
د تهران راډیو د پښتو خپرونې د خبریال د رپوټ له مخې دافغانستان ولسمشر حامدکرزي د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کانفرنس ته وویل امریکا دوې اونۍ وړاندې دستراتژیکو اړیکو یو سند دافغانستان حکومت ته استولی او له افغانستان سره دیوه ستراتژیک تړون غوښتنه یې کړي ده .
دافغانستان ولسمشر زیاته کړه کابل به یوازې په داسې بڼه کې له امریکا سره ستراتژیک تړون لاسلیک کړي چې امریکا دافغانستان غوښتنې ومني .
هغه په عین حال کښې اعتراف وکړ په دغه موضوع په یوه کمیسیون کښې غور روان دی او په ملي امنیت شورا کښې هم ورباندې غور شوی دی .
دافغانستان ولسمشر کرزي ددغه هیواد دحکومت غوښتنو او شرطونو ته په اشارې سره وویل امریکا ته زیات شرطونه وړاندې کړې شوي دي .
دافغانستان ولسمشر زیاته کړه ما دامریکا پښې او لاسونه تړلي دي او دافغانستان شرطونه دادي .
ترټولومهم شرط چې دافغانستان حکومت له امریکا سره دستراتژیک تړون لپاره وړاندې کړی دی دسولې رامینځته کول او دامنیت تامینول دي .
دوهم شرط افغانستان ته دامریکا دمرستو د وړاندې کولو څرنګوالی .
دریم شرط په افغانستان کښې دامریکا دپوځيانو دخپل سره عملیاتو پاې ته رسیدل .
څلورم شرط په افغانستان کښې دخارجي پوځیانو دشتون قانوني کول .
په دې سربیره دافغانستان ولسمشر په خپلې وینا کښې دافغانستان دګاونډیو هیوادونو اندیښنو او ملاحظاتو ته په اشارې سره وویل له امریکا سره دستراتژیک تړون په اړه به دګاونډیو هیوادونو اندیښنې ختمې کړې شي او دافغانستان دګاونډیو هیوادونو دګروهنو پرضد به هیڅ کار ترسره نشي .
دافغانستان ولسمشر په دوام کښې زیاته کړه افغانستان دامریکا ګټې چې دافغانستان له ملي ګټو سره په تضاد کښې نه وي مني .
کرزي زیاته کړه په دې زمینه کښې به په راتلونکو دوو یا دریو میاشتو کښې یوه لویه دودیزه جرګه جوړه شي چې په دې زمینه کښې خپل نظرونه او لارښوونې و ړاندې کړي .
که چیرې دافغانستان دولسمشر کرزي په خبرواو څرګندونو لږ شان غور او دقت وشي نو معلومه به شي چې څومره شکونه او تناقضات لري .
مثلا که چیرې په افغانستان کښې دامنیت دتامین او دسولې درامینځته کولو په هکله له امریکا سره دستراتژیک تړون لپاره دافغانستان ترټولو مهم شرط ترپوښتنې لاندې راشي او که چیرې په افغانستان کښې سوله رامینځته شي نور په دې بڼه کښې دامریکا ددايمي اډوو دجوړولو څه ضرورت شته او دامریکا د دایمي اډو دجوړولو لپاره ترټولو ښه پلمه دجنګ دوام دی .
باید وویو چې په تیرو لسوکلونو کښې امریکا دهمدې مقصد لپاره نه غوښتل چې ترهګرۍ له مینځه یوسي .
دغه راز په افغانستان کښې دامریکا دپوځیانو دشتون دقانوني کولو شرط هم یو شمیر شکونه لري .
مثلا که چیرې دکابل او واشنګټن ترمینځ دستراتژیک تړون په لاسلیک کیدا سره دامریکا دپوځیانو شتون قانوني شي ددې معنا داده چې افغانستان دواشنګټن دګټو دساتلو لپاره په افغانستان کښې دامریکا ددایمي شتون اجازه ورکړي ده .
