
سپينتمان
د روهي ويب پاڼه وپتيله، چې په ايبټ
اباد کې د اسامه بن ﻻدن د وژل کيدو سره، ګرانو لوستونکو
ته د دغه ښارپه هکله مالومات وړاندې کړي.
د ايبت اباد ښار Abbottabad د 50 کيلومترۍ په واټن کې د پاکستان د
پلازمېنې اسلام اباد په شمال خيتځ او د پېښور ښار ختيځ ته په 150 کيلومتريو کې پروت دی. دغه ښار 1260 متره د سمندر له سطحې لوړوالی لري، د خيبر پښتونخوا په
هزاره سيمه کې پروت دی، چې د ايبټ اباد تحصيل مرکز هم دی.
په پاکستان کې دا ښار د ښې هوا، د
سيلانيانو د درلودلو، د لوړې او په معيار برابرې کچې زده کړې او لويو پوځي تاسيساتو په درلودلو مشهور دی. اوس
خو دا ښار له دې امله هم د خلکو خولو ته لويدلی، چې امريکا د عملياتو په لړ کې د
القاعدې ډلې مشر اسامه بن ﻻدن ووژل شو.
د ايبټ اباد ښار د انګريزي استعمار
په دور کې د هزارو د سيمې لپاره يوه پوځي اډه وه. د دغه ښار نوم د انګريز جيمز ايبټ
Major James Abbott په وياړ اېښودل شوی، چې 1853ز کال په جنوري مياشت کې يې د دې ښار
بنسټ کېښود. نوموړی په سيمه کې له 1849ز
کال څخه تر1853 ز
پورې مهم پوځي مشر first Deputy
Commissioner
پاتې شوی دی. جيمز ايبټ د خپل بيرته تګ پر مهال دغه ښار ته يو شعر هم ليکلی او له
دې امله يې خپګان څرګند کړی، چې له دې سيمې ځي. دغه ښار تر نن ورځې پورې يو ډېر
مهم پوځي ښار پاتې شوی دی.
په 1998ز کال کې د دې ښار ټول نفوس 81000 ښودل شوی، چې 94,26 سلمه خلک يې هندکو ژبه باندې خبرې
کوي او 2,30 سلنه پوتهاري او يوازې 2,22سلنه
خلک يې پښتو وايي. دلته د نورو قومونو تر څنګ سدوزيان او اتمانزي هم ژوند کوي.
د مې د مياشتې په لومړۍ نېټه د
امريکايانو لخوا پر هغه کلا باندې بريد وشو، چې اسامه بن ﻻدن په کې ووژل شو. دا
کلا د پاکستان د پوځي اکاډيمي شاته پرته ده.
سرچينه : ويکيپيډيا او نورې ويب پاڼې