
د تهران راډیو خبریال رپوټ راکړ چې، ځينې داسې را پورونه رسیدلي چې ښيي، د افغانستان دملي امنیت شورا، د ولسمشر د مرستیالانو او د ملي امنیت د سلاکار رنګین دادفر سپنتا او د یو شمیر کارپيژاندو په شتون ،په یوې غونډې کې ترسره شوه، فیصله شوې چې باید د ملي ګټو او دخلکو موافقې ته په پام سره په دوه ورځو کې د افغانستان او امريکا د استراتیژیکو روابطو په اړه یو سند برابرشي.
پښتو را ډیو هم د دې حیاتي سند په اړه د ولسي جرګې له غړي سید استحق ګیلاني څخه معلومات وغوښتل چې هغه په ځواب کې وویل، د پارلمان غړي په دې اړه خبرنلري، او پارلمان په دې اړ ه هيڅ خبر نلري.
هغه زیاته کړه یواځې په دې اړه دپارلمان غړي نه دي بې اهمته شوي، بلکه تر دې وړاندې هم ،د بوش د حکومت په وخت، افغان ولسمشر ښاغلي حامد کرزي، او دهغه تر منځ تړونونه شوي وو چې پارلمان ترې خبر نه وو.
همداراز له ا مریکا سره دستراتیژیکو راوبطو او په افغانستان کې دا مریکا د دایمي پوځي ا ډو په اړه تیر کال تود بحث روان وو، خو تر اوسه پورې دغه موضوع هم پارلمان ته ن ده وړاندې شوې.
هغه زیاته کړه، دغه مسله د ومره مهمه او حیاتي ده چې حتی د پارلمان له صلاحیته هم وچته ده او با ید په دې اړه لویه جرګه وبلل شي او په اړه یې هلته فیصله وشي، چې ا فغانستان د کوم میکانیزم اوشرایطو په اساس باید د غه سند لاسلیک کړي.
ښاغلي ګیلاني زیاته کړه په خواشنۍ سره په افغانستان کې پر دیموکراسي لوبې کیږي ، او د پارلمان غړ یو ته هیڅ ارزښت نه دي قایل.
که د استراتیژیکو روابطو سند د پارلمان او دلویې جرګې له فیصلې پرته برابره او له امریکا س
ره د تړون لاسلیک شي چې د افغانستان ملي ګټې په نظرکې ونه نیول شي، نو داسې سند، د افغانستان د ملت له نظره هیڅ ارزښت نلري .
هغه همداراز د لویدیځ دیموکراسۍ چې ا مریکا یې هم غوښتونکې ده، وویل، داسې دیموکراسي، چې پکې د خلکو اسلامي ارزښتونه او دودونه په نظې کې ونه نیول شي، هیڅکله به دمنلو موړ نه وي، او د لویدیځ دیموکراسي چې بې بندوباره آزادي غواړي، د افغانستان د خلکو له ارزښتونو او اسلامي تعالیمو سره په ټکر کې ده.
ښاغلي ګیلاني افغان حکومت ته په خبرداري سره زیاته کړه، له ا مریکا سره د ستراتیژیکو راوبطو په اړه باید د پارلمان او لویه جرګې په مشورې سره وشي.
په غیر له دې به هر ډول فیصله ، د افغانستان د خلکو د غصې سبب شي.
عاشق حسین طوري