
هټيوال به زما د هرې پوښتنې د ځواب پر ځای پر ما یو نظر تیر کړ او بیا به يې د څنګ پر کار بوختو خلکو پر لور وکتل. د درېیم ځل کتو وروسته ما هم پر هماغه لور وکتل، خو کومه
ځانګړتیا مې و نه لیدله. نهه – لس تنو کار کاوه او یوه سپین ږیری خلک
کار ته تشویقول او همدا یوه خبره به ېې تکراروله.
ـ زر کوئ زر، هله شابئ، زر زر، هله
ماته د سودا راکولو په بهیر کې د هټیوال پام
بیا پر هماغه لور ورواوښت ورسره ما هم وکتل او و مې لیدل چې سپین ږیري دغه ځل د تراکتور ډریور له ستونې رانیولی او سپکې سپورې
ورته کوي .
ـ د
ځناور اولاده ! تاته مې نه وو ویلي چې د ویالې هغه خوا يې تش کړه ؟ دا راسره ښاروالي مني چې دومره ډېر وراسته پیاز، کچالو او رومیان دې دهمدې
کوڅې چټلي وي، هه؟
د سپین ږیري تیلیفون وشرنګید او د څو، ښه ـ ښه ، سمه ده، وروسته يې ماشوم ته ورغږ کړ چې له کوره جارو راوباسي.
د لښتي غاړې جارو شوې، د سرکه یوه لمن خاوره پر جارو شویو
ځایونو وشیندل شوه سپین ږیري مخ او لاس پرېمینځل، د تراکتور ډریور او نورو مزدورانو
ته يې روپۍ ورکړې او خځلو ته مخامخ پروت کټ کې يې پښې وغځولې.
څه شېبه وروسته یو
موټر چې د ښاروالۍ نمبر پلېټ يې درلوده، ودرېده او څلور تنه ترې راکښته شول. لدې څلورو تنو یو له کښته کېدو سره سم مخ په
کور منډه کړه، لومړی يې مېزونه او ورپسې يې وچې او تازه مېوې او چای راوویست. سپین ږیري په بېړه بېړه پیالې ډکې کړې، دهر یو تن مخې
ته يې کښېښودې او له هر یوه به يې بخښنه غوښته چې مناسب ځای نلری نو ځکه يې ډېران ته نږدې د دوى پالنه ونشوه کولای.
له مامورینو نه
یوه تن چې پنډ کاغذونه يې مخې ته پراته وو، یو لوى کاغذ يې خپلې مخې ته وغوړاوه. مامور به کله خپل غوړیدلی کاغذ او کله به يې پروت ډېران ته وکتل او پر پنسل به يې کاغذ ته یو بل ټکی ورزیات کړ. له چایو وروسته مامور سپین ږیری مخاطب کړ او وې ویل .
ـ حاجی صاحب! ستا د کور او ډېران تر منځ واټن
ډېر.............
خو حاجی صاحب بې
لدې چې د مامور خبره پوره واورې، د سترګو په رپ کې يې ځان مامور ته ورورساوه او وې ویل .
_ صېب! مخه مې ده. برباد يې کړو. ته وګوره دا ډېران، دا د څنګ ډاکتر ته قسم ورکړه چې په اونۍ کې
څومره ناروغان یوازې زما له کوره ور روان دي؟ صېب! يوازې مخه بندوم، په خپل لګښت د نيمې خښتې ديوال پورته کوم، يوازې مخه بندوم، وه قربان،
بل مطلب نلرم، بويونو هلاک کړو بويونو، دا وګوره د کوڅې د خلکو ګوتې او دسخطونه،هه
دا ته وګوره.
حاجي صاحب د مامور صاحب مخې ته کاغذ هوار
کړ او هره لاسته راوړنه يې بېله بېله ور په ګوته کړه.
_ دا د والي صاحب امضا، دا د ښارجوړولو د
ريئس، دا د ښاروال صاحب چې تاسو محترم ته يې راجع کړې ده، دا هر څه خو مې له ځانه
ندي کړي، هر څه قانوني پر مخ تللي، قانوني، هو صېبه!
د کاغذ خاوند مامور د سپين ږيري کاغذ له نظره تېر کړ، د ډېران پر لور وخوځېد. سپین ږیري د څنګ مامور ته د قهر او ګيلې
په مرکبه بڼه وروکتل خو مامور د سر په خورولو ډاډ ورکړ چې هر څه سم دي.
له هغې ورځې يوازې څو مياشتې تېرې شوي دي،
نن سهار مې يوه خوږ ملګري د نوي کور د
ورتګ له زېري سره سمه بلنه راکړه چې ميلمه يې يم. د کور د اسنادو په تسليمۍ کې، د
شاهد په توګه ډېر اړين يم نو له وخته بايد ورشم. دا سيمه زموږ له کوره دومره لرې
نه وه او زه راکړ شوي ادرس ته رسېدلى وم خو بيا مې هم و نه شول کولاى چې پېدا يې
کړم. هټېوال زما اوتري درک کړيوه، له مايې پوښتنه وکړه چې د ډاکتر صاحب (هڅاند)
ميلمه خو به نه يم؟ او چې کله مې هو ورته وويل نو د څنګ ولاړ ماشوم په مرسته يې
هټۍ ته بل څوک راوغوښت او په ډېره بېړه راسره روان شو.
درې ګامه وړاندې؟ دا ولې؟ دا ګنې هماغه د حاجي
صاحب...
هټېوال ته مې وکتل، هغه موسکى موسکى کېده.
د همدې خوشطبۍ نه په ګټه مې ورته په خندا وويل.
_ حاجي صاحب خو غوڅه کړې، او رښتيا ډاکتر
دا کور په کوم ډاډ اخلي؟
_ د شخص يې ذمه واري ورکوي.
_ او د دولت؟.
_ د کوم دولت؟؟؟.
١٣٨٩ ١
١ جلال آباد