د افغانستان د نيواک پر دوام د امريکا ټينګار

په پاکستان کې د امریکا سفیر د واشنګټن – اسلام اباد لا ډېرې ملګرتیا ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې امریکايي عسکر په ۲۰۱۴ میلادي کال کې له افغانستانه نه وځي.
د تهران راډيو د رپوټ له مخې کامرون مانټر د اسلام اباد د سټراټژیکو مطالعاتو په موسسه کې په خپلو خبرو کې ددې په اعلانولو سره چې ۲۰۱۴ میلادي کال له افغانستانه د امریکايي عسکرو وتلو کال نه دی، ټينګار یې وکړ چې ښايي ددې هېواد په اړه د امریکا په ژمنو کې بدلون راشي او واشنګټن د غیر پوځي کسانو شتون ته اهمیت ورکړي.
نوموړي ادعا وکړه چې امریکايي عسکر د امن او با ثباته افغانستان د رامنځ ته کولو لپاره پر کارونو لګیادي او له ۲۰۱۴ کال وروسته به هم په افغانستان کې شتون ولري.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ده چې د روان میلادي کال له منځنیو به د اوو سیمو د امنیت خوندیتوب افغان عسکرو ته وسپارل شي او دغه بهیر به تر ۲۰۱۴ کال پورې افغان ځواکونو ته د ټول افغانستان د امنیت سپارلو لامل شي.
د سیاسي کارپوهانو د لیدتوګې له مخې په پاکستان کې د امریکا د سفیر څرګندونې ددې ښودنه کوي چې امریکا هماغه راز د افغانستان د نیواک دوام په لټه کې ده او نیت نه لري چې ددغه هېواد چارې د افغانستان دولت او خلکو ته وسپاري.
امریکا یوازې د افغانستان د نیواک ددوام د توجیه کولو په لټه کې ده او په همدې لړ کې غواړي چې ددغه هېواد پر دولت امنیتي تړون ورو تپي چې داسې وښيي چې د افغانستان د نیواک دوام ددغه هېواد دولت د غوښتنو له مخې دی.
له همدې امله د امریکا او افغانستان د امنیتي تړون موضوع په دې هېواد کې له پراخو مخالفتونو سره مخ ده او د روسیې په شمول د سیمې هېوادونه هم له دې تړون سره مخالف دي او په دې باور دي چې امریکا د افغانستان د نوي ښکیلاک په لټه کې ده.
د امریکا د پوځي او سیاسي چارواکو ضد او نقیضې څرګندونې چې ددې هېواد د پوځي شتون ددوام په اړه هم ددې ښودنه کوي چې هغوی د افغانستان د نیواک ددوام په  توجیه کولو پسې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان خلکو په وروستیو ورځو کې د پراخو لاریونونو په کولو سره په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د جنایتونو د غندلو ترڅنک د امریکا او ناټو له خوا دخپل هېواد د نیواک د پای ته رسېدو غوښتوونکي شول.
د سیاسي کارپوهانو په باور، له سمنګان ولایت څخه د سویډن او فنلنډ هېوادونو د عسکرو ایستل نیواکګرو ته نوی خبرداری دی چې د افغانستان د نیواک دوام به د نه  اټکل وړ پایلې ولري.
ځکه د ۱۹ پېړۍ په وروستیو کې له بریتانوي او د شلمې پېړۍ په وروستیو کې د شوروي د سره پوځ پر وړاندې د افغانستان د خلکو د مبارزې مخینه د نیواک ګرانو لپاره عبرت دی.
نو ځکه د افغانستان خلک تمه لري چې د ۲۰۱۴ میلادي کال په پای کې بهرني عسکر د افغانستان نیواک پای ته ورسوي او له دې زیات د افغانستان خپلواکي او ملي واکمني تر پښو لاندې نه کړي او د افغانستان د بې ګناه خلکو وژله پای ته ورسوي.
عاشق حسین طوري