یوه تیاره غوندې سیلۍ رانه آشنا وړي
دپردیس مرغه له سترګونه وفا وړي
زه غاټول یمه زخمي زړه مې فریادکړي
څنګه وکړمه له سترګومې ښکلاوړي
یمه ګیردلوی طوفان توروګردوکې
ښکلې سترګې رانه چل اوپه رویا وړي
ډیرناځوانه یې زمانه لږدمه شه
ګینې زماله وچوشونډونه مسکاوړي
اوس زه بندیمه غرڅه په شان ګړنګ کې
دسپوږمۍ دښکلوسترګونه رڼاوړي
لاس مې بند دی دامیل په سرودانوکې
سپینې لڅې په تورتم کې دسبا وړي
نورخپــــــه دیه کمال دخپلـــــــه بخته
دهوسیودبڼـــــــــونه مــــــاپه غلاوړي
داراکوزیا راډیود وزیرمحمداکبرخان دولسم سرک
وروستي