انکشاف ورکوي .
په همدې خاطر په خوست ولایت کې د ولایتي ادارې له
لوري یو باصلاحیته کمیسیون ټاکل شوی دی .
دوی دنده لري ، چې سر له نن څخه خپل فعالیت د
قانون ، فرمان او ټاکل شوي تګلارې سره سم
پيل کړي . ترڅو له یوې خوا د ولسمشر فرمان تطبیق شي او له بله لوري ، نور په دې ولایت کې خپله افغاني سکه مروج
کړو.
د مالوماتو له مخې دا مهال په خوست بازار کې ځينې
صرافان په یوه او بل نوم له اصولو سرغړونه کوي او خلکو ته تکلیف ورکوي . چې موږ په
یادو کسانو د همدې اعلامیې په واسطه غږ کوو، چې له خپلو ناوړه کړو وړو څخه په کلکه
ډډه وکړي ، کنه نو د سخت قانوني چلند سره به مخامخ شي ، چې بیا به یې په هېڅ صورت
شکایت او سپارش ونه منل شي .
په پای کې له ټولو خوستمېشتو څخه هیله او غوښتنه
کوو، چې د خپلې افغاني سکې درناوی ، د ملي اقتصاد پیاوړتیا او د ولسمشر فرمان په
پام کې ونیسي او په دې لاره کې عملي قدمونه واخلي .
په درنښت
عبدالجبارنعیمي
د خوست والي
نېټه :۱۳۹۰/۲/۱۲
ورځ :دریم