
افغانان تر بل هر چا سولې ته تږي دي
سوله تر ټولو غوره نعمت دى ګل شريف هڅان
دا ژوندون خو زموږ کم د محبت له پاره هم دى
حيران يم، چې نفرت ته اوزګاريږي خلک څنګه
ژوند يو لنډ مهاله چانس دى، چې الله تعالى (ج) انسان ته ورګړى دى، دومره، چې سړى څو ځواني او د عمر پوخوالۍ احساسوي، بيا د زړښت پړاو ته رسيدلى وي. نو ښايي له دې ژر تېريدونکي او په دې دنيا يو ځلي چانس څخه تر وسه، وسه زياته ګټه پورته کړو، نه ، چې په عبث چارو په بوختيدو يې تېر کړو.
په سوله ييزه فضاء کې کار وکړو، زحمت وباسو او د خپلو خولو د تويولو له پايلو خوند واخلو.
په خپلو کې، مينه، محبت، دوستي، ورورولي او يو بل ته متقابل درناوى او لاس نيوى وکړو.
سوله د ځمکې پر مخ تر ټولو غوره او ښه نعمت دى او د ل. تولستوى په خبره د فرهنګ د ودې لومړنى شرط دي.
دغه راز خپلو بنده ګانو ته د خداى تعالى (ج) ارشاد دى، چې تاسو په خپلو منځو کې سوله وکړى او په سوله کې خير دى.
هو! هغه څوک د خپلو وينو په څېر د سولې قدر پيژني، چې د هغې له نعمته بې برخې شوي وي. د دغه شمېر مخلوق څخه يو هم افغانان دي، چې په تاريخ کې تر ټولو اوږده، خپل منځي، بې مانا جګړه ورباندې تپل شوي ده. په دې جګړه کې يې خپله ټوله مادي او ماناوي شتمني لولپه شوي ده. تر ټولو بده خو لا دا، چې د نېږدې 33 کلو راهيسې دوام لري او اوس هم هېڅوک د هغې د پاى اټکل نه شي کولاى، ځکه په اړه يې پرېکړه هغه څوک کوي، چې پيل کړې يې ده او د اور سکروټو ته يې تر دې دمه هم ببوزي وهي.
هوکې! د سولې ضد جنګ دى او دا د خلکو د ژوند داسې يو حالت دى، چې په هغې کې تر ټولو بد او فاسد کسان وياړ او واک لاسته راوړي.
د راسل په نامه يو پوه وايي: (( چې که چېرې فکرونه او بشري ځواک د جنګ په لاره کې لګول شوي نه واى، موږ کولاى شول د يوه نسل وروسته مو په ټوله نړۍ کې غريبۍ ته د پاى ټکى ايښى واى)).
د بده شامته ددې سره، سره، چې 21- تمه پيړۍ ده بيا هم د نړۍ يو پر درې برخه په جنګ کې ژوند کوي.
هېوادوالو! ايا درې نيمې لسيزې ددې له پاره بسنه نه کوي، څو فکر وکړو دا جګړه، چې موږ يې د سوند توکي يو چا او د کومو موخو له پاره پيل کړي ده؟
ايا د خپل مټ، وزر، مرګ، ژوبله، وطن کنډواله کول او د پرمختګ له بهيره د خپل هېواد او خلکو شاته کول بس نه دي؟
ايا نور ددې وخت نه دى رارسيدلى، چې ښه تر بدو، نيکي له بدۍ، دوست له دښمنه او خير د شر سره توپير کړو؟ او همغسې، چې يو شاعر وايي:
نه دې وينو سيلاب وچ شو، نه فضاء له لوګي پاکه
لا تر څو به لارې څارو، لا به ناست يو څو په هيله.
راځۍ سره جرګه او يو بل ته غوږ شو، تېر وخت راياد کړو، حال ته ارزښت ورکړو، څو د راتلونکي څښتنان شو.
سوله په خپله نه راځي سر ښندنه غواړي، راځۍ سر له همدې شيبې ورته هلې، ځلې پيل کړو، ان تر دې، چې ړندو هم لارې يو بل ته د تېريدنې په امسا موندلي دي.
ايا موږ دا ومنو، چې ان په 21- تمه پيړۍ کې هم د ځان پيژندنې وړتيا نه لرو؟ نه هېڅکله نه.
راځۍ د سولې او امن لمن ونيسو، ځکه په سوله کې خوښي او نيکمرغي ده. برخلاف د جنګ خلاف، چې زموږ کورونه، نسلونه او ټول تاريخ يې لولپه کړى راپورته او خپله ټوله وړتيا مو د هغې په ضد وکاروو.
له نېکه مرغه له لسيزو وروسته هېوادوالو دا درک کړي، چې دا کور ورانوونکي جګړه په موږ تپل شوي، نه يوازې مو په ګټه نه ده، بلکې هر څه يې رانه واخيستل، نو په دې تمه دي، چې هر څه ژر د جګړې تور ټغر ورټول کړي. دا درک او روحيه ددې لامل ګرزيدلي، چې د هرې ورځې، اونۍ او مياشتې په تېريدو سره د جګړې داېره تنګه او لا تنګه کړي.
ددې خبرې غوره ثبوت دا کيدلاى شي، چې نېږدې څلور کاله وړاندې له بهره راغلى وم، دوست مې په خبرو کې راڅخه وپوښتل، چيرې اوسېږې؟
ځواب مې ورکړ، دا نېږدې متون کې.
نوموړى هک، پک شو ويې ويل: دلته خو حالات ډېر خراب او اندېښمن دي. هره ورځ يوه ناوړه پېښه کېږي. همداسې هم وه. نېږدې له ښاره په پنځه سوه متري واټن کې خلک تښتول کېدل او په سرکاري عام سرک کې لوټيدل، خو د متون د سرکۍ تيږې او کوټکي کلي ته په څېرمه خوړه کې د امنيتي پوستو په ځاى پر ځاى کولو سره حالاتو په سلو کې پنځه نوي تغير موندلى دى. سربېره پردې د سپېرې، ځاځي ميدان، باک، عليشېرو په پخوا کې نا امنه ولسواليو او د ادمحمد زيارت ته د ولايتي ادارې چارواکو، هغه هم د څو تنو او يا د هيليکوپتر په مرسته نه بلکې د سولې د لويو او ناپايه کاروانونو په جوړولو سره سفرونه وکړل.
دا په خپل وار په جز کې په سيمه او په کل کې په هېواد کې د سولې ټينګښت ښکارندويي کوي.
ولايتي ادارې سوله ييزې فضاء ته په کتو او خوست مېشتو ته د يو تفريحي پروګرام جوړولو په موخه په يو نوښت لاس پورې او د سولې په نوم يې يو شاندار جشن جوړ کړ، چې په خپل ګډون سره د زرګونو کسانو له خوا ورته تود او بې سارى هر کلى وويل شو. دغه راز په پام کې ده، د سولې ولايتي شورا په نوښت په همدې مناسبت يوه شانداره مشاعره هم جوړه شي.