د سوچه افغاني امپراتورۍ بنسټ ګر:

 
احمدشاه بابا
   نادرخان د تورې (خنجر) زوی په 1736.م کال په ايران کې د ايراني اشرافو په غونډه کې پاچا اعلان شو. نادرشاه د ابداليانو له قبيلې څو زره کسان په خپل ځانګړي ګارډ کې ونيول. د سوچه افغاني امپراتورۍ بنسټ ګر: احمدشاه بابا ګل شریف هڅاند په 1739.م کال نادرشاه په ټول افغانستان راوګرزيد او بيا د ستونزو سره، سره د کابل درې په اوږدو کې د خيبر له لارې هند ته لاړ. خپل پلو ته د غرنيو افغانانو را اړولو وروسته نادرشاه ډيلي ته کښته شو.  د (( طاووس تخت )) (( کوه نور)) الماس او نورې شتمنۍ يې تر لاسه، د پارس پوځ له هند څخه راستون او د خيبر تلو – راتلو په لاره کې کلا بند شو. د نادرشاه د باډي ګاردانو مرلي مفرزې، چې د ابدالي جنګياليو له جملې څخه وې وکولاى شول له کلابندۍ ووزي. په راتلونکي کال نادرشاه يو ځل بيا په هرات کې راښکاره، د ابدالي قبيلې يې نويو جنګياليو په نيولو سره خپل کسان پوره او امو سيند له لارې ازبکي ښارونو بخارا، خيوې، سمرقند ته د شمال په لور وخوځيد. پاى هغه وخت راورسيد، کله، چې نادرشاه کوچان ته څېرمه په کمپ کې و. شاه په دې شکمن شوى و، چې قوماندانان يې د ده په خلاف د دسيسې فکرونه کوي، نو ورته ژمنو باډي ګاردانو ته يې، چې هغه مهال د احمد خان په نامه ځوان پوځي يې قوماندان و امر وکړ، چې د خيانت کوونکو سره يې يو طرفه کړي، خو د پوځ زياتره برخه، چې د نادرشاه په مفکوره پوه شوه، د دسيسه کوونکو پلو يې خپل کړ. سهار شاه مړ او بې ککرۍ و. تر دې دمه دا جوته نه ده، چې احمد خان د خپلو څلور زره ابدالي سپارو سره، په داسې حال کې، چې په لانجه کې ورګډ هم و، څنګه وکولاى شول وتښتي.  احمدخان دېته اړشو، چې د خپل پوځ يوه برخه هرات ته وليږي، څو د تعقيب کوونکو پام ځان ته وګرزوي او خپله د اصلي ځواک سره کندهار ته راستون شو. په هر ډول، چې و راتلونکى ځواکمن دولت په سويلي اسيا کې، چې يوازې او سوچه افغاني و منځ ته راغى. د هغه بنسټګر احمد خان وګرزيد. په 1747.م کال (ابدالي قبيلې کندهار ته نېږدې په جرګه کې سره راغونډې شوې، چې خپل مشر او لارښود وټاکي. احمدخان، چې هغه مهال يې ايله پنځه ويشت کلني بشپړه شوي وه، تر ټولو ځوان کانديد و او د ځينو سرچينو له مخې نوموړي د نورو په پرتله لږ په لوړو پوستونو کې کرار موندلى و. خو صوفي صابرشاه (لوړ روحاني شخصيت) په حاضرينو کې احمدخان لوى پوځي وباله او دده په سر يې د غنمو وږو ګيډۍ وټومبله. صابرخان نوموړى په رسمي توګه احمدشاه د (( مرغلرو څخه مرغلره )) اعلان کړ. تر دې وروسته ابداليانو ځانونه دورانيان ونومول. دا وخت احمد خان د نادرشاه ټول توپچي قوتونه، د شاه د خزانې ډېره برخه او په هغه جمله کې د ((کوه نور)) نوماند الماس ونيول. وروستيو حالاتو افغانانو ته دا دليل په لاس ورکړ، چې الماس د افغانستان ملکيت وبولي او په 1999.م کال د طالبانو حکومت له انګليستان څخه د الماس د ورکړې رسمي غوښتنه وکړه. د اعلان کولو يوازې يو څو ورځې وروسته رهبر احمدشاه ته برخليک موسکا وکړه: کندهار ته هغه بډاى کاروان، چې له هند نه را روان او زياتې پيسې يې د پارس خزانې ته ليږدولې رانيږدې شوى و. په کاروان کې د نادرشاه له مړينې خبر نه وو. احمدشاه لوړ بيه خزانه ونيوه. هغه يې د خپلو همکارانو منځ کې ووېشله او خپل درېځ يې کلک کړ. احمدشاه په سيمه کې راپيدا شوي د واک خلا، چې په کې مهم ځاى د افغاني قبيلو ويرې سيورې اچونې نيولى و ډکه کړه. د لړزا په حال کې د لويو مغلو امپراتوري د غرنيو افغانانو، چې د هندوکش د سويلي ښکرو راښکته کيدل د زور