د ژوند چاپيريال موږ او نړيوال

                     
ګل شريف هڅاند
 
انسان له ادمه بيا تر دې دمه د ځان له پاره د ژوند خورا ښه او غوره شرايط برابر کړي دي.
هو! د ژوند د نننيو شرايطو برابرتيا څه ساده او اسانه خبره نه ده او ننني انسان ته نه په  يو ځل او نه هم په آسانه لاس ته ورغلي، بلکې د زرګونو کلونو د کار او زيار پايلې دي. جوته ده، چې په سر کې دا شرايط په نشت شمېر وو. ددې شرايطوهر جز ته  د اړتيا په احساس سره انسان هڅه کړې او په پاى کې په لاسبرى شوى دى. په يوه خبره کې د کار، تشبث او زحمت نتيجه ده، چې انسان يې دومره لوړو مدارجو ته رسولى دى.
د انسان ژوند د دوام له پاره تر هر څه دمخه خوراک، څښاک، هوا، کالي اواستوګنځى هغه څه دي، چې له هغوى پرته ژوند ناشونى دى.
لومړنيو انسانانو د ژوند همدې لومړنيو شرايطو تر لاسه کولو په موخه په طبيعت کې د شتو امکاناتو ګټه اخيسته. د ساري په توګه اوبه به يې د طبيعي چينو، سيندونو او نورو زيرمو کارولې. د کاليو په ځاى به يې د څارويو د څرمنو، ونو پاڼو، بوټو ... ګټه اخيستله او د استوګنځيو په ځاى به يې طبيعي غارونه، د ونو ښاخونه او بوټو نه جوړو کړو ګوډلو ګټه پورته کوله. خو اوس مهال، چې د  ځمکې په غونډاري کې د وګړنيز ژوند په زرګونه کاله تېر شوي، انسان نه يوازې د ځان له پاره د ژوند هغه لومړني شرايط اوسني(مدرن) کړي، بلکې د طبيعت ډېر پټ رازونه ورته جوت شوي او د ځان په ګټه يې کارولي او کاروي.
څرنګه، چې دم ګړى په نړى کې څلورنيم ميليارده وګړي ژوند کوي او هر کال په دې شمېره اتيا ميليونه ور زياتيږي او تر ٢٠٥٠. م کاله پورې به دا شمېره نهه اعشاريه درې ميليارده تنو ته رسيږي، نو انسانان په دې سو چ کې دي، چې د ځمکې دا کوچنى غونډارى څه ډول اقتصادي وکاروي. نو په ښارونو کې داسې ودانۍ، چې په لس هاوو پوړونه ولري، جوړوي. په دې کورونو کې په سوونو کورنۍ اوسيږي او د هغوى له پاره د څښاک پاکې ، يخې او تودې اوبه، برېښنا، ګاز، تيليفون، کمپيوټر، انټرنېټ، د پورته ،کښته کېدو برېښنايي لارې (ليفت) او د خځلو، چټليو له پاره ځانګړى ځاى، د ماشومانو د لوبو ميدان ګي، د موټرو تم ځاى، خوراکي توکو هټۍ په پام کې نيول کيږي. سربيره پردې د ودانيو د جوړولو په وخت د زلزلې په وړاندې د هغوى ټينګار له پامه نه ايستل کيږي.
د تلو، راتلو له پاره يې د بايسکل، موټر سيکل، موټر، اورګاډي، ميترو ( ځمکې لاندې اورګاډى ترانسپورت ) بحري بيړيو نه نيولي بيا تر ډېرو نويو الوتکو پورې داسې اسانتياوې برابرې کړي، چې په  ډېره اسانۍ او لږ وخت کې په ښارونو، سيمو، هېواد او نړى کې تګ، راتګ کولى شي. ددې په اړخ کې د پوښاکي  توکو په جوړولو کې بې سارى پرمختګ شوى دى.
په ميکانيزه کرنه ، څاروي پوونه او بڼونو جوړولو کې دومره وړاندې تللي، چې د هېواد د اړتياوو پوره کولو سربېره يې په نورو پلوري. او په صنعت، تخنيک،نوي تکنالوژى، تيلي کميونيکيشن دومره د تصور نه ليرې لاسته راوړنې لري، چې خپله انسان ورته ګوته په غاښ هک، پک پاته دى.
له دې نه علاوه د ډېرو ژورو جزيرو او سيندونو لاندې او د سايبريا په يخچالونو کې د تېلو ... زېرمې موندلي او ګټه ځينې اخلي، آن تر دې، چې داسې فضايي بېړۍ جوړوي، چې په مرسته يې مياشتې ، مريخ ته پورته کيږي او په مياشتو، مياشتو په علمي څېړنو بوخت وي.
دا لاسته راوړنې، چې يوه يوه مو وشمېرله د نړيوالو، هغوى، چې د يووالي مزه يې څکلي، علم، پوهې حاصلولو ته يې مخه کړي، کار کوي او زيار باسي تر لاسه کړي او نن ترې خوند اخلي.
اوس راځو دې ته، چې موږ څه کوو او هغه چاپيريال، چې په کې ژوند کوو په کوم حالت کې کرار لري؟
که د ميلاد د مخه د بشريت زرګونه کلن تاريخ ځينې هم تېر شو او يوازې دا راوروسته موده په پام کې ونيسو نو دا مهال د يوويشتمې پيړۍ د دوهمې لسيزې پيل دى.
څومره د افسوس ځاى دى، چې موږ لا اوس هم د يوې ستنې جوړلو جوګه نه يو. د ژوند په لومړنيو شرايطو کې شپې، ورځې سبا کوو. په خټينو کورګيو کې، چې ډېرى يې هغه هم نه لري ژوند ته دوام ورکوو.
