
یادښت : ډګرمن القذافي ددې لیک له لارې له ولسمشر اوباما څخه غوښتي دي ،چې نور دلیبیا
پر ضد عملیات ودروي ددې لیک یوه کاپي
اسوشیتډپریس تر لاسه کړې ده ،چې موږ ېې
دلته پښتو ژباړه خپروو .
زموږ زویه ! دامریکا دمتحده ایالاتو جلالتماب ولسمشر اوباما !
زموږ پر ضد ،چې
تاسې کومې څرګندونې او کړنې تر سره کړې زه
یې له مادي او مانیز پلوه ډېر ودردولې یم ، خو هر څه ،چې وشول بیا هم زموږ
زوی ېې ، موږ به تر ډیره درته دعا کوو ،چې
دامریکا دولسمشر په توګه پاتې شې .
موږ به هڅه
وکړو اوهیله لرو ،چې دولسمشرۍ
په راتلونکو ټاکنو کې بریا ستاسې
په برخه شي ځکه تاسې یو زړور انسان یاست
او د هر ډول ناروا او تېروتنې مخه نیولای شې . زه باوري یم ،چې تاسې دا مسوولیت منې پردې سربېره تاسې په نړۍ کې دیو لوی هېواد
ولسمشر یاست ، خو ناټو دیو کوچني ولس او مخ پر وده هېواد پر ضد له
تیري ډکه جګړه پیل کړې ده . دا هېواد له بندیز او محاصرې سره مخ شوې دی ان تردې
،چې دریګن دولسمشرۍ پر مهال خو پرې نظامي تیرې هم وشو دا هېواد لیبیا نومیږي .
دنړیوالې روغې
جوړې او د دواړو ولسونو ترمنځ ددوستۍ
، اقتصادي همکاریو او دترهګرۍ دځپنۍ په موخه له تاسې هیله کوم ،چې ناټو دېته وهڅوې ،چې
دلیبیا په کورنیو چارو کې له لاسوهنې لاس
واخلي اودا ستاسې له وسه
پوره ده .
تاسې ښه پوهیږې
! ډیموکراسي او دمدني ټولنې جوړونه د توغندیو او الوتکو پر مټ نه شي رامنځته کېدای او نه
په بنغازي کې دالقاعدې له یوشمېر پلویانو سره دمرستې له لارې .
تا خپله په څو
مناسبتونو کې ویلې دي او یو ځل خو دې دملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ،چې زه هم
هلته حاضر وم او هر څه مې په خپلو غوږو
واوریدل : امریکا دنورو ولسونو دامنیت
مسوولیت نه لري ، امریکا یوازې مرسته
کوي او همدا سالم منطق دی .
زموږ ګرانه زویه !
جلالتماب ( برکه حسین ) تاسې دمتحده ایالاتو په نوم لاسوهنه
کړې ده انکار ترې کومه مانا لري
اوس دا ړینه ده ،چې ناټو دلیبیا په کورنیو چارو کې له
لاسوهنې لاس واخلي
، مناسبه داده ،چې لیبیا خپله لیبیایانو او دافریقايي هېوادو ټولنې ته
پرېښودل شي .
ستونزه داسې
په دوو ټکو خلاصه کېدای شي :
v
دناټو دنظامي لاسوهنې
سربېره سیاسي لاسوهنه .
v
دالقاعدې دیوې ډلې لخوا ترهګري خپرول ،چې دوی په ځینو ښارونوکې دوسلې دکارونې تمرین کړې دی او خلک نه پریږدي ،چې په طبیعي
توګه خپلې ورځنۍ چارې ترسره کړي .
معمر القذافي
دانقلاب مشر
طرابلس
2011/4/5