اخيستونکو تيريو په وړاندې د ټينګار څخه عاجزه وه. د هغه مهال د حالاتو بشپړ بيان دادى، چې په اوولسمه او اتلسمه پيړۍ کې نړيواله سوداګيري سمندرته وليږديده. د وريښمو لويه لار، چې له چين نه پيل په وچه کې تله، نېږدې په ټولو اوږدو کې د داړه مارانو له خوا د بريدونو سره مخ وه. خو څه وخت وروسته يې په ځاى سمندري غوړيدونکي بندرونه ماکاو او هانکانګ منځ ته راغلل. په همدې وخت کې افغانانو داسې ځمکې (خاورې) تر لاسه کړې، چې په خپل ټول تاريخ کې يې سارى نه درلود. احمدشاه خپل پايتخت په کندهار کې ځاى پر ځاى کړ او افغاني پوځ يې د غزني او کابل نيولو په موخه د شمال په لور وخوځولو. په کابل کې د پارس مرستيال (نائيب)، چې د نادرشاه له مرګ وروسته يې هڅه کوله ځان ته نوى بادار پيدا کړي د مغلو و لور ته کوږ شوى و. خو کله، چې يې له هغه لوري ملاتړ تر لاسه نه کړ، نو رانېږدې کيدونکو افغانانو ته تسليم شو. ور پسې احمد شاه د پنجاب په لور وخوځيد. غوښتل يې هغه خاورې، چې په خپل وخت کې مغلو نادرشاه ته ورکړي وې ونيسي، خو د ده پوځ، چې دوولس زره سپاره وو د هند په ختيځ ماني پور کې د ميرماني تر قوماندې لاندې د مغلو د زيات شمېر لښکرو له لوري له منځه يو وړل شو. په راتلونکي کال افغانان راستنه او لاهور يې ونيو. مغلو، چې نه غوښتل په شمالي پولو کې لويې جګړې وکړي، په پنجاب د ملکيت لرلو حق څخه يې ډډه وکړه. احمدشاه ميرمانو ددې ولايت مرستيال پرېښود او د څلور کلو د باج په ورکړې يې مامور کړ. افغانستان ته په راستنيدو سره احمد شاه د ختيځو قبيلو څخه نوي پلويان را جذب کړل. په کندهار کې يې خپل ټول ځواک، چې پنځه ويشت زره کسانو ته رسيدو راټول او د هرات په لور وخوځيد. دغه ښار، چې په لانجمنه خاوره يا د پارس خراسان په ختيځ پاى او د ولايت په لويديځه برخه کې افغاني قبيلې ځاى پر ځاى وې پروت و. په پاى کې د نهو مياشتو کلابندۍ وروسته ونيول شو. ورپسې دوراني د پارس د نوي پايتخت مشهد په لور، چېرې، چې په هغه وخت کې د نادرشاه شپاړس کلن لمسي شاهرخ، چې د خپل سيال له خوا ړوند شوى ، حاکم و، وخوځيد. افغانانو مشهد ونيو. خو احمدشاه شاهرخ په تخت پرېښود افغانان وړاندې د لويديځ په لور لاړل، خو په نيشاپور کې د سخت ټينګار سره مخ او دېته اړ شول، چې هرات ته راستنه او پوځ بيا جوړ او بشپړ کړي. په راتلونکي پسرلي کې احمدشاه نيشاپور ته راستون شو، خو دا ځل د لويو توپونو سره. تر ټولو لوى توپ والوت، او د کلابندۍ په بهير کې ترميم شو، خو لومړي ډز په مهال وچاوديد. د توپ غونډاري (ګلولې)، چې پنځه سوه فونټه ( 472 پونډ، 236 کيلو ګرامه) وزن يې درلود، په ښار کې داسې خرابۍ (ورانۍ) رامنځ ته کړې، چې نيشاپور له ځنډ پرته تسليم شو. څو احمدشاه په لويديځ کې نيولى ( مصروف) و، ميرمانو په پنجاب کې بيا پاڅون وکړ، د مغلو لور ته واوښت او په 1752.م کال کې افغانان بيا د هند له لارې تېر شول. دا ځل دوى په لاهور او ملتان کې استحکامات وکړل او ورپسې يې د يو سفزيو قبيلې په مرسته، چې په پوله کې اوسيده ټول کشمير تر لاسه کړ. د مغلو امپراتور يو ځل بيا دېته اړشو، چې د قسم په خوړلو سره په لويديځ کې د خپلو پخوانيو هغو ولايتونو څخه، چې ادعا يې درلوده ډډه وکړي او افغانانو ته د باج په ډول خورا زياتې پيسې ورکړي. په 1757.م کال احمدشاه راوګرزيد او دغه ځل خپله تر ډيلي لاړ. نوموړي د مغلو نوي امپراتور دويم عالم ګير ته اجازه ورکړه، خپل تخت په دې شرط، چې د دورانيو واک به نه يوازې په پنجاب، بلکې په کشمير او سيند هم په رسميت وپيژني، وساتي.  په 1761.