
سره له دې، چې د درېيمې ز رېزې پيل ، د تکنا لوژۍ،چې نړۍ يې کلى ګرزولى، انسانان يې يو بل ته نيږدې کړي او کمپيوټر دور دى، خو د ځينو لږ لوستو، نالوستو، جاهلو ،کورمغزو ، غرضي او نيږدې انديشو کړه، وړه تېرو پيړيو ته پاتې کيږي.
هغوى ﻻ اوس هم ددې مهال انسان له پاره په داسې ناچيزو شيانو لکه اوبو لښتي ،ويالې، تشناب اوبو، جمې، جومات ، ﻻرو، څړځايونو... په سرﻻنجو، خپلو کې بې اتفاقيو ، دعوو ،دنگلو اوخپل منځي جنګونو اور ته په بابوزي وهلو کې را ايسار دي.
د دوى د ديد ساحه او چاپيريال دومره تنګ دى، چې د دې مهال د انسان سره سيالي کول خو ﻻ څه، چې دخپلې سيورې آخوا هېڅ نه ويني. بدبختانه يو شمير نور د مرکچيانو په نوم د ولس په منځ کې راپيدا شوو ﻻنجو ګنډې ﻻ سخروي او په کې څري. دا حالت د دې سبب شوى، چې د انسان له پاره د ژوند او کار سوله ييزو او ﻻ غوره شرايطو پلويانو په ذهنونو کې دا پوښتنې رامنِځ ته کړي، چې آيا دا ډله ييزې رسنۍ د چا له پاره خپرونې کوي؟ آيا د د وى لوست خونه (لوستونکي، اوريدونکي او ليدونکي ) همدا بدبخت کسان ، چې د بوختيا وو يې پاس ياددونه وشوه نه جوړوي؟
آيا د رسنيو د خپرونو تېره څوکه د دوى کارند تيا وو اصلاح کولو ته نه ده سيخه شوي؟ او په يوه خبره کې د تلويزيونونو، راډيوګانو ،مطبوعاتو ،ملا امامانو ، خطيبانو، و يب سايټونو او په ټوله کې کمپيوټر توضيحي، روزنيزې خپرونې دوى ته هماغه ړندو ته د ګډيدو او کاڼو ته د ډُول ( ډهل ) وهلو په مانا نه دي .؟
بې له شکه، چې دي. ځکه که داسې نه واى، نو مونږ به لږ ترلږه د خويندو، لوڼو د ولور ستونزې انديښمن کړي واى. هغه د څښاک اوبو لومړني سيستمونه، چې کاپيرو راته په کليو اوبانډو کې جوړکړي په خپلو کې نه شنډ وﻻ ى. د بهرنيانو له لوري قيريزي شوي ﻻرې او سړکونه به مو نه ويجاړو ﻻ ى، خپل منځي بې مانا شخړو اولوټوونکو ناروا دعوو_ دنګلو ته به مو د پاى ټکى ايښى واى او په ټوله کې په خپلو کې به مو د نورو له پاره پرمونږ تپل شوي نا پايه جګړه لومړۍ نه پيلوﻻى او ورپسې تردې کچې نه اوږ دوﻻى .
که په لنډو ووايم، نو زمونږ د ځينو د تفکر ډول ،کړه ،وړه او عملي بوختياوې د تيرو پيړيو انسانانو ته پاتې کيږي.
دې ټکي ته ځيرنه په کار ده، چې د ډله ييزو رسنيو خپرونې زمونږ د ناسمو فعاليتونو اصلاح ته ګوښي شوي، نه د هغوى هڅونې ته.
د رسنيو تر دې کچې په پراخه پيمانه اصلاحي او روزنيزو پروګرامونو سره، سره که بيا هم په ورته جاهلانه عملونو لاس پورې کيږي، نو دا هغه پښتو متل رايادوي، چې وايي : تر ټولو کوڼ هغه دى، چې نه غواړي واوري.
برخلاف ددې ټولو سره، سره د ډېرو ادنا ستونزو په سر دعوو کې هره ورځ انسانان له ژونده محروم او ژوبليږي، چې غوره بېلګه يې په دې وروستيو کې د متون په کوړيانو کلي کې په خپلو کې د يوه دوکان په سر د ﻻنجې له امله دوو تنو د ژونده بې برخې کول او نورو ژوبلول کيدﻻى شي .
که ځانونه د دې پيړۍ انسانان بولو، نو راځۍ خپلې د پوهې کچې، د فکرونو ډولونه، ورځنۍ کارندتياوې د نننۍ زمانې انسانانو د کړنو سره پرتله، پکې شته تشې ډکې او چاپيريال ته تغير ورکول ځان ته له تغير ورکولو پيل کړو.