د هېواد په کچه د څښاک پاکو اوبو، برېښنا، ګاز، د اوسمهال ودانيو بې برخې يو. خپل هېواد مو کنډواله دى او موږ د نورو ملکونه ودانوو. صنعت بيخي شتون  نه لري. کرنه مو ميکانيزه نه ده او د اوبو بندونه نه شته. طبيعي زېرمې مو سر پوښلي پاتې دي.لارې، سرکونه ويجاړ دي. هر څه لرو، خو د رايستلو او ګټې اخېستو جوګه يې نه يو او لکه، چې وايي کولال په خپلو لوښو کې خوار وي، دغسې موږ د لوږې او وزګارۍ سره لاس او ګرېوان يو او دې ته ورته نور د نړيوالو په پرتله زموږ په هره برخه کې شاته توب.
اوس نو ژور سوچ او د پايلو اخيستل، د نړى د وګړو سره د ځانو  پرتله کول او ددې وروسته پاتې والي د لاملونو پيدا کول اړين دي. تر هر څه د مخه:
<      د يووالي نه شتون.
ددې سره ،سره، چې خداى بښلي خان عبدالغفار خان ويلي: (( پښتنو يووالى کړى، چې اتفاق به نه کوي ))، خو موږ تر بل هر وخته يووالي ته هومره اړتيا لرو څومره يې، چې يو ژوندى موجود اکسيجن ته لري.
خوشحال خټک ناڅاپي نه دي ويلي: (( د دنيا خوشحالى په يووالي سره په لاس راځي، ځکه غمونه او کړاوونه د بې اتفاقۍ زيږوونکي دي)).
<      بې امني او بې ثباتي.
د سوله ييزو حالاتو پرته نه نورمال فکر، ښوونه، روزنه، کار او زيار شته او نه هم د ابادى او پرمختګ خيال. هر څه ژر بايد ټوپک په پوښ او تورې په تېکو کې کړو او پر ځاى يې زده کړې، کار او زيار ته مخونه وګرځوو.
ځکه ل. تولستوى ويلي: (( سوله د فرهنګ د ودې او پرمختګ لومړى شرط دى)).
د ويلوده، چې نوموړي دا هم زياته کړي: (( هر څوک غواړي، چې بشري نړى ته تغير ورکړي، خو هېڅوک هم په دې هلکه، چې ځان ته تغير ورکړي فکر نه کوي)). نو اړينه خبره دا ده، چې هېواد ته د ابادى په لور تغير ورکول له ځانه پيل کړو.
د يووالي او امن رامنځته کېدل به زموږ سره دا مرسته وکړي څو درک کړو، چې موږ د يو هېواد وګړي، د يو بيرغ لاندې ژوند کوو،  د ګډ اسلام مبارک دين پيروان او د خپل وطن نه په ګډه ساتنه کوو. خير او شر مو شريک دى. هله به پوه شو، چې موږ ريښتيا هم سره وروڼه او يو تن يو او وروڼه د يو بل پر وړاندې وسلې ته لاس نه تېروي. زموږ په وړاندې به نوي دندې – د علم او پوهې حاصلولو ته مټ ورکول، بېل او کولنګ اخيستل او مېنې ودانول پرېوزي.
دلته غواړم د يوې بلې اړينې مسلې ياد هېر نه کړم، هغه داچې دا منو انسان ټولنيز موجود دى او د ټولنې پرته ژوند نه شي کولى. له همدې ځايه انسان بايد په کورنۍ،کورنۍ په کلي، قوم ، ښار، ولايت او هېواد کې ژوند وکړي او هېواد بيا د نړى په ستره کورنۍ کې د نورو هېوادو سره په اړيکو ساتلو کې ژوند ته دوام ورکړي. موږ د نړيوالو دوستانو پرته هېڅ نه شو کولاى، خو اړينه دا ده، چې همدې اړيکو په ساتلو کې موږ ته د خپل هېواد ګټې لومړيتوب ولري او په ډېره هوښيارى، زيرکۍ او ويښتيا ځينې ګټه واخيستل شي.
اوس نو که دا ټولې خبرې سره راونغاړو او په لنډو ووايو نو د شتو ربړو څخه د وتو لاره چاره څه او څه کول په کار دي. د ځواب په اړه يې دومره وويل شي، چې عاقلانه عمل په کار دى.
ددې له پاره الله تعالى (ج) خپل مخلوق ته عقل، فکر ورکړى، څو ښه تر بدو، خير له شره توپير کړي، سوچ وکړي او بيا په سهي او نيکو کړو وړو هغسې، چې پوه کنفوسيوس ويلي:
ددې له پاره، چې يو انسان عاقلانه عمل کړى اوسي درې لارې شته دي:
_    تفکر (فکر کول) چې تر ټولو د شرافت او عزت نه ډکه لارده. ځکه تر ژور سوچ او شننې وروسته د هر عمل کول خطا او پښېماني نه لري.
_    تقليد- د نورو په پلونو د پل ايښودل، د نورو په لارو تلل، د نورو د کړو وړو تکرارول، چې تر ټولو اسانه لار ده.
_    تجربه ده، چې ډېره ترخه لار ده. ځکه څو يې په ځان ازمايې، ښايي خطا ووزې او پايلې يې جبران نه منونکي شي.
ښايي زموږ خلکو د تاريخ په اوږدو کې ډېر ځله ورته تجربې کړي وي، خو له ترخو پايلو يې بله لاسته راوړنه نه ده درلودلي، نو سهي لاره به دا وي، چې د نړيوالو له هغو تجربو ګټه واخلو، چې ازمايل شوي او د خطا وتنې انديښنه په کې نه وي، لاس پورې کړو.