
دنړیوال نظام بدلون له داسې جیوـ سیاسي ګواښونو سره غاړه غړۍ دی ،چې په اړه ېې وړاندوینه دهر چا دوس خبره نه ده ځکه هر بدلون ټکر ته لار هواروي دا به سخته وي ،چې دپایلو په اړه ېې څه وویل شي . دلویدیز لیبرال ، ډیموکراتېکه اقتصادي بېلګه به خپله ځلا له لاسه ورکړي نور به څوک دنړیوالتوب خبرې نه کوي .
پوهان به داسې نوې ټیکنالوژي رامنځته کړي ،چې دتیلو ځایناستې به شي پردې سربېره دا مرسته به هم وکاندي ،چې داوبو او خوړو دکمښت ستونزه پر وخت حل کاندي . اټکل دادی ،چې راتلونکې دوه لسیزې به له تاریخي پلوه ستر بدلون رامنځته کړي .
هند او چین به په نړیواله کچه دنوو ځواکونو په توګه سر راپورته کړي او په میلونو وګړي به له وژونکې بیوزلۍ څخه وژغوري .پانګه به له لویدیز څخه ختیز ته ولیږدول شي او دحکومتونو لاسته به هم ورشي یو شمېر هېوادونه به په اقتصاد کې ددولت رول ته ارزښت ورکوي او پانګه به ځینونادیموکراتو هېوادو لکه چین او روسیې او دمنځني ختیځ یوشمېر هېوادو ته هم ولیږدول شي . په دې هېوادو کې دخصوصي او دولتي سکتور ترمنځ برید معلوم نه دی اودلویدیز برعکس پانګه ددولت حق دی .
ځینو هېوادونو لکه سویلي کوریا، تایوان ، سینګاپور وار له مخې د دولتي پانګواکۍ سیستم راخپل کړې دی که چین او روسیې دا سیستم راخپل کړ ګرده نړۍ به ورځنې اغیزمنه شي .
له ننه تر 2025 ز پورې به له بیوزلو هېوادو څخه بډایو هغو ته دګډوالۍڅپه ونه دریږي اونه به له کلیو او بانډو ښارونو ته دخلکو بهیر بند شي ، خو دا اټکل شته ، چې نور به له افریقا او اسیايي هېوادنو څخه ځوانان اروپا ته نه ځي ځکه چین ، هندوستان او کېدای شي ترکیه او ایران به دصنعتي هېوادونو په توګه سر راپورته کړي او بهرنیو کارګرو ته به اړتیا لري دا به هغه وخت وي ،چې په اروپايي هېوادو کې به نفوس کم شوې وي او دمعاشونو ارزښت به لوړ وي .
که چیرې دمکسیکو صنعتي وړتیاهمداسې مخ پر وده وي ، استوګن ېې زاړه شي او له دې سره لېوالتیا پیدا شي ،چې نفوس باید کنترول شي پایله به ېې دا راووځي ،چې نور به بیا څوک متحده ایالاتو ته مخه نه کړي .
پردې سربېره که اوسنۍ ستونزې او شخړې همداسې روانې وي کېدای شي په 2025 زکې به دنړۍ 57٪وګړي ښارونو ته مخه کړي . بل اټکل دادی ،چې کېدای شي دنړۍ د 19 سترو ښارونو لړ لیک ته 8 نور هم ور زیات شي ،چې 7 به ېې له اسیا او دسویلي افریقا څخه وي .
په راپور کې بله دپاموړ خبره داده ،چې دیني – ایتنیکي ډلو دنفوسو منځنۍ کچه به راټېټه شي ، خو دنورو ډلو په پرتله داتنیکو ډلودنفوسو له کمښت سره به په کمزورو صناعتي هېوادونو کې ژور سیاسي بدلونونه رامنځته کړي .
