
زه هم د ځينو دوستانو په څير اوس د پښتو ويب پاڼو د
لوستلو عملي شوي يم هر سهار چې دفتر ته ځم نو د ايمل له خلاصلو د مخه لومړی پښتو
ويب پاڼو ته سر ورښکاره کوم نن مې سترګې د
ناچار چپرهاري په ليکنه ولګيدې چې ليکلي و چې چپرهار ولسوالۍ نن بيا وحشي خلکو د
څو تنو په وژنه ولړزوله خدای شته دې ليکنې
ډير و درولم ځکه ديو افغان او مسلمان په
توګه هرڅوک بايد په داسې پيښو وځوريږي فکر
کوم چې هرڅوک دا کار کوي که هغه طالب دی او يا هم کوم بل خونکار زه د دوی په اړه
څه نه ليکم زه وايم چې زموږ چارواکې ولې د دغې ولسوالۍ په اړه دومره بې غوره دي
دغه ولسوالي خو جلال اباد ښارته ډير نږدې پرته ده
په پچير اګام ولسوالۍ کې د سرحدي پوليسو د روزنې مرکزونه
دي خپله په چپرهار ولسوالۍ کې د ولسوالۍ تر څنګ دپوليسو يو غټ بيس شتون لري نو بيا
ولې داسې پيښې هغه هم په رڼا ورځ يو څوک په داسې حال کې وژل کيږي چې نور خلک ورته
ګوري داسې ښکاري چې دا قاچاقبران کار دی او چارواکې هم په دې کې ورسره لاس لري که
نه نو سره کلا خو دومره پراخه سيمه هم نه ده چې دغه په تش په نامه طالب بلکې يو
قاتل او پردی مزدور دې په کې ورک شي
زه هيله کوم چې د ننګرهار چارواکې په ځانګړې او مرکزي
چارواکې دغه ستونزه عامه توګه متوجه شي چې له دغه بيچاره ولس له دغې ستونزې خلاص
کړي
زما د دفاع وزارت وړانديز دی چې له پوليسو خو کار ونه شو
که دا ځل تاسې کوم غونډ په دغې سيمه کې ځای پرځای کړئ نو شه به وي