دافغان ادبي بهیر داونیزې غونډې ریپوټ

دلوی خدای په نامه


دافغان ادبي بهیرغونډه ۱۳۹۰کال دوري په  (۱۲) نیټه په کاروان انسټیوټ کې حاجي محمدترابي دقرآنکریم په مبارکو آیتونو پیل کړه .
دغونډې مشرپیرمحمدکاروان میلمانه عبدالوکیل سوله مل شینواری اومحبوب الله محبوب وو.
په تېره اونۍ کې سوله مل شینواري دلنډوکیسودچاپ اوخپریدوپه اړه خبرې وکړې ده وویل که زمونږپه هیوادکې غږیزې اوانځوریزې رسنۍ لنډې کیسې خپرې  کړی نظرچاپي رسنیوته به یې اغیزه ډیره وي.
ده دپښتنوکیسه لیکوالونه هیله وکړه چې لنډه کیسه بایدپه یوخاص مهارت ولیکلي اولنډې کیسه کې ریښتونوواقعاتوته انعکاس ورکړي.ښاغلي سوله مل شینواري دسارک نړیوال ادبي پیستوال په اړه هم دغونډې ګډون والوته مالومات ورکړ چې داپیستوال په نوي ډهلي کې جوړشوی وو.
تیره اونۍ اسماعیل څپه دخپل کتاب په اړه دغونډې ګډون والوته مالومات ورکړل ،اسماعیل څپه په دې ورستیو کې دماشومانودپاره یوکتاب دچاپ په ګاڼه ښکلی کړ.
څپه وویل : داکتاب دافغانستان دقلم ټولنې لخوا زرجلده چاپ شوی دی خودلازیات چاپ لپاره یې انجینر آشنا ګل بنډوال ، هارون پرهراوشریف ټټرونه ډبولي دي.
ده یاونه وکړه چې ترچاپ وروسته په دوه نوروژبووژباړل اوچاپ شو.
تیره اونۍ په مشاعره کې زیات شمیر شاعرانوګډون وکړ چې په زړه پورې شعرونه یې دغونډې ګډون والوته واورول.
په مشاعره کې دغوشاعرانوګډون کړی وو.
 
محمدعزیزتحریک- منقادالرحمن رودوال – محمدصابربې رویا- نورالحبیب نثار-  فیض محمد ځلاند- رحم الدین منګل – عبدالقیوم میرازی – ګل اکبرراحل- محمدخالد ارمل – نقیب الله ظهیر-میرویس تدبیر –مصطفی باور – فضل الرحمن پاڅون – شمس الدین شمس – محمداتل انګار- سلیم زنداني- قاضي زاده شینواری – سعیدزابلی – ابراهیم حسن زی – محمدیونس ګړنګ – عبدالحق لټون – سیدجیلاني جلان – معراج الدین – عبدالجبارڅپاند – امیرحمزه تایپ – محمدبصیرهاطفی- احمدضیاالهام- اسدالله نیازی – نجی الله مسلم زی –محمدطایف حمیدي.
ترمشاعرې وروسته دغونډې میلمه پیرمحمد کاروان دبهیر دغونډې ستاینه وکړه،ده وویل: دځوانانوپه شعرونوکې ډيرې نوې خبرې وې زه هیله مندیم چې په راتلونکې به دپښتو دادب بڼ لاپه غوړیدوشي.
دتیرې غونډې ریپوټ ظهرالدین کمال لیکلی وو دسټیج چارې همایون هیواد مخکې بیولې.غونډه مازدیګرڅلورنیمې بجې دښاغلي پیرمحمد کاروان په دې شعرپای ته ورسیده.
ولس مشره تاته وايم
دا ماشوم چې تا په غېږه کې اخيستی
دا ماشوم چې نه  در ګوري نه موسکی دی
په غوټۍ زړه کې يې ښخ د جنګ اغزی دی
دا ماشوم چې د باروتو په سېلۍ يې
ښايستوکي ګلابي غومبوري وچ دي
دا ماشوم چې د جګړې تر خو لاسو يې
پر تندي شيندلي مرچ دي
دا ماشوم چې يوه پښه يې
امريکې په غاښورې ارې غوڅه
جنګ ځپلی دی د امن په ارمان دی
دا ماشوم تصوير د درست افغانستان دی