دبېلګې په توګه په 2025 ز کې به په اسرائیلو له ایتنیکي پلوه بدلون رامنځته شي په پارلمان کې به سیاسي توازن کاواکه شي عرب اسرائیل ،چې اوس ددې هېواد پنځمه برخه نفوس جوړوي څو کاله وروسته به دنفوسوڅلورمه برخه جوړه کړي ددې ترڅنګ به دسختدریځه ارتودوکیسو یهودو شمېر به څو چنده شي په بله مانا شمېر به ېې له 10% زیات شي . راپوراټکل کوي ،چې دلویدیزې تړانګې دنفوسو شمېر ،چې 2.6 میلونه دي 40% نور زیات شي . دغزې داستوګنوشمېر ، چې نن یونېم میلون دی 60% به زیات شي دنفوسو دزیاتوالي سره به یو شمېر ستونزې هم سر راپورته کړي لکه دعامه خدمتونو نشتوالې ، کار به نه وي ، دڅښاک پاکې اوبه به نه وي او ددې ترڅنګ به سیاسي ټیکاو هم نه وي دا به هغه ستونزې وي ،چې دنفوس او استوګنو د ډېرښت له کبله به رامنځته شي
ایتنیکي بدلونونه په ځینو سیمو کې سیمه ییز انډولونه اغیزمنوي دبېلګې په توګه دمنځنۍ امریکا په ځینو هېوادو کې داصلي امریکایانو دشمېر زیاتوالې دا حکومتونه اړباسي ،چې پراخه ولسي تګلارې او سیاستونه راخپل کړي . بل اټکل دادی کېدای شي په لبنان کې د نورو ډلو په پرتله دشیعه ګانو نفوس کم او اقتصاد کمزورې شي پردې سربېره شیعه ګان به دعمر له پلوه یوبل ته نږدې شي دا مهال به شونې وي ،چې په سیاسي او اقتصادي ژوند کې ونډه ولري .
په 2025 ز کې به په نړیواله کچه امریکا یوازینې زبرځواک نه وي ، بلکې یو شمېر هېوادونه به ورسره دنړیوال نظام دمسوولیت چارې شرېکې کړي ، خو متحده ایالات به دنوو ځواکونو د راټوکېدو پر مهال هم ځواک وي .که رښتیا ووایو له تاریخي پلوه دڅو قطبي نظام له رامنځته کېدو سره ترېنګلتیاراپنځیږي دا ډول نظامونه ( دوه قطبي ) په نړیواله کچه ټیکاو (ثبات ) ته اړتیا لري همدا لامل دی ، چې واک وېشنه او دنفوس ډېرښت دنړیوال نظام ټېنګښت کاواکه کوي او اغیز ېې له منځه وړي .
چین یو له هغو هېوادو دی ،چې په راتلونکو دوولسیزو کې خپل اغیز او نفوذ پر نورو منلې شي که د ودې ګراف ېې پر همدې ډول دوام ومومي نو چینايي اقتصاد به نور ه وده هم وکړي ، چین اوس یو څه اصلاحي تګلارې راخپلې کړې دي دوګړو ترمنځ ېې داقتصادي توپیر له کبله رامنځته شوو کلتوري ستونزو دحل لپاره لارې چارې لټوي .
چین نشي کولای ،چې دخپلې اقتصادي ودې سلنه همداسې لوړه وساتي چین که چیرې ددې ستونزو دحل لپاره وړ لارې چارې ولټوي بیا ېې هم داقتصاد یوه مهمه او بنسټیزه برخه له بهرنیو بازارونو ، بهرنۍ ټیکنالوژۍ سره تړلې ده دچینايي اقتصاد بازار او پیاوړتیا دنورو هېوادو له اقتصادونو په ځانګړې توګه دامریکا له هغه سره تړاولري چینايي مشرتابه ته ښايي ،چې له بهر سره دازادۍ راشې درشې – دا ېې داقتصاد د ودې اړتیا او مصلحت دی - او دواکمن ګوند ځینو اړینو بندیزونو ترمنځ انډول وساتي که څه هم اټکل دادی ،چې ددې ګوند رول به بدلون ومومي .