دهمدغه تړون پراساس امریکا له دغه تړون وروسته یوه سناریو رامینځته کولای شي او مثلا وويي له فلاني هیواده دامریکا ګټوته خطر دی نو حق لري دخپلو ګټو دفاع وکړي او په افغانستان کښې له خپلو اډو په نوموړي هیواد حمله وکړي او امریکا په داډول سناریوګانو کښې اوږده تجربه لري .
داچې دافغانستان ولسمشرکرزي ویلي دي چي دامریکا ګټې که دافغانستان له ګټو سره په تضاد کښې نه وي نو افغانستان ته د منلو وړ دي .
که چیرې دامریکا ګټې دا ایجا کړي چې دافغانستان په یوه ګاوندي یا سیمه ایز هیواد دیو شمیر غلیمانه سیاستونو په خاطر حمله وکړي ایا افغانستان به دغه کار له خپلو ګټو سره په تضاد کښې ونه ویني ؟
ایا افغانستان دا فکر نه کوي چې دګاونډیو هیوادونو ګټو له یو بل غوټه خوړلي ده ؟
داچې دافغانستان ولسمشر واي دغه تړون به دګاونډیو هیوادونو له ګټو سره په تضاد کښې نه وي سمه خبره نه ده .
ځکه چې امریکا دڅه لپاره لښکر کشي کړي ده ؟
امریکا ددې لپاره نه ده راغلي چې یوازې په افغانستان کښې کیني او په میلیارډونو ډالر په خپل پوځي شتون ولګوي .
امریکا دهغو هیوادونو دځپلو لپاره چې دواشنګټن سیاستونه نه مني یو پروګرام لري چې دمینځني ختیځ او دمرکزي اسیا دهیوادونو په تیلو او ګازو سلطه پیدا کړي .
امریکا پروګرام لري چې په روسیې، چین ، ایران او حتی پاکستان دباونه راولي .
په داډول حالت کښې دافغانستان کوم ګاونډي هیواد دامریکا ددایمي اډو دجوړیدا په هکله خپل رضایت ښودلی دی ؟
دافغانستان لویه جرګه چې ښاغلي کرزي ویلي دي په راتلونکو دوو یا دریو میاشتو کښې به په دودیز ډول جوړه شي چې په دې هکله خپل نظرونه او لارښوونې وړاندې کړي لومړی داچې دافغانستان له اساسي قانون سره سم لویه جرګه داډول بیان شوي ده چې لویه برخه یې له ولسي جرګې ، مشرانو جرګې او له ولایتي شوراګانو وغیره جوړیږي چې تراوسه داډول شوراګانې نه دي بشيړه شوي .
په همدې خاطر دافغانستان ولسمشر ددودیزې لوې جرګې دجوړولو خبره کړي ده چې په هغې کښې هم معلومه نه ده چې کوم کسان به دقومونو داستازیو په توګه انتخاب شي .
امریکا په دې پسې ده چې هره بڼه چې وي دغه شرمونکی تړون دافغانستان په خلکو وروتپي او ښاغلی کرزی هم په تاریخ کښې دخیانت کونکي په توګه دهغه دنوم له لیکل کیدا ویریږي او هڅه کوي دامریکا ددایمي اډو له جوړیدا سره د لوې جرګې دموافقې په بڼه کښې وويي چې دا زما کار نه وو بلکې لویې جرګې دغه کار کړی دی .
البته دا احتمال شته چې دافغانستان ولسمشر کرزی دافغانستان په تاریخ کې د یوویشتمې میلادي پیړۍ داتل په توګه دخپل نوم دلیکلو لپاره دلویې جرګې له لارې امریکا ته منفي ځواب ورکړي او کولای شي امریکا ته ووي چې کار زما له لاسه وتلی وو او دامریکا داډو په هکله فیصله لویې جرګې کړي ده .
عاشق حسین طوري