
څرنګه چې ټول خوستوال خبر لرئ ، ملک خیال بدالدین چې د پکتیا ولایت اوسېدونکی
دی او د ځينو غلطو مالوماتو له مخې هڅه
کوي ،چې د بلخ ولایت څخه خپله ۴۲۰ جریبه ځمکه د خوست ولایت ښار ته تبادله کړي .ترڅو په دې ولایت کې د لوړ قېمت
درلودونکي ځمکې څښتن ووسي او د خوستوالو حق تر خپلو پښو لاندې کړي .
ملک خیال بدالدین په دې لټه کې دی ، چې د هرې
ممکنه لارې دغه ځمکه خپل نوم ته واړوي او بیا یې په ډېر لوړ قېمت بېرته دخوست په
خلکو وپلوري .چې دا لړئ د تېرو ۷ کالونو څخه روانه ده .همداشان نوموړی په ځينو
دولتي ادارو کې اوس هم کوښښ کوي ، چې د بېلابېلو لارو څخه په استفادې سره داسې
جواز تر لاسه کړي ، چې یاده ځمکه د ده روا حق وبلل شي .
دا چې په خوست کې ځمکه له یوې خوا د زیات قېمت
درلودونکي ده او له بلې خوا په دې ولایت کې د بنیادي پروژو پلي کولو لپاره هم ځمکه
نشته .نو دا عمل به د خوست په پرمختګ زیات ناوړه تاثیرات وغورځوي .په دې خاطر چې د
خوست خلکو ته د دولت او ولایتي ادارې موقف روښانه او ښه څرګند وي ،نو د ملک خیال بدالدن
دوسیه چې د استملاک په چوکاټ کې دلته د دوران په حال کې ده او ولایتي ادارې د
اداري جلسې له تصویب وروسته د نورو څېړنو سربېره دا مالوموي ، چې دغه ځمکه چېرې
استملاک شوي ، همداشان په دې کوم قانوني اجراات شوي ، نو په همدې مورد د نوموړي
دوسیه په پلازمېنه کابل کې د کورنیو چارو وزارت او نورو کشفي ارګانونو ته لېږل شوي ده .نو په دې
پروسه چې ملک خیال بدالدین طی کړي ، جدي څېړنې روانې دي او د څو میاشتو راپدېخوا ولایتي ادارې پرېکړه
کړي او اړونده ادارو ته یې دنوموړي دوسیه لېږلي ، ترڅو دا کار تر سره نه شي او په
دوسیه یې هر اړخیزه څېړنه وشي .
د خوست ولایتي شورا هم ددې پروسې په خلاف پرېکړه تصویب کړي او ټول
اسناد یې د پوره څېړنو او تحقیقاتو لپاره
اړونده وزارتونو ته سپارلي او اوس یې څېړنه روانه ده .
یو ځل بیا د دې اعلامیې له لارې خپل هوډ تکراروو،
چې د دولتي ځمکو د غصب ، له خپل موقف څخه د ناوړې ګټې اخېستنې،اداري فساد، رشوت او
د بډو اخېستلو پرضد روانه مبارزه به جاري ساتو او له دې وروسته به هم زموږ له خوا پیل شوي مبارزه په چټکۍ سره
روانه وي .نو د خوست ولایتي اداره د ټولو خوستوالو څخه په درنښت غوښتنه کوي ، چې
په دې اړه له موږ سره اړین مالومات شریک کړي او د ټولو هغو کسانو مخه ونیسو، چې د
خوست ولایت د ځمکو او نورو امکاناتو څخه شخصي ناوړه ګټه پورته کوي .
نو د خوست شریف ولس ته ډاډ ورکوو،چې د خوست خلکو د ملي شتمنیو او ګټو څخه دفاع او
ساتنه د ولایتي ادارې مسوولیت دی اوهېڅ کله به چا ته د دې اجازه ورنه کړي ، چې د
خوستوالو د حق او پرمختګ په وړاندې خنډونه جوړ کړي .موږ یو ځل بیا غواړو چې دخوست
شریفو خلکو ته اعلان کړو، چې د دې ځمکې اخېستل او خرڅول قانوني جواز نه لري اوپه
کلکه یې پېر او پلور دواړه بند دي .که هر چا په دغه ځمکه کې اخېستل او خرڅول ترسره
کړل ، د امنیتي او کشفي ارګانونو له خوا نیول کیږي او د قانون منګولو ته سپارل کیږي
.چې په راتلونکي کې به د شکایت او سپارش حق هم ونه لري .
په درنښت
عبدالجبارنعیمي
دخوست والي
نېټه :۱۳۹۰/۲/۱۲
ورځ :دریم