له بل پلوه داسې نه ښکاري ،چې چینايي نظام به په خپل هېواد کې دبیان ازادۍ په اړه لګول شوې وي بندیزونه لیرې کاندي او درایو صندوقو له لارې به ډیموکراسۍ ته لار هواره کړي دا خو بیخي ناشونې ده ،چې په چین کې دې دیموکراسي رامنځته شي او نه به داسې ولسي خوځښت سر راپورته کړي ،چې دیموکراسي غواړي . کېدای شي چینايي مشرتابه وتوانیږي ،چې ولسي او ټولنیزې ناارامۍ په داسې توګه مهار کړي ،چې دواکمن ګوند واک او صلاحیتونه کوم زیان ونه ګوري .
په راتلونکودوو لسیزو کې ددې اټکل شته ،چې هندي مشرتابه به دڅو قطبي نړیوال نظام دبنسټ دکېښودلو لپاره هڅې وکړي ،چې هند به ېې داسې بنسټیز قطب وي ،چې دمتحده ایالاتو او چین ترمنځ به دکلتوري او فرهنګي پل بڼه ولري .
که څه هم په هند کې بنسټیزه بیا رغونه کمزورې ده ، مسلکي کدرونو ته ډېر اړتیا لیدل کیږي ، خو دا به دهندي اقتصاد وده ټکنی نه کړي . په هندوستان کې دمنځني پاړکي ( طبقې ) پراختیا، دهندي ټولنې پیاوړتیا ، له کرنیز سکتور څخه داقتصاد یو څه جلا کېدل ، دکورنۍ سپما دکچې ډېرېدل او دپانګې اچونې زیاتېدل دا ټول هغه څه دي ،چې دهندي اقتصاد وده هڅوي .
نژادي شخړې اودبېل غوښتنې سیمه ییز خوځښتونه دهندوستان یووالې نشي ګواښلې او دهند له وسه دا پوره ده ،چې ان دماویستي خوځښت په ګډون دهر ډول تاوتریخوالي دمخنیوي لارې چارې ولټوي .
دروسیي اقتصاد دودې پر وړاندې یو شمېر خنډونه پراته دي ، چې مهم ېې په دې ډول دي .روسیه په اقتصادي ډګر کې لوړ مقام نه لري ، دانرژۍ په برخه کې پانګه اچونه بیخي کمه ده ، بنسټیز جوړښتونه ورځ تربلې خرابیږي دښوونېز سکتور حالت هم داندېښنې وړ دی ، په عامه توګه دروغتیايي خدمتونو سویه هم خرابه شوې ده ، بانکي سیستم پرمختللې نه دی ، فساد او جنايي جرمونو په هر ځای کې خپلې رېښې غځولې دينن دروسي پوځ شمېر 750 زره سرتیروته رسیږي ، خو په 2017 ز کې به په روسیه کې د18 کلنو روسي نارینه وو شمېر 650 زره وي او دا باید دروسیي پوځ دملاتېر هم ورجوړ کړي روسیه که چیرې ګډوالو ته کار ورنه کړي نو دنفوسو کموالې به روسیه دکارګرانو له ستونزې سره مخ کړي . که سپینه ېې ووایو دروسیي ګانده یو څه پیچلې ښکاري او روسیه دمختلفوځواکونو ترمنځ دکشمکش ښکار کېدای شي لیبرالان د ازاد بازار پلویان دي بله ډله د سیاسي ژوند او اقتصادي فعالیت دمشروطیت غوښتنه کوي داډول کشمکش به په روسیه کې روس نژاده نظام او یا دیکتاتور نفطي ( تیل ) دولت رامنځته کړي اوسمهال په روسیه کې د دیموکراتیک ، ازاد نظام راټوکېدل یو څه ناشونې خبره ده.
په منځني ختیځ کې دایران لخوا داتومي وسلو دترلاسه کولو هڅو عرب ګاونډي اندېښمن کړې دي او ددې ویره شته ،چې دایران هڅې به داتومي وسلو دسیالۍ لړۍ پیل کړي . اوس ترکیې ، عربي متحده اماراتو ، بحرین ، سعودي عربستان ، مصر دا هڅې پیل کړې دي ،چې داتومي انرژۍ بټۍ جوړې کړي .