م کال کې احمدشاه له کندهاره ووت او د هند نه په تيريدو سره يې پنځم ځل د مرهټيانو اردو سره په پاني پت هغه ځاى، چې د شمالي هند په سر پکې څو ځلې جګړې شوي مخامخ شو. دواړو خواوو نېږدې د اويا، اتيا زرو په اندازه کسان لرل. خو د څو ساعتونو په بهير کې د جګړې پايله جوته نه شوه. وروسته خپله احمدشاه متقابل بريد سوق او اداره او د مرهټيانو د جګړه ييز نظام مرکز يې پرې (شق) کړ، چې په پايله کې د تېښتې په حال کې زيات شمېر سرتيري او د ارابو قافله ووېشتل شول. تر 1762.م کال پورې د دورانيانو امپراتورى د غوړيدو تر ټولو لوړې کچې ته د رسيدو په پړاو کې ټول افغانستان، همدا راز ايران پورې تړلى خراسان، د ننني پاکستان نېږدې ټوله خاوره ، د هند يوه برخه او کشمير ونيول. هغه امپراتوري په شمال کې له امو سيند څخه نيولي، په سويل کې د عربو بحيرې پورې غزيدلي وه. سويلي صحرايي ولايتونه د وسلې په زور نه، بلکې د بلوچو او براګوي قبيلو سره د يووالي کولو له لارې يو ځاى شول. احمدشاه د لسيزې تر پايه پورې درې ځله پنجاب ته د خپلو نوو سينګهه دښمنانو خلاف لښکر کشۍ وکړې. احمدشاه دوه ځلې د سيکانو روحاني ښار امريتسار ونيو، خو هر ځل وروسته تردې، چې افغانان په اوړي کې خپلو غرونو ته راستنيدل، سيکانو به ولايت بيا په خپل کنترول کې راوستو. په پاى کې په 1769. م کال کې احمدشاه دې پايلې ته ورسيد، چې د پنجاب له ساتلو څخه عاجز دى. احمدشاه په 1772.م کال د پوستکي ډېرې سختې او وحشت ناکې ناروغۍ په غالب ګومان سرطان تېرولو وروسته مړشو. له هرې کچې (اړخ) نه په مطالعې سره احمدشاه نه يوازې مخکښ سپاه سالار و، بلکې ډېر وتلى حاکم او رهبر هم و. نوموړي د خپلو وګړو (اتباعو) د ژوند شرايطو څخه سخته غمخوري کوله. احمدشاه د کاليو اغوستو او خويونو له پلوه ډېر سنګين و. داسې رهبرانو لکه اتيله او چينګيزخان ته ورته او خپل لاس لاندې بيلا، بېلې قبيلې يې يو موټۍ کړي وې. نوموړي د مور له تنه د نورو څخه د غوښتنې وړتيا درلوده. د ډېرو له پاره 1747.م کال پوره هغه مهال، چې احمدشاه د ابداليانو قبيلې مشري کوله، د افغاني دولت د زيږيدو ورځ ده. دکلام نمونه ستا د عشق له وينو ډک شول ځيګرونه ستا په لاره کې بايلي زلمي سرونه تاته راشمه زړګی زما فارغ شي بې له تا مې اندېښنې د زړه مارونه د ډيلي تخت هېرومه، چې راياد کړم زما د ښکلي پښتونخوا د غرو سرونه د رقيب د ژوند متاع به تار په تار کا چې په توره پښتانه کا ګوزارونه که تمامه دنيا يو خوا ته بله خوا يې زما خوښ دي ستا خالي تش ډګرونه احمدشاه به دغه ستا قدر هېر نه کا که ونيسي د تمام جهان ملکونه احمدشاه بابا د احمدشاه ډېره مهمه او بنسټيزه لاس ته راوړنه داوه، چې نوموړي د افغانستان حيثيت (اتورېته) تر هغې کچې لوړ کړ، چې د اتلسمې پيړۍ نيمايي کې د افغانانو سره په اسلامي نړۍ کې برابري يا سيالي يوازې ترکو- اتمانو کولاى شواى. په ټوليزه توګه بايد وويل شي، چې احمدشاه يوازې د خپلې قبيلې مشر (رهبر) نه و، بلکې داسې دولتي شخصيت و، چې افغانستان يې د يوې لانجمنې خاورې څخه، چې د ګاونډيو دولتونو د فشار په وجه سره تنګ او ګوښه شوى و، په يوه خپلواک سياسي واحد، چې خپله احمدشاه دېته اړ و، په درانه سترګه ورته وګوري، واړو. د احمدشاه کورنۍ (اولادې) په افغانستان د 1818.م کال پورې واکمني وکړه او په دوى پسې د دورانيو بل شاخ (محمدزيو)، چې په هېواد کې د 1973.م کال پورې واکمن وو، دوى عوض کړل. سره ددې، چې احمد شاه دولت او واکمن خاندان جوړ کړ، خو دا سهي خبره نه ده وويل شي، چې دده له مړينې وروسته د دوى په لاس جوړه کړي امپراتوري مخ په پورته وده